له خیبرپښتونخوا اخراج شوي افغانان وايي له ګورنر راج وروسته د شپې چاپې زیاتې شوې دي

افغان کډوال د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې خپل وسایل په یوه موټر کې باروي څو افغانستان ته ستانه شي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګورنر راج یا والي واکمنۍ له نافذیدو راهیسې پر افغان کډوالو فشارونه ډېر او د اخراج لړۍ چټکه شوې. په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو شورا هم د کډوالو په وړاندې د اقداماتو زیاتېدل تاییدوي.

محمدګل چې تازه د تېرې اکټوبر په ۲۶مه له خیبرپښتونخوا نه اخراج شوی وايي په دې ایالت کې د ګورنر راج یا د والي د واک له نافذېدو وروسته کډوالو ښه ورځ نه ده لیدلې. هغه وایي «پولیس به راتلل، رینجر به راتلل، د شپې به یې چاپې وهلې، دوه بجې، درې بجې، دوی به راتلل او افغانان به یې نیول، د ورځې وضعیت ډېر بد نه وو خو د ګورنر راج له نافذېدو وروسته وضعیت ډېر خراب شوی دی.»

له خیبر پښتونخوا نه یو بل ستانه شوي افغان کډوال نورالله هم ورته خبره وکړه. هغه ازادي راډيو ته وویل: «موږ مخکې په پنجاب کې اوسېدو بیا چې هلته وضعیت ډېر خراب شو، راغلو خیبر پښتونخوا ته خو اوس چې هلته هم ګورنر راج نافذ شو نو د کډوالو د نیولو او ډیپورټ لړۍ ورسره تېزه شوه، موږ یې هم تازه راډیپورټ کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا له وړاندې د دې هیواد له بیلابیلو ایالتونو نه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې شاوخوا ۲.۷۴ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د والي واکمنېدو له پيل را دې خوا پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د پېژندلو او بیرته ستنولو لپاره د پراخو عملیاتو چمتوالی نیولی.

په راپور کې د دغو عملیاتو د پيل نیټه، یکشنبه د نومبر لومړۍ نیټه ګڼل شوې. هغه نیټه چې افغان کډوالو ته د خپلې خوښې ستنېدو ورکړل شوی تازه مهلت په کې پای ته ورسېد.

د ورځې وضعیت ډېر بد نه وو خو د ګورنر راج له نافذېدو وروسته وضعیت ډېر خراب شوی دی.
محمدګل، له خیبرپښتونخوا اخراج شوی افغان کډوال

وړاندې راغلي چې دغه عملیات به د ۱۲۰ ځانګړو ډلو له خوا ترسره کیږي، له دې ډلې به ۵۰ امنیتي ډلې په ښارونو او پاتې نورې به یې په لیرو پرتو سیمو کې د افغانانو د نیولو او پېژندلو لپاره پلټنې کوي.

ډان ورځپاڼې ویلي چې په دې عملیاتو کې به امنیتي ځواکونه، پولیس، فدرالي استخباراتي ادارې او د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو اداره (FIA) برخه واخلي.

خو په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د سرتاسري شورا مسوول بریالي میاخیل د نومبر په ۲مه ازادي راډيو ته وویل چې په دې ایالت کې که څه هم افغان کډوال د دغه اعلان له خپرېدو وروسته له سختو اندېښنو سره مخ دي خو په خبره یې په پراخه کچه دغه عملیات لا نه دي پیل شوي.

هغه وویل که څه هم د نومبر په اوله په سوات کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات شوي خو په خبره یې په تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله نیول شوي کسان چې تورخم ته ډیپورټ لپاره استول شوي وو بیرته د پېښور زندانونو ته انتقال شوي دي.

هغه وویل: «افغانان خو ډېر زیات اندېښمن دي، حکومت اعلان کړی چې دوی ۱۲۰ ډلې جوړې کړي دي، چې په دې کې به ۵۰ په ښارونو او ۷۰ نورې په کلیو کې عملیاتونه کوي، تازه یې په سوات کې عملیات کړي او افغانان یې نیولي خو دا چې په تورخم کې جګړه وه نو دوی یې له تورخم بیرته راوګرځول او زندانونو ته یې واستول.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ خبرداری ورکړی چې له ګاونډیو هیوادونو نه افغانستان ته د کډوالو پراخه ستنېدنې د دې هیواد په کمزوري اقتصاد او د کار پر بازار فشارونه زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ډیری ستنې شوې کورنۍ له لږو یا هیڅ ډول شتمنیو پرته افغانستان ته ځي او په لرې پرتو سیمو کې په خیمو او لنډمهالو سرپناوو کې ژوند کوي چې د پاکو اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو او د پېژندنې د اسنادو نشتوالی د دغو کورنیو ستونزې لا زیاتوي.

د یو این ایچ سي ار د شمېرو له مخې دا مهال شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان لا هم په پاکستان کې میشت دي.