د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو ورځ: افغان خبریالان له محدودیتونو، ګواښونو او تبعیض څخه شکایت کوي

انځور له ارشیف څخه

نن، د نومبر پر دویمه، چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو عاملانو ته د معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ ده، یو شمېر افغان خبریالان وايي، پر رسنیو محدودیتونو، ګواښونو او تبعیض یې مسلکي فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی د خپل خوندیتوب او خوندي کاري چاپېریال غوښتنه کوي.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې میشت یو خبریال چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل هویت یې څرګند شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې پر رسنیو لګېدلو محدودیتونو د اطلاع رسونې بهیر ستونزمن کړی او د خبریالۍ د دوام لپاره یې انګېزه کمه کړې ده. هغه وایي «کله چې د راپور جوړولو لپاره د پېښو سیمو ته ځو، هلته هم له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو. وضعیت تر دې ځایه رسېدلی چې که د کار بله زمینه راته برابره شي، ښايي خبریالي پرېږدو او بل کار ته مخه کړو.»

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د امنیت وضعیت په تدریجي ډول محدود شوی دی.

د خبریالانو نیول او ګواښل، سانسور، د خپلواکو رسنیو تړل، د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه او معلوماتو ته نه لاس رسی، هغه مهمې ننګونې دي چې یو شمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په خپلو راپورونو کې ثبت کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر، یوناما، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۵مه په خپل راپور کې د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو د دوام او د څو رسنیو د فعالیتونو د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، CPJ، د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۴مه په خپل راپور کې پر خبریالانو د فشارونو د زیاتېدو، د هغوی د نیولو او وهلو ټکولو، سانسور، د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو د محدودیتونو، د انټرنېټ د پرې کېدو او د افغان خبریالانو د جبري کډوالۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، AFJC، د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۸مه په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونو لږترلږه ۲۰۷ پېښې، د دوو خبریالانو وژل کېدل، د ۲۱ خبریالانو نیول او د لږترلږه ۲۱ سیمه‌ییزو ټلوېزیونونو تړل ثبت کړي دي.

دغه مرکز د سانسور د زیاتېدو او د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو د محدودیتونو د پراخېدو خبر هم ورکړی دی.

په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي چې د رسنیو پر فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه د دوی لپاره له جنسیتي تبعیض سره هم مل دي.

د افغانستان په لوېدیځ کې یوې ښځینه خبریالې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل: «هره ستونزه چې په عمومي ډول د خبریالۍ په ډګر کې موجوده وي، موږ ښځې یې لس برابره تجربه کوو، ډېر ځله داسې شوي چې زما نارینه همکار ته یې خبري غونډې ته د ننوتلو اجازه ورکړې، خو ماته یې یوازې د ښځې توب له امله اجازه نه ده راکړې. ان ځینې مسوولان زما پیغامونو ته ځواب نه راکوي او وايي چې خپل نارینه همکار راولېږه، څو ورسره مرکه وکړو.»

دا خبریاله وايي چې دا ډول چلند د دې لامل شوی چې ځینې ښځینه همکارانې یې د یو شمېر راپورونو له جوړولو ډډه وکړي او ځینو نورو بیا د انګېزې د له لاسه ورکولو له امله د خبریالۍ مسلک پرېښی دی.

هره ستونزه چې په عمومي ډول د خبریالۍ په ډګر کې موجوده وي، موږ ښځې یې لس برابره تجربه کوو.
د افغانستان په لوېدیځ کې یوه ښځینه خبریاله

دا په داسې حال کې ده چې په یوه تازه مورد کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۴مه په ټول افغانستان کې په دري، پښتو او انګلیسي ژبو د بي بي سي د اېف اېم خپرونو د بندېدو خبر ورکړی دی.

د خبریالانو پر فعالیتونو د لګېدلو محدودیتونو او د شویو نیوکو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو هغه وړاندې تر دې په وار وار ویلي چې دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکات کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي.

نوموړي دغه راز ادعا کړې چې په افغانستان کې هېڅ خبریال له خپلې دندې سره د تړلو دلایلو له امله له ناوړه چلند سره نه دی مخ شوی او نه هم زنداني شوی دی.

خو له دې سره سره، په ۲۰۲۶ کال کې هم په افغانستان کې یو شمېر خبریالان ونیول شول.

په دوی کې د طلوع نیوز ټلوېزیون دوه خبریالان، منصور نیازي او عمران دانش، شامل دي چې د مې په میاشت کې په کابل کې نیول شوي وو، او له څه مودې بند وروسته بېرته خوشې کړل شول.

د پیګرد خبري اژانس مسوول، جاوېد نیازي، هم په همدې کال کې له شاوخوا دوو میاشتو بند وروسته خوشې شو.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان، امسو، وايي چې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت چارواکو د خبریالانو د فعالیتونو د اسانتیا لپاره کوم اغېزناک ګام نه دی پورته کړی، بلکې په ډېرو مواردو کې په خپله پر خبریالانو د فشار، سپکاوي، تحقیر او سانسور عاملان پاتې شوي دي.

د دغه سازمان مرستیال، بصیر احمد دانشیار، وايي: «نړیوال بنسټونه مکلفیت لري چې پر اوسني حاکمیت لا ډېر ډیپلوماتیک فشارونه راوړي، څو د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو عاملان ځواب ویلو ته اړ کړي او نور پر خبریالانو ګواښونه، وېرول، فشارونه او سانسور تحمیل نه کړي. همدا یوازینۍ لار کېدای شي چې اوسنی وضعیت د ښه کېدو پر لور بوځي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې په ۱۷۵م ځای کې راوستی دی.

د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده؛ هغه چې د خبریالانو د امنیت پر اهمیت او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملانو پر ځواب ویلو ټینګار کوي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان، یونسکو، د سږ کال د دې ورځې شعار «ګواښونه بدلېږي، خو له مجازاتو معافیت دوام لري» اعلان کړی دی.

یونسکو وايي، سره له دې چې خبریالان له بېلابېلو او بدلېدونکو ګواښونو او خطرونو سره مخ دي، خو د دغو جرمونو عاملان لا هم په ډېرو مواردو کې له مجازاتو خوندي پاتې کېږي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې باید د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو عاملان ځواب ویلو ته اړ شي او د دغو جرمونو د بې‌ځوابه پاتې کېدو لړۍ پای ته ورسېږي.