د ژمي په رارسېدلو سره د معلولو کسانو اقتصادي ستونزې لا زیاتې شوې دي

انځور له ارشیف څخه

په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان له سختو اقتصادي ستونزو او د ټولنیز ملاتړ له کموالي کړېږي. دوی وایي سره له دې چې د خپلو کورنیو سرپرستي یې پر غاړه ده، بې کاره دي او د دولت له خوا شته ملاتړ د دوی ټولې ستونزې نه شي هوارولی. د معلولینو د حقونو فعالین هم دا وضعیت بوږنوونکی بولي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ملنګ خان چې په ښي لاس معلول او د خپلې لس کسیزې کورنۍ سرپرست دی وایي یو خوا د هوا سړېدو ته اندېښمن دی او بلخوا بې کاره او له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي. ملنګ خان وړاندې ازادي راډیو ته زیاته کړه: «موږ معلول یو خو د کار وړتیا لرو، خو څوک کار نه راکوي، بلخوا اوسني وخت کې مو اقتصادي ستونزې زښته زیاتې دي، د معلولینو حال ډېر بد دی ځکه هېڅ څوک او موسسه مو هم مرسته نه کوي، دولت ډېر کم امتیاز چې هغه میاشت کې ۳ زره افغانۍ راکوي، هغه هم کال کې ۹ میاشتې مو دا حقوق راکوي او پاتې درې میاشتې یې نه راکوي، چې په هغه مو هېڅ هم نه کېږي.»

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی او معلول ۳۵ کلن محمد ابراهیم میاخېل چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرست دی هم ورته ستونزې ګالي. ابراهیم ازادي راډیو ته وویل چې نه یوازې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، بلکې سرپناه هم نه لري. «زه خپله کار نه شم کولای، او د نفقې ګټلو بل څوک زه نه لرم، او ژوند همدې مشقاتو کې تېروو، تېر جمهوري نظام کې د موږ په نوم د کورونو نمرې جدول شوې وې، امارت (طالبانو) نه مو غوښتنه ده چې موږ ته هغه نمرې راکړي، ځکه موږ یو خوا سرپناه نه لرو، بل کار او روزګار نه شو کولای، بلخوا معلول یو.»

د دغو معلولینو په وینا، پخوا یې هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره ژوند کاوه، خو اوس د دولتي مالي مرستو د کمېدو له امله د دوی وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

موږ معلول یو خو د کار وړتیا لرو، خو څوک کار نه راکوي.
ملنګ خان، د ننګرهار اوسېدونکی

په ورته وخت کې، د معلولینو د حقونو یو شمېر فعالین هم د معلولینو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

په کابل کې د معلولینو د شورا مشر امین الله توخي ازادي راډیو ته وویل چې زرګونه معلولین او کورنۍ یې بوږنوونکي وضعیت کې ژوند کوي.

هغه وویل، دوی کې داسې کسان هم شته چې یو څاښت ډوډۍ ته حیرانه وي: «موږ له ۱۹۹۲ کال راهیسې د معلولینو په برخه کې کار کوو، پخوا مو یو څه لاسته راوړنې لرلې، خو اوسنۍ دوره کې صفر یو، موږ څو ځلې ملګرو ملتونو او دولت ادارو ته ورغلو، خو هېڅ چا مو مرسته ونه کړه، د دویمې ربع معاشونه چا تر اوسه نه دي اخیستي، له ولایتونو هم معلولین چې راته زنګ وهي، زه وایم چې تر اوسه یې هېڅ درک نشته، ډېری کورونه هم نه لري، او د خپلو ماشومانو سرپرستان دي، هېڅ څوک یې غږ نه اوري، نه پوهېږو چې له خپلې غوښتنې مطرح کړو.»

دی ټینګار کوي چې معلولین یوازې خواخوږۍ ته اړتیا نه لري، بلکې په خبره یې باید د کار زمینه، منظمې مالي مرستې، روغتیایي اسانتیاوې او د ژوند په بېلابېلو برخو کې د ګډون مساوي فرصتونه ورته برابر شي.

هڅه مو وکړه راپور کې د مرکه شویو کسانو د اندېښنو، غوښتنو، ادعاوو او شکایتونو اړوند د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې فیصل خاموش د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روان میلادي کال د سپټمبر په لومړیو کې کورنیو رسنیو ته ویلي چې تېر کال یې د کونډو او یتیمانو په ګډون ۶۵۰ زره معلولینو ته ۱۲،۶ میلیارد افغانۍ د بانکي سیسټم له لارې وېشل شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت د تېر ۲۰۲۵ کال ډسمبر کې اعلان کړی و چې د ټول هېواد په کچه له دوی سره ۱۸۳ زره معلولین ثبت دي، خو د روغتیا نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو دا شمېر څو برابره لوړ بللی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) په خپلو راپورونو کې د افغان معلولیت لرونکو وګړو شمېر ۸ لکه خو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو بیا ۱.۵ میلیونه یاد کړی دی.