د میدان وردګو بڼوال: نه سړې خونې شته او نه بازار

انځور له ارشیف څخه

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوال وايي، د سړو خونو د نشتوالي له امله یې د مېوو بیې راټیټې شوې او له اقتصادي زیانونو سره مخامخ شوي دي. دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې په کرنیزو سیمو کې ورته معیاري سړې خونې جوړې کړي.

په افغانستان کې د مڼو او انارو په ګډون د بېلابېلو تازه مېوو د حاصلاتو له موسم سره سم د هغو بڼوالو لپاره چې د خپلو مېوو له پلورلو د ښه عاید تمه لري، سږ کال له اقتصادي اندېښنو سره مل دی.

په میدان وردګو، کندهار او غزني کې یو شمېر بڼوال وايي، د حاصلاتو د راټولولو پر مهال بازارونو ته د ډېرو مېوو وړاندې کېدل او د ساتلو لپاره د سړو خونو کمښت د دې لامل شوي چې خپل محصولات په ټیټو بیو وپلوري.

د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ بڼوال ګل محمد وايي، سږ کال یې د مڼو حاصلات ښه دي، خو بازار یې مناسب نه دی. ګل محمد ازادي راډیو ته وویل: «د دې خلکو لویه ستونزه دا ده چې نه سړې خونې شته او نه بازار شته. د دوه سوه افغانیو مڼه په نوي یا اتیا افغانۍ پلورل کېږي او د سلو افغانیو مڼه په ۲۰ یا ۳۰ افغانۍ خرڅېږي. دا ځکه چې سړې خونې نشته او بڼوال مجبور دي چې مال بازار ته وباسي. کومې سړې خونې چې شته، د هغې هم بیې ډېرې لوړې دي چې بڼوال یې توانايي نه لري.»

د افغانستان د کرنې په سکټور کې د سړو خونو کمښت له اوږدې مودې راهیسې یوه بنسټیزه ستونزه بلل کېږي. د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې بڼوالو ته دا امکان برابروي چې خپلې تازه مېوې د حاصلاتو له موسم وروسته هم وساتي او هغه مهال یې بازار ته وړاندې کړي چې تقاضا او بیې لوړې وي.

خو په افغانستان کې د سړو خونو محدود ظرفیت، د برېښنا کمښت او د مېوو د ساتنې لوړ لګښتونه د دې لامل شوي چې ډېری بڼوال له دغو اسانتیاوو بې‌برخې پاتې شي.

کندهار چې د افغانستان د انارو له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی، یو شمېر بڼوال یې هم له ورته ستونزو شکایت کوي. د کندهار اوسېدونکی ګل ولي وايي، د انارو د ساتنې لپاره امکانات نه لري او اړ دی چې خپل حاصلات په هره بیه چې سوداګر یې اخلي، وپلوري.

نوموړی وايي: «دلته موږ امکانات نه لرو چې دا انار وساتو. له موږ سره باید د دولت له لوري مرسته وشي او موږ ته سړې خونې جوړې کړي چې موږ په کې دا انار وساتو. اوس خو موږ مجبور یو چې په هره بیه یې سوداګر ته ورکړو.»

د دوه سوه افغانیو مڼه په نوي یا اتیا افغانۍ پلورل کېږي.
ګل محمد، د میدان وردګو بڼوال

د غزني اوسېدونکی محمد ایاز وايي، که بڼوال د خپلو مېوو د ساتلو امکانات ولري، کولای شي د حاصلاتو له موسمه وروسته یې په مناسبه بیه وپلوري.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «که سړې خونې وي او موږ خپلې تازه مېوې په کې وساتو او هغه وخت راوویستل شي چې بیې یې لوړې وي، نو دا به نه یوازې زموږ لپاره بلکې د سوداګرو لپاره هم ډېره ګټه وکړي.»

خو پوښتنه دا ده چې ولې په افغانستان کې، چې د مېوو او سبزیو پراخ تولید لري، د سړو خونو شمېر او ظرفیت د بڼوالو اړتیاوې نه شي پوره کولای؟

د برېښنا، پانګونې او مسلکي کسانو کمښت په دې برخه کې مهمې ستونزې بلل کېږي. خو د کرنې د برخې یو شمېر متخصصین وايي، په هغو سیمو کې چې کرنیز محصولات په سوداګریزه کچه تولیدېږي، د مناسبې انرژۍ پر سیستم سمبالې سړې خونې اقتصادي ګټه لرلای شي.

له دې ډلې ذکرالله صافي ازادي راډیو ته وویل: «په لرې پرتو سیمو کې دولت باید د خلکو په همکارۍ د دغو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره اقدام وکړي او که یې توان نه لري، مرستندویه مؤسسې هم مرسته کولای شي، تر څو لازمې زېربناوې جوړې شي او محصولات په خپل وخت په سمه توګه بازار ته وړاندې شي. خو په هغو سیمو کې چې تولید په سوداګریزه توګه ترسره کېږي، د ذخیره کولو ځایونه او مجهزې سړې خونې چې انرژۍ ته اړتیا لري، د تولیدوونکو لپاره یو اضافي لګښت نه دی؛ ځکه لګښتونه یې د حاصلاتو د ښه پلور له درکه جبرانېږي.»

دا چې اوس مهال په افغانستان کې څومره معیاري سړې خونې فعالې دي، څومره ظرفیت لري او د بڼوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کوم نوي اقدامات شوي، په دې اړه د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو تر دې وړاندې د روان کال په جنورۍ میاشت کې دغه وزارت په هېواد کې د شاوخوا ۴۵۰ لویو او وړو سړو خونو د شتون خبر ورکړی و، چې د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او کروندګرو له لوري جوړې شوې دي.

خو د سړو خونو شمېر یوازې د ستونزې یوه برخه ده؛ د هغو ظرفیت، جغرافیایي موقعیت، د ساتنې لګښت او بڼوالو ته لاسرسی هم مهم دي.

د کرنې د برخې کارپوهان وايي، د سړو خونو ترڅنګ د مېوو معیاري بسته‌بندي، مناسب ترانسپورټ او د باوري برېښنا برابرول هم د محصولاتو د ضایعاتو په کمولو او د بڼوالو د عاید په ښه کولو کې مرسته کولای شي.