افغانه څېړونکې نازنین ولي له روم سوداګرۍ ښوونځي څخه تحصیلي امتیاز ترلاسه کړ

نازنین ولي، په جرمني کې مېشته افغانه رسنیزه فعاله او څېړونکې.

داسې مهال چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، یو شمېر یې له هېواده بهر خپلو علمي او مسلکي فعالیتونو ته دوام ورکوي. نازنین ولي وايي، دا امتیاز به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د هغې د ماسټرۍ د زده‌کړو یو څه لګښتونه کم کړي.

په جرمني کې مېشته افغانه رسنیزه فعاله او څېړونکې نازنین ولي وايي، د ایټالیا له روم سوداګرۍ ښوونځي څخه یې د «Go Global Incentive Grant» په نوم تحصیلي تخفیف ترلاسه کړی دی. نازنین ولي، چې مخکې یې د دویچه‌وېله له دري څانګې په ګډون، له یو شمېر رسنیو سره همکاري کړې وايي، دغه تحصیلي امتیاز به یې په یاد خصوصي بنسټ کې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د دې د ماسټرۍ د زده‌کړو یوه برخه لګښتونو راکم کړي.

نازنین ازادۍ راډیو ته وویل: «په افغانستان، قرغزستان، جرمني او د اروپا په نورو هېوادونو کې زما د فعالیتونو له امله دوی پرېکړه وکړه چې سږ کال دا جایزه ماته راکړي.» ازادۍ راډیو له روم سوداګرۍ ښوونځي څخه د نازنین ولي د منلو دا تحصیلي سند کتلی دی. د نازنین په وینا، له افغان خبریالانو سره د ډیجیټلي امنیت په برخه کې د زده‌کړو او روزنې په برخه کې د هغې مخکینۍ تجربې د دې لامل شوې چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې زده‌کړې غوره کړي.

نوموړې د زده‌کړو لیسانس دوره د مرکزي اسیا په امریکايي پوهنتون کې د ارواپوهنې په څانګه کې بشپړه کړې ده. نازنین په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې شویو نجونو ته سپارښتنه کوي، چې له شته امکاناتو د خپلو وړتیاوو د لوړولو لپاره ګټه واخلي: «زه د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې زېږېدلې یم. د یوې ماشومې په توګه داسې نړۍ ته معرفي شوم چې ښځو پکې هېڅ ځای نه درلود. که زه له هغه وخته تر نن ورځې دې ځای ته رسېدلې یم، نو ډاډه اوسئ چې تاسو هم کولای شئ.»

که زه له هغه وخته تر نن ورځې دې ځای ته رسېدلې یم، نو ډاډه اوسئ چې تاسو هم کولای شئ.
نازنین ولي، افغانه رسنیزه فعاله او څېړونکې

د ښځو د حقونو فعاله بنفشې یعقوبي وايي، له هېواده بهر د افغان ښځو د مسلکي فعالیتونو او لاسته‌راوړنو انعکاس نړیوالې ټولنې ته د دوی د وړتیاوو بېلابېل اړخونه ورښيي.

خو د نوموړې په باور، د ښځو انفرادي بریاوې په افغانستان کې د ښځو عمومي ستونزې نه شي هوارولای هغه وايي: «ټولې افغانې ښځې، چې په افغانستان کې دننه دي او بهر، له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره سره دې ډول لاسته‌راوړنو ته رسېږي. دا چاره نیغ په نیغه او په غیرمستقیم ډول د افغان ښځو ستونزمن وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام رااړوي. تصور وکړئ، که هره افغانه نجلۍ د کډوالۍ له ستونزمنو شرایطو سره سره خپلو وړتیاوو ته وده ورکوي، نو که په خپل هېواد کې له تبعیض، جنسیتي تاوتریخوالي او د امکاناتو له نشتوالي سره نه مخ کېدای، تر کومه بریده به یې پرمختګ او بریا خپله کړې وای.»

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او دغه شان په پوهنتونونو کې د دوی په لوړو زده‌کړو بندیز ولګېد او ښځې هم په ګڼو کاري برخو کې محدودیتونو سره مخ شوې.