د پکتیکا په انګور اډه کې د افغان او پاکستاني لورو ترمنځ د سې شنبې د ورځې نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغې لپاره هیلې یو ځل بیا کمرنګه کړې.
دواړه خواوې مقابل لوری د برید په پیل تورنوي او پاکستاني چارواکي په نښته کې خپل لور ته د ولسي خلکو د مرګژوبلې ادعا هم کوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر اېکسپاڼه وویل د دوی ځواکونو د پاکستاني لوري لهخوا د انګور اډې په کمیسارۍ او بازار باندې د ډرون د بریدونو په ځواب کې هلته څېرمه د پاکستاني نظامیانو پر تأسیساتو برید کړی او پاکستاني عسکرو تهیې مرګژوبله اړولې ده.
طالبانو وویل چې د دوی ځواکونو ته مرګژوبله نهده اوښتې.
تر دې مخکې رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې د افغانستان له لوري په ولسي کورونو او یوه بازار باندې په ډزو کې یو کس مړ او ۵ کسه نور ټپیان شوي دي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جنوبي وزیرستان د پولیسو یو افسر په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستاني ځواکونو دغه "بېدلیله" برید ته اغېزناک او پیاوړی ځواب ورکړی دی.
ارشیف، د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د تېلو پر زېرمو د پاکستاني ځواکونو د مارچ میاشتې هوايي بریدونه
ازادي راډیو د دواړو لورو ادعاوې نهشي تأییدولی.
پاکستان تور لګوي چې افغان طالبانو هغو وسلهوالو ډلو ته پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې پاکستان کې خپل بریدونه تنظیموي، خو طالبان دا تور ردوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد څو ورځې مخکې په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې د پاکستان چارواکي د خپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان اچوي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان کې ناامني د افغانستان په ګټه نهده او دوی دا امکانات او منابع هم نهلري چې پاکستان کې ناامني رامنځته او ملاتړ یې وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې څه دپاسه یو کال کېږي چې ترینګلې دي او د ډیورند کرښې په اږدو کې د نښتو له دوام سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې هم تړل شوې دي چې دواړو لورو ته په میلیاردونو ډالر تاوان اوښتی دی.
د لانجې د حل لپاره د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین د هلو ځلو سربېره په دې وروستیو کې مسکو او تهران هم د کابل او اسلاماباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی وښوده.
په داسې حال کې چې د روغې هلو ځلو کومه څرګنده نتیجه نهده ورکړې، کارپوهان په دې باور دي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې وقفهاي نښتې به دوام وکړي، خو دواړه لوري نهغواړي چې پراخه جګړه کې سره ښکېل شي.
ارشیف، تورخم ته نږدې د طالب ځواکونو شتون
د سیاسي چارو شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی وايي دغه نښتې په دواړو پاکستان او افغانستان کې موجودو ستونزو څخه د خلکو پام بل لور ته اړوي: "اصلاً فکر نهکوم چې دواړه طرفونه دې دغه جګړه دومره جدي کړي چې هغه دې یو تغییر او تبدیل رامنځته کړي، خو د خلکو د توجه د اړولو لپاره اوس ممکن دا خبرونه معمول وګرځي چې افغاني او پاکستاني ځواکونو نښتې کړې دي او مرمۍ یې پر یو بل باندې ورولي دي."
ملګري ملتونه وايي په تېر یوه کال کې د پاکستان له لوري په نښتو او هوايي بریدونو کې په افغانستان ۵۱۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.
له دې جملې ګڼ شمېر کسان په تېره مارچ میاشت کې په کابل کې یو روغتون باندې برید کې ووژل شول.