نن د ویګان نړیواله ورځ ده، ډېری افغانان ویګان نه دي خو بې‌ وزلي نباتي خوړو ته اړ ایستلي

انځور له ارشیف څخه

د نومبر لومړۍ نېټه د ویګان (Vegan) نړیواله ورځ ده. ویګان هغه کسان دي چې د حیواني محصولاتو پر ځای له سبزیجاتو او حبوباتو استفاده کوي. خو په افغانستان کې کوم خلک او ولې د غوښې پر ځای له کرنیزو محصولاتو د خوړو لپاره استفاده کوي؟

افغانستان کې ډیری کسان د حیواني محصولاتو پر ځای له سبزیجاتو او حبوباتو استفاده کوي، که څه هم دوی، ویګان نه دي. ویګان (Vegan)، هغوی چې له حیواني محصولاتو لکه، غوښې، هګیو، شیدو او عسلو استفاده نه کوي، او له دې کار یې موخه له حیواناتو ملاتړ، د نباتي خوړو په اړه پوهاوی او له چاپیریال ساتنه ده.

نن د نومبر لومړۍ نېټه د ویګان نړیواله ورځ (World Vegan Day) ده، دا ورځ په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې د ویګن ټولنې له خوا د دغه بنسټ د پنځوسمې کلیزې په مناسبت نومول شوې.

دا ورځ خلکو ته د پوهاوي او له سبزیجاتو او حبوباتو د استفادې په هدف د دوی د هڅونې په مانا ده. اوس پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې چې خلک ویګان هم نه دي ولې د دغه هیواد ډیری اوسېدونکي، د حیواني محصولاتو پر ځای له سبزیجاتو او حبوباتو استفاده کوي؟

ازادي راډیو چې له یو شمیر دوی سره خبرې وکړې، دوه عمده لاملونه یې وموندل، بې وزلي او په کرنه د اکثریتو دوی بوختیا. د مرکه شویو له ډلې د کابل د احمد شاه بابا مینې (ارزان قیمت) اوسېدونکې جمیله وايي، زوی یې هر ماښام بت خاک یا ماموریت څلور لارې ته څیرمه د سبزیو بازار ته ځي او د پخلي لپاره یو څه راوړي.

جمیله وايي، سبزي او حبوبات د غوښې په پرتله ورته ډیر اقتصادي پریوځي هغه وایي: «غوښه قیمته ده، وسه مو ورته نه رسېږي، که هغه د چرګ وي که د غويي وي یا د پسه، ډیره سبزي پخوو، بامیه، بانجان، فاصلیه (شنه لوبیا) یا لوبیا، نسک، نخود دا پخوو، غریبي ده، وس مو نه کېږي، کاروبار نشته، ځکه دا شیان پخوو.»

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ د روان لمریز کال د عقرب میاشتې د نرخ نامې پر بنسټ دا مهال د کابل په بازارونو کې یو کیلو لوبیا په ۸۶ افغانۍ، یو کیلو نخود په ۶۸ افغانۍ، یو کیلو دال نخود په ۶۲ افغانۍ، یو کیلو مۍ په ۵۲ افغانۍ خو یو کیلو نرۍ وریجې بیا تر ۱۱۰ افغانیو پورې دي.

جمیله بیا وايي، سبزیو کې بامیه او فاصلیه (شنه لوبیا) د دوی په سیمه کې کیلو په ۵۰ افغانۍ، بانجان کیلو په ۴۰ افغانۍ او پالک او ګندنه بیا ګيدۍ په لس افغانۍ دي.

داسې مهال چې د دې په خبره حیواني محصولات یو څه ګران دي، لکه د پسه غوښه کیلو په ۵۰۰ افغانۍ، د خوسي یو کیلو په ۴۵۰ افغانۍ، او چرګ یو دانه له ۲۵۰ تر ۳۵۰ افغانۍ پورې دی.

غوښه قیمته ده، وسه مو ورته نه رسېږي... غریبي ده، وس مو نه کېږي، کاروبار نشته، ځکه دا شیان پخوو.
جمیله، د کابل د احمدشاه بابا مینې اوسېدونکې

شیدې بیا د کابل په بازارونو کې کیلو په ۶۰ افغانۍ، مستې کیلو په ۵۰ افغانۍ او د چرګې هګۍ یو دانه ۹ تر ۱۰ افغانۍ ده.

