د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۰

د انګور اډې په سیمه کې نښته، دواړه خواوې یو بل د برید په پیلولو تورنوي

د طالبانو او پاکستان حکومتونه پر دیورند کرښه، د انګور اډې په سمیه کې پر یو بل د درنو او سپکو وسلو د حملو تور لګوي.

پاکستان د چهارشنبې په ورځ وویل، چې ځواکونو یې وروسته له هغه د درنو وسلو ځوابي ډزې وکړې، چې د دغه هېواد په وینا، د افغانستان له لوري «بې‌دلیله» ډزې ورباندې وشوې.

پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول وویل چې د افغانستان له لوري په ډزو کې لږ تر لږه یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو دفاع وزارت نن (چهارشنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې تېره ورځ یوه بجه پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ولایت انګور اډې بازار او کمیسارۍ ته ډروڼ الوتکې واستولې او بې دلیله یې په کمیسارۍ او نژدې امنیتي تأسیساتو ۴ بریدونه وکړل.

د طالبانو دفاع وزارت همداراز وايي، د دوی امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاکستان د هوايي برید په ځواب کې د پاکستاني نظامیانو پر قرارګاه او پوستې بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د دوی په وینا ځیني پاکستاني عسکر وژل شوي او یا ژوبل شوي دي او تأسیساتو ته یې هم سخت زیان اوښتی دی.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو د ډزو تبادله د خیبرپښتونخوا د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې شوې ده، چې د افغانستان له پکتیا او پکتیکا ولایتونو سره ګډه پوله لري.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې افغان ځواکونو د سې‌شنبې په شپه د ملکي وګړو پر کورونو «بې‌دلیله» ډزې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې په دغو ډزو کې یو ملکي وګړی وژل شوی، پنځه نور د هاوان د مرمۍ په لګېدو ټپیان شوي او ګڼ دوکانونه زیانمن شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ډیورند کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونو ځوابي ډزې کړې دي او لا هم خپلو درنو ځوابي بریدونو ته دوام ورکوي.

خو «پاکستان ابزور» ورځپاڼې نن لیکلي چې پاکستاني پوځیان په خپلو پوستو کې د تیارسي په حالت کې دي.

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو د لړۍ له امله په ځانګړي ډول د تېر کال له اکتوبر راوروسته د دغه هېواد او د افغانستان د طالبانو د حکومت اړیکې لا ترینګلې شوې دي.

پاکستان هند او افغانستان تورنوي، چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو، چې په پاکستان کې حملې کوي، ملاتړ کوي؛ خو هم کابل او هم نوي ډیلي دواړه دا تورونه ردوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۴/ د لړم ۲ مه) وویل، پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې د خپل هېواد پر امنیت تمرکز وکړي، د افغانستان د ناامنه کولو په پروژو مصارف کوي.

ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «پاکستاني چارواکي د خپلو امنیتي مسوولیتونو د ناکامۍ د پټولو لپاره پر افغانستان تورونه لګوي.

په یوه جلا خبر کې، د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې، چې د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ بلوچستان ایالت کې یې په دوو جلا امنیتي عملیاتو کې نهه وسله وال مخالفان وژلي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډله په دې ایالت کې ډېره فعاله ده او هلته د اکثرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG