ګډه سوداګریزه خونه وايي، په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د مالونو لیلام په موقت ډول درول شوی

د کراچۍ بندر ته نږدې د کانتینرونو ګودام. (انځور له ارشیف څخه)

افغان سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو وروسته د کراچۍ په بندر کې د مالونو د بند پاتې کېدو له امله یې درانه مالي زیانونه ګاللي دي. د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې دا ستونزه باید له قانوني لارو حل شي.

داسې مهال چې مخکې یو شمېر افغان سوداګرو ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په کراچۍ کې د خپلو بند پاتې مالونو د لیلامېدو خبره کړې وه، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، دغه بهیر په موقت ډول درول شوی، خو د پاکستان حکومت په دې اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د پاک - افغان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر، خانجان الکوزي، ازادۍ راډیو ته وویل، د وضعیت تر عادي کېدو پورې به دغه بهیر درېدلی وي: «په کراچۍ کې د افغان سوداګرو کانتینرونه چې د پاکستان حکومت لیلامول، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې په وړاندیز، د مشکلات تر حلېدو او د روابطو تر بېرته عادي کېدو پورې یې بهیر درېدلی، تر اوسه پورې په دې برخه کې اقدام نه دی شوی او نه لیلامېږي.»

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې یو شمېر افغان سوداګرو ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو بند پاتې مالونه لیلام ته وړاندې شوي دي.

دوی ادعا کړې وه، چې د پاکستان حکومت د خپلو زیانونو د جبرانولو لپاره د افغان سوداګرو مالونه لیلام کړي دي.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو او د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز فعالیتونه له جدي خنډونو سره مخامخ شول او د افغان سوداګرو زرګونه کانتینرونه د پاکستان په بېلابېلو بندرونو او سوداګریزو لارو کې بند پاتې شول.

وروسته، د جریمې په ورکړې سره یو شمېر دغه کانتینرونه په ډېرو لګښتونو د ایران له لارې افغانستان ته ولېږدول شول، خو یو شمېر نور یې لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

د یادونې ده، چې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په بند پاتې کانتینرونو کې غوړي، بوره، لاسي او صنعتي تختې، د کور وسایل او نور اړین مصرفي او صنعتي توکي شامل دي. د اوږدې مودې لپاره د کانتینرونو بند پاتې کېدو افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي او هغوی یې د ډیمریج (Demurrage) او ډیټنشن (Detention) لګښتونو له زیاتوالي او نورو لوژستیکي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ډیمریج (Demurrage) هغه پیسې دي چې د کانټینر د ټاکلې وړیا مودې له پای ته رسېدو وروسته، په بندر یا ترمینل کې د کانټینر د پاتې کېدو له امله اخیستل کېږي.

ډیټنشن (Detention) بیا هغه پیسې دي چې د کانټینر د ټاکلې وړیا مودې له پای ته رسېدو وروسته، له بندر یا ترمینل څخه بهر د کانټینر د ناوخته بېرته سپارلو له امله اخیستل کېږي.

افغان سوداګر میرویس وزیري، کټوازي ازادۍ راډیو ته وویل: «شخصاً زموږ ۱۱۸ کانتینرونه دي، چې خام مواد هم په کې شته او پاخه مواد هم. پاخه مواد مو غوړي او بوره دي. زموږ مالونه ډېر وو، شاوخوا ۵۰۰ کانتینرونه مو په کراچۍ، تورخم، غلام خان او چمن کې بند پاتې وو. درې نیم سوه ورځې ودرېدل. په دغو درې نیمو سوو ورځو کې ما د هرې لارۍ یوازې د توقف لپاره ۳۰ لکه کلدارې ورکړې دي.»

په دغو درې نیمو سوو ورځو کې ما د هرې لارۍ یوازې د توقف لپاره ۳۰ لکه کلدارې ورکړې دي.
میرویس وزیري کټوازی، افغان سوداګر

ښاغلی کټوازی زیاتوي، د ډیمریج او ډیټنشن د ستونزې له امله په پای کې دوی اړ شول چې ځینې کانتینرونه وپېري او ډېر زاړه خالي کانتینرونه یې هم په زرګونو ډالرو واخیستل.