د کابل د خاک جبار ولسوالۍ اوسېدونکي سعیدخان بیا ازادي راډیو ته وویل، کوم کسان چې کروندې لري هم د حیواني محصولاتو پر ځای تر ډیره له سبزیو او حبوباتو استفاده کوي هغه ازادي راډیو ته وویل: «تر ډیره پورې دوی هم د خپلو ځمکو کوم حاصلات یې چې دي، لکه بانجان، الوګان، لوبیا، فاصلیه (شنه لوبیا)، همدا استفاده کوي ځکه د خپل پټي یې دي، هغه بله ورځ زه وردګو ته ولاړم، جلریز ته، ډیرې ښځو بیا هلته خودرویه سابه راټولول.»

خو د تغذیې د برخې ډاکټران د دواړو خوراک هم د نباتي او هم د حیواني محصولاتو د انسانانو لپاره ګټور او اړین بولي.

د دې برخې متخصص ډاکټر، نجیب الله غالب ازادي راډیو ته وویل: «سبزيجات ډیر ښه ویټامینونه او منرالونه (وسپنه، کلسیم، پوتاشیم، مګنیزیم، فاسفورس، زنک، منګنیز) لري، او کله چې مونږ د ویټامین یا منرال له کمښت سره مخ شو، بیا زمونږ د وجود عمومي معافيتي (مقاومتی) سیستم ښکته ځي او یو ډیر معمولي مکروب هم زمونږ په وجود اغیز کولای شي او ناروغان کېږو، او حبوبات بیا له منرالونو او ویټامینونو سربیره امینو اسید لري، (هغه کمیاوي ماده) چې د وجود د عضلاتو، هډوکو او مفاصلو د ودې لپاره ډیر مهم دي.»

ډاکټر غالب هم مهاله د حیواني محصولاتو د خوراک د ګټو خبره هم کوي او زیاتوي، چې لبنیات د پروتین، ویټامینونو او دغه شان فسفر یوه ښه منرالي منبع ده او غوښې هم خپل ویټامینونه، پروتین، وسپنه او نور مهم غذايي مواد لري، چې خوراک یې د هر انسان لپاره مهم دی.

په ورته وخت کې د کرنې او چاپیریال ساتنې د برخې پوه ساحل دوران بیا د سبزیجاتو او حبوباتو د کر او چاپیریال ته یې د ګټې خبره کوي، هغه چې ویګن هم پرې ټینګار لري: «د نباتي خوړو زیات استعمال کولی شي د کرنې په برخه کې د شنو خونو د ګازونو د خپرېدو د کمښت لامل شي (هغه ګازونه دي چې د ځمکې په اتموسفیر کې تودوخه ساتي او د ځمکې د تودوخې د زیاتېدو لامل کېږي)، همدارنګه د خاورې د ښه حاصل ورکولو په برخه کې که مونږ وګورو، د لوبیا، نخودو او نورو دانه لرونکو نباتاتو په ریښو کې ځني باکتریاوې یا مکروبونه له هوا څخه نایتروجن تثبیتوي، نو دا هم د چاپیریال ساتنې په برخه کې ډیره مرسته کولای شي، همدارنګه د اوبو او طبیعي سرچینو مدیریت دی.»

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري په دې وروستیو کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان اتیا سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

مخکې د تېر جمهوري نظام چارواکو هم دا خبره کړې، چې دې ته پام افغانانو ته هم له کرنیزو محصولاتو لکه سبزیجاتو او حبوباتو او هم حیواني محصولاتو دواړو استفاده له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په مانا ده.

خو په وروستیو څو کلونو کې وچکالۍ، سیلابونو او نورو طبیعي پېښو، دغه شان ګاونډي پاکستان سره د لارو تړل کېدو، دا دواړه برخې سخت ځپلي دي، چې د پالونکو په خبره یې ملاتړ او لاسنیوی یې پکار دی.