دوست محمد دی.
دوست محمد چې د افغاني غالیو اوبدونکی او د یو کار ځای مسول دی وایي له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې دی، مور خویندې او اکثره خپل خپلوان یې په ګډه د بلخ ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې غالۍ اوبي او نړیوالو بازارونو ته یې رسوي.
ده د دې کار د بهیر په اړه وویل: «لومړنی څه چې کوو، ریخته ګري، ډیزاینینګ یې کېږي، رنګ او بیا د غالۍ ګراف جوړېږي، بیا اوبدونکي ته ویل کېږي چې د همدې ګراف له مخې باید غالۍ و اوبي، چې له کارګاه راووځي، مثلا یوې دوه پر درې متره غالۍ کې ۳۵ کیلو وړۍ، ارغاش او نور توکي کارول کېږي، دا بیا موږ مینځو او پرداز ورکوو، قیچي او شا یې سوځوو، څونډي یې جوړوو او پلور ته یې چمتو کوو، ډېر زیات زحمت پرې ایستل کېږي.»
دوست محمد وایي اوبدونکي له اړونده دکاندارانو او شرکتونو چې دوی ته فرمایش ورکوي، د غالیو د مختلف ډول او کیفیت پر اساس خپل مزد اخلي.
خو وایي دا اوبدونکي ډېری هغه کلیوالې ښځې دي چې له همدې لارې د خپلو کورنیو نفقه برابروي. د دوست محمد ورونه بیا کابل کې دکان لري او په بدخشان، کندوز، بلخ، جوزجان، فاریاب او څو نورو ولایتونو کې دا غالۍ چې اکثره یې د افغان ښځو او نجونو په ګوتو په دودیزه توګه اوبدل شوي، له دې ځایه په مختلفو ترانزیټي لارو بهر صادروي.
د افغاني غالیو د دغه دکان یو مالک ایشان قاري زاده ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله اوس یې پلور ډېر نه دی او مختلفې ننګونې یې سبب بولي: «موږ اوس دا غالۍ په جلا جلا توګه لېږو، په دې معنا چې یو ځل یې د لوکل (سیمه ییزې) کارګو له لارې تر دوبۍ رسوو، هلته بیا نړیوال شرکتونه شته چې نړیوالو هېوادونو پورې وصل دي، افغانستان کې اوس کارګو ډېره سخته او بیې یې ګرانې دي، اوسط ډول باندې کال کې له ۱۰۰ تر ۵۰۰ تختې بهر لېږو، د صادراتو له درکه یې فعلا موږ هومره چې زحمت پرې باسو، عاید ترې تر لاسه کولای نه شو، د تېرو (۵) کلونو په پرتله مو اوس لګښت دوه چنده زیات شوی، مخکې مو پر غالۍ یو کیلو پنځه یا شپږ ډالر ورکول او تر ۱۱ ډالرو ورکوو.»
د افغانستان غالۍ د هېواد له مشهورو دودیزو او صادراتي محصولاتو څخه دي.
دا غالۍ د لاسي اوبدلو، د وړیو د کیفیت، ښکلو نقشونو او تاریخي هنر له امله په نړیوال بازار کې ځانګړی ارزښت لري.
د تېرو پنځو کلونو په پرتله مو اوس لګښت دوه چنده زیات شوی، مخکې مو پر غالۍ یو کیلو پنځه یا شپږ ډالر ورکول او تر ۱۱ ډالرو ورکوو.ایشان قاري زاده، د افغاني غالیو د یوه دکان مالک
بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونه د غالیو د اوبدلو له مهمو او ډېرو افغاني غالیو تولیدونکې سیمې بلل کېږي.
په کابل کې د کارګو یا یو لېږدونکي شرکت مسول سهیل حسین زاده وایي چې که څه هم په کور دننه د افغاني اصیلو غالیو ډېرو دکانونو او کارګاوو سره تړونونه لري.
خو په خبره یې تر دوبۍ پورې له هوایي لارې او بیا له هغه ځای اروپایي او امریکایي هېوادونو ته د دریمو قراردادي شرکتونو په وسیله یې استوي چې له ډېرو ننګونو سره مخ دي.
سهیل ازادي راډیو ته وویل چې په منځنۍ اسیا کې وروستي امنیتي وضعیت پر دې انتقالاتو څو چنده منفي سیوری غوړولی دی:
«موږ ته چې مشتریان مو څلور پنځه تخته غالۍ راوړي، موږ دا ټولې یو ځای کوو، بیا یې له هوایي لارې تر دوبۍ پورې لېږو، بیا یې هلته نړیوالو کارګوګانو ته تسلیموو، نړیوالو کمپنیو کې اکونټ لرو، بیا یې هغوی له هغه ځای نړۍ ته استوي، افغانستان کې چې کومې کارګو ګانې کار کوي، دا (UPS) کمپنۍ دي، ځکه د (DHL) او نورو بیې لوړې دي، هغه ته د موږ وس نه کېږي، پنځه کاله مخکې په مراتبو دا لېږدونه ډېره ښه وه، اوس د امریکا او ایران او عربستان او یمن د جګړو له امله لګښتونه ډېر لوړ شوي.»
هڅه مو وکړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر ولرو چې په دې وروستیو کې یې له کومو لارو او څومره اندازه افغاني غالۍ له افغانستان بهر نړیوالو بازارونو ته صادر کړي او څومره کلنی عاید لري؟
خو ویاند یې محمد اصف الیاس د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې. خو د طالبانو حکومت دې ادارې وړاندې ویلي چې تېر ۲۰۲۴ کال کې یې د شاوخوا ۳٬۶۳۰ ټنه غالۍ صادرولو له درکه ۱۵.۲ میلیون ډالره او ۲۰۲۵ کال کې بیا شاوخوا ۳٬۸۱۸ ټنه غالۍ څخه ۱۸ میلیون ډالره عاید تر لاسه کړی دی.
د افغانستان غالۍ ډېره اندازه متحده عربي اماراتو، ترکیې، جرمني، هالنډ، امریکا، هند، چین او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو ته صادرېږي. خو په دې وروستیو کې بهر میشتي افغانان یې په انلاین توګه په مستقیمه توګه د غالیو له افغان پلورونکو سره تر خبرو وروسته هم پیري. تر دې وړاندې د طالبانو حکومت په خپلو کلنیو راپورونو کې ویلي چې د غالیو له دودیزې اوبدنې نیولې د کار له پروسس او پلورونکو سره شاوخوا ۱.۲ میلیونه کسان په دې برخه کې په کار بوخت دي.