د یوې ښځې نیول کېدل، د هغې د ساتنې د ځای او برخلیک په اړه د معلوماتو نشتوالی، د هغې د کورنۍ د غړو لپاره ډېرې اندېښنې رامنځته کولای شي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې خپلوان یې نه پوهېږي چې نوموړې په کوم تور نیول شوې او څه وخت به خوشې شي.
ښوونکی او د اوزبېکي او دري ژبو شاعره او لیکواله مژده اوزبېک، له همدغو ښځو څخه یوه ده چې د دوو باخبره سرچینو د ادعا پر بنسټ چې ازادۍ راډیو سره یې خبرې کړي، د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوې ده.
له دغو سرچینو څخه یوې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې لیکلي:«مژده اوزبېک د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۳۱مه نېټه، د سهار په ۹:۳۰ بجو، د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د ګوهرشاد بېګم په نوم د نجونو په لېسه کې د تدریس پر مهال نیول شوې او د پوښتنو لپاره د دغه ولایت مرکز ته لېږدول شوې ده.»
سرچینه ادعا کوي، چې د شاوخوا ۳۵ ورځو له تېرېدو سره سره لا هم د مژده اوزبېک د برخلیک په اړه کره معلومات نشته او دا ادعا هم کوي، چې نوموړې د تخار په مرکزي زندان کې ساتل کېږي.
ازادۍ راډیو ته په استول شوي پیغام کې راغلي چې د مژده اوزبېک نیول کېدل د سیاسي اړیکو له ادعا سره تړل شوي؛ خو سرچینه وايي، تر اوسه دوی ته داسې شواهد نه دي وړاندې شوي چې هغې څه جرم کړی وي.
ازادۍ راډیو هڅه وکړه چې د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وپوښتي خو ویاند سیفالاسلام خیبر د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
دې سرچینې په یوه بل پیغام کې د مژده اوزبېک او د هغې د کوچنیو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د نوموړې د برخلیک د معلومولو لپاره یې د موضوع د تعقیب غوښتنه کړې ده.
د ښځو د نیول کېدو په اړه اندېښنې یوازې په تخار ولایت پورې محدودې نه دي. په کابل کې هم یوې ښځې ازادۍ راډیو ته ویلي چې د خپلو جامو له امله د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په څلورمه نېټه د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ځواکونو له خوا نیول شوې وه.
دې هم چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط ادعا کوي چې د نیول کېدو پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوې او دا ادعا هم کوي چې تر دوو میاشتو زیات وخت یې په زندان کې تېر کړی دی.
دې ازادۍ راډیو ته وویل:«کله چې یې زه ونیولم، چلند یې ډېر ناوړه و. د دوی ښځینه پولیسې لاس پورته کوي او خلک وهي ډبوي.»
ازادۍ راډیو په راپور کې د مرکه شویو کسانو ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تاییدولای. دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم د هغو ښځو او نجونو د نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د جامو د مقرراتو د سرغړونې په تور نیول کېږي.
یوناما د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۸مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دې ادارې د همدې کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ په هرات او کابل کې د لږ تر لږه ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول کېدل یا توقیف تایید کړي دي.
خپلسري او غیرقانوني نیونې د افغانستان د ښځو پر وړاندې له سترو ننګونو څخه دي.شکریه بارکزۍ، د ښځو د حقونو فعاله
د دې ادارې په وینا، یو شمېر نورې ښځې هم د نیول کېدو له ګواښ سره مخ شوې دي او په ټکو یې ښايي د دغو پېښو واقعي شمېر تر دې هم زیات وي؛ ځکه د اعلامیې پر بنسټ، ځینې قضیې د امنیتي اندېښنو، د بدنامۍ د وېرې او ټولنیزو پایلو له امله نه راپور کېږي.
د یوناما په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې دغه نیونې د جامو اغوستلو د مقرراتو د نه مراعتولو له تورونو سره تړاو لري.
دې ادارې ویلي چې ځینې ښځې د چادرۍ نه اغوستلو، د وېښتانو د یوې برخې د ښکاره پاتې کېدو، د رنګه ټېکریو، سینګار او یا هم له محرم پرته په عامه ځایونو کې د تګ راتګ له امله نیول شوې یا توقیف شوې دي.
د یوناما په وینا، په دغو پېښو کې ثبت شوې ښځې له څو ساعتونو توقیف وروسته خوشې شوې دي.
یوناما په همدې اعلامیه کې د ښځینه دوکاندارانو په ګډون د ښځو، د لفظي سپکاوي، وهلو ډبولو او ګواښلو د راپورونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
دې ادارې ویلي چې دا ډول چلند کولای شي د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي؛ چې په دې حقونو کې د تګ راتګ ازادي، د بیان ازادي او فردي خپلواکي شامله ده.
یوناما د طالبانو له واکمنو چارواکو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي اقدامات پای ته ورسوي، د ټولو وګړو حقونو او انساني کرامت ته درناوی وکړي او د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې د افغانستان ژمنې مراعت کړي.
ازادۍ راډیو هڅه وکړه چې د یوناما د اعلامیې په اړه هم د طالبانو د امربالمعروف له وزارت څخه پوښتنه وکړي؛ خو د راپور تر خپرېدو پورې یې په دې اړه هم ځواب ترلاسه نه کړ.
په همدې حال کې، د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ د افغان ښځو نیول کېدل د هغوی پر وړاندې یوه جدي ننګونه بولي او له نړیوالو ادارو غواړي چې دا ډول پېښې تعقیب کړي:«خپلسري او غیرقانوني نیونې د افغانستان د ښځو پر وړاندې له سترو ننګونو څخه دي. دې موضوع د ژوند په ټولو برخو کې د افغانستان خلکو ته یو لړ ستونزې رامنځته کړې دي. نړیوالې ادارې باید دا قضیې تعقیب کړي او طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي. ان هغه کارونه چې دوی یې د خپل قانون او شریعت له مخې ترسره کوي، له هماغو سره په ټکر کې دي.»
شکریه بارکزۍ د طالبانو د ځواب ویلو پر اړتیا هم ټینګار کوي او زیاتوي، یوناما باید په دې برخه کې لا جدي او پرېکنده اقدامات وکړي.