د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت تازه په افغانستان کې ۱۱۵ خصوصي روغتونونه درجهبندي کړي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې دوه روغتونونه په «A» درجه کې راغلي دي.
خو دا روښانه نه ده چې د دې ارزونې په معیارونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو، قابلو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون تر کومې کچې په پام کې نیول شوی او د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو کