د رسنیزې ازادۍ د محدودېدو او د امنیتي ګواښونو په اړه د افغان خبریالانو اندېښنې

ارشیف، په افغانستان کې یوه ښځینه خبریاله چې د طالبانو حکومت له لوري د بندیزونو له لګولو وروسته اړه ده چې د ټلوېزیون پر پرده ماسک واغوندي او مخ پټ کړي.

په افغانستان کې خبریالان له محدودیتونو شکایت کوي او وايي چې له څار او ګواښ ډکې رسنیزې فضا دوی ناهیلي کړي دي.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې مېشت یو خبریال وايي چې رسنیزه فضا ورباندې دومره تنګه شوې چې په دې فکر کې دی چې خپله دنده پرېږدي.

هغه چې د امنیتي اندېښنو له امله‌یې نه‌غوښتل هویت‌یې څرګند شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې پر رسنیو لګېدلو محدودیتونو د اطلاع‌رسونې بهیر ستونزمن کړی او د خبریالۍ د دوام لپاره‌یې د هغه انګېزه کمزورې کړې ده.

دی زیاتوي: "کله چې د راپور جوړولو لپاره د پېښو سیمو ته ځو، هلته هم له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو. وضعیت تر دې ځایه رسېدلی چې که د کار بله زمینه راته برابره شي، ښايي خبریالي پرېږدو او بل کار ته مخه کړو."

د رسنیو د ملاتړ سازمانونه هم د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې ۵ کلونو کې لسګونه خبریالان نیولي او په ځانګړې توګه استخبارات د رسنیو په څارنه، ځپنه او د خبریالانو په ګواښلو تورنوي.

ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې چې دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د ډېری غونډو د خبري پوښښ اجازه نه‌لري.

یو له دغو بنسټونو، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) هم تأییدوي چې افغانستان کې رسنیزه فضا سخته محدوده شوې او خبریالان د څار او ګواښ تر سیوري لاندې کار کوي.

د دغه سازمان مشر حامد عبیدي د پنجشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۴مه» ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت له کلونو راهیسې د خبریالانو فعالیت او د رسنیو محتوا څاري او کنټرولوي یې: "د رسنیو ټوله محتوا په حقیقت کې د استخباراتو د ادارې له‌خوا څارل کېږي او د سانسور سپارښتنه‌یې کېږي. دوی په منظم ډول د مونیتورېنګ لپاره سیستم لري او ټولې خپرونې په منظم ډول مونیټور کېږي او څارل کېږي. یوازې هغې محتوا ته د خپرېدو اجازه ورکول کېږي چې د حاکمې ادارې په خوښه وي او د دوی د روایت یوه برخه وي."

ښاغلی عبیدي زیاتوي که چېرې د طالبانو د خوښې خلاف څه خپاره شي، نو خبریالان، د رسنیو مالکان او رسنیز کارکونکي استخباراتو ته احضارېږي او د نیول کېدو، تحقیقاتو او شکنجې راپورونه‌یې خپاره شوي دي.

په عین حال کې د بې‌پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) وايي، طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۷۷ خبریالان نیولي دي او د استخباراتو «۰۱۵» اداره‌یې د رسنیو په څارنې او ځپلو، د خبریالانو په ګواښلو او د رسنیزو مطالبو په کنټرولولو کې رول لري.

د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ دغه سازمان په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ‌یې خپور کړی، د څو افغان خبریالانو له قوله د هغوی د نیولو، پوښتنو ګروېږنو او شکنجې په اړه معلومات ورکړي دي.

د راپور له مخې، دغه خبریالان د جاسوسۍ او د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تورونو نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دغه تورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې د دې ډلې استخباراتي ادارې د قانون له مخې فعالیت کوي او هېڅوک په خپل سر نه‌نیول کېږي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان مخکې ویلي و چې ښځینه خبریالانې له رسنیو تقریباً حذف شوې دي، د رسنیو د مسلکي کسانو په مجرم پېژندلو سره، د طالبانو چارواکو هڅه کړې چې د معلوماتو پر بهیر بشپړ کنټرول ټینګ کړي.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د ځپنې په اړه خبر ورکړی و او اندېښنه څرګنده کړې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت، یوناما د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۱۵مه په خپل راپور کې د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو د دوام او د څو رسنیو د فعالیتونو د ځنډېدو خبر ورکړ.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي‌پي‌جې) د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په ۱۴مه په خپل راپور کې پر خبریالانو د فشارونو د زیاتېدو، د هغوی د نیولو او وهلو ټکولو، سانسور، د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو د محدودیتونو، د انټرنټ د پرې کېدو او د افغان خبریالانو د جبري کډوالۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول هغه قوانین او مقررات لغوه کړي چې د رسنیو ازادي محدودوي او ویلي چې په سلګونو افغان خبریالان د دې ځپنې څخه د تېښتې، د خپل ژوند د ژغورلو او د خپل کار د دوام لپاره اړ شوي چې له هېواده ووځي.