د ژمي په درشل کې د سون توکو ګرانښت؛ کابلیان وايي د لرګیو د پېرلو وس نه لري

په کابل کې د سون لرګیو یو پلورونکی. انځور له ارشیف څخه

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي له رانږدې کېدو سره د سون لرګیو او ډبرو سکرو بیې لوړې شوې او د ژمي لپاره یې چمتووالی ستونزمن کړی دی. په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د امارتي شرکتونو لوی ریاست خلکو ته په ارزانه بیه د سون لرګیو د عرضه کولو اعلان کړی دی.

د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکی عبدالوکیل وايي، د سون لرګیو او ډبرو سکرو د بیو لوړېدو د ګڼو کورنیو لپاره د ژمي د اړتیاوو برابرول ستونزمن کړي دي. هغه ازادي راډیو ته وویل: «خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، پیسې نشته، کاروبار نشته، تېر کال که یو چا یو خروار لرګي اخیستل، سږ کال د لس او شلو منو د اخیستلو توان هم نه لري.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی انعام‌الله هم ورته شکایت لري. هغه وايي، نه یوازې د سون لرګیو بیې لوړې شوې، بلکې ارچه لرګي هم په بازارونو کې په سختۍ پیدا کېږي. «ولا د تېر کال په پرتله بیې ډېرې لوړې شوي دي، زه خپله راغلی یم دلته د لرګو د اخیستلو لپاره خو چې بیې یې ګورم هېڅ مې توان نه رسېږي، او بل دا چې بلوط او ارچه هېڅ پیدا کېږي هم نه.»

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي او ګڼې کورنۍ د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په همدې حال کې د کابل ښار د لرګیو او ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي هم تاییدوي چې د تېر کال په پرتله د سون‌توکو بیې لوړې شوې دي.

د لرګیو یوه پلورونکي فضل وهاب ازادي راډیو ته وویل: «بلوط لرګی به مخکې په اوه یا اته زره وو، خو سږ کال یې بیه ۱۲ زره افغانۍ ده، د ډبرو سکاره هم همداسې در واخله تېر کال د یو ټن بیه ۶ یا شپږ نیم زره وه خو اوس یې بیه یولس نیم زره افغانیو ته رسېدلې ده.»

دوی د ټرانسپورټي لګښتونو او تقاضا زیاتوالی د لرګیو او ډبرو سکرو د بیو د لوړېدو اصلي لاملونه بولي.

د پلورونکو د معلوماتو له مخې، د یوه خروار بلوط لرګیو بیه چې تېر کال شاوخوا اوه تر اته زرو افغانۍ وه، اوس دولسو زرو افغانیو ته رسېدلې ده.

تېر کال که یو چا یو خروار لرګي اخیستل، سږ کال د لس او شلو منو د اخیستلو توان هم نه لري.
عبدالوکیل، د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکی

یو خروار په ټولیز ډول له ۵۶۰ کیلوګرامو سره برابر دی.

د ډبرو سکرو بیې بیا د پلورونکو د معلوماتو له مخې، یو ټن چې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه کیږي له شپږو تر شپږ نیم زرو افغانیو څخه یوولس نیم زرو ته لوړې شوې دي.

د سون لرګیو او ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي اندېښنه لري چې که د طالبانو حکومت د بیو د کنټرول او بازار ته د سون‌توکو د زیاتې عرضې لپاره اقدامات ونه کړي، ښايي په راتلونکو سړو میاشتو کې بیې نورې هم لوړې شي.

د لرګیو او ډبرو سکرو یو بل پلورونکي عبدالله خان ازادي راډيو ته وویل: «که اسلامي امارت د سون توکو د بیو د لوړېدو مخه ونه نیسي، نو دا بیې نورې هم لوړېږي، که وضعیت همداسې روان وي په راتلونکې یوه یا دوه میاشتو کې به د لرګو بیه ان ۱۳ یا ۱۴ زره افغانیو ته ورسېږي او د ډبرو سکاره چې اوس په یولس زره او ۵ سوه افغانۍ ټن پلورل کېږي دا به هم ۱۳ یا ۱۴ زرو ته ورسېږي.»

که څه هم د سون لرګیو او ډبرو سکرو د بیو د لوړېدو او د کنټرول لپاره یې د اقداماتو په اړه د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د حکومت د امارتي شرکتونو لوی ریاست تازه اعلان کړی چې د ژمي په موسم کې به خلکو ته په ارزانه بیه سون لرګي عرضه کړي.

دغه ریاست د اکتوبر په ۲۸مه پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه خبرتیا کې ویلي چې سږ کال به د امارتي ادارو او عامو خلکو لپاره د اړتیا وړ سون لرګي، په ځانګړي ډول ارچه او بلوط، یو خروار په ۸۵۰۰ افغانیو عرضه کړي.

خو تر اوسه روښانه نه ده چې د امارتي شرکتونو له لوري اعلان شوي ارزانه لرګي به کله، په کومو مرکزونو او په څومره اندازه خلکو ته ورسول شي.

د کابل د هغو کورنیو لپاره چې د سون لرګیو د پېرلو وس نه لري، د ژمي رانږدې کېدل یوازې د سړې هوا اندېښنه نه ده، بلکې د خپلو کورونو د تودولو لپاره د پیسو د برابرولو ستونزه هم ورسره مل ده. اوس د دوی سترګې دې ته دي چې د ارزانه سون لرګیو د عرضه کولو اعلان به کله عملي شي او ایا د ژمي له سختې یخنۍ مخکې به د اړتیا وړ لرګي ترلاسه کړای شي او کنه؟