د حقوقي چارو پوه نصرالله ستانکزی په دې باور دی، چې دا موضوع باید د قانوني مراجعو له لارې حل شي.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل: «زما په عقیده، یوازینۍ لار دا ده چې دغه سوداګر محاکمو ته مراجعه وکړي؛ که د پاکستان محاکم وي او که نورې نړیوالې مراجعې. دوی باید خپله ستونزه د یوې حقوقي او سوداګریزې دعوې له لارې مخته یوسي.»

ښاغلی ستانکزی وايي، د پاکستان حکومت په دې کار سره له افغانستان سره د ترانزیټ په برخه کې شوي تړونونه او همدارنګه نړیوال کنوانسیونونه، په ځانګړي ډول هغه کنوانسیونونه چې په وچه کې د ایسارو هېوادونو په اړه دي، تر پښو لاندې کړي دي.

د اقتصادي چارو پوهان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې رامنځته شوې ستونزه په ټوله کې د افغانستان اقتصاد ته لوی زیان بولي.

له دې ډلې، محمدبشیر دودیال ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا ستونزه نوې نه ده، بلکې د نوموړي په خبره، په تېرو پنځو، شپږو لسیزو کې هم د پاکستان له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ورته ستونزې رامنځته شوې دي: «دا د افغان سوداګرو لپاره یوه لویه خساره ده او په ټوله کې زموږ اقتصاد ته هم زیان رسوي. خو دا ستونزه نوې نه ده؛ په تېرو پنځوسو یا شپېتو کلونو کې هم دا ډول ستونزې موجودې وې. خدای دې وکړي چې افغانستان وکولای شي، له نورو لارو خپل سوداګریز مسائل حل کړي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د لیلام د بهیر د موقت درولو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د پاکستان له اړوندو سوداګریزو او حکومتي ادارو غوښتي، چې د بند پاتې کانتینرونو د ډیمریج او ډیټنشن لګښتونه معاف یا کم کړي؛ ځکه د دوی په خبره، د سوداګریزو لارو تړل کېدل د سوداګرو له ارادې پرته رامنځته شوي او هغوی یې له درنو مالي زیانونو سره مخامخ کړي دي.

دوی دا غوښتنه هم کړې، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د بند پاتې کانتینرونو د کره او بشپړو معلوماتو یو ډیټابیس جوړ او د لاسرسي وړ وګرځول شي، څو د کانتینرونو شمېر، د توکو ډول، د مالکانو مشخصات او د بند پاتې کېدو وضعیت په دقیقه توګه معلوم شي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د دواړو هېوادونو د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو له امله د پاکستان له خوا تړل شوې دي، خو د طالبانو حکومت هم اعلان کړی، چې د لارو بیا پرانیستل کېدل باید د پاکستان له تضمین سره مل وي، څو د سیاسي یا اقتصادي اختلافونو له امله بیا ونه تړل شي.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت د وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي)، په کوربه‌توب او ملاتړ تورنوي. دا هغه ډله ده چې پاکستان یې په خپله خاوره کې د بریدونو مسووله بولي.

اسلام‌اباد ادعا کوي، چې د دغې ډلې غړي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

خو طالب چارواکو په وار وار دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان وانه چوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو یوازې افغان سوداګر نه دي زیانمن کړي، بلکې پاکستاني سوداګرو او کاروباریانو ته یې هم درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر، یوسف افرېدي، د وږي (سنبلې) پر ۱۲مه په لنډي کوتل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو پاکستاني سوداګرو ته شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالره زیان رسولی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۱.۶۴۴ میلیارده ډالره د صادراتو او ۸۱۷ میلیونه ډالره د وارداتو په برخه کې زیانونه دي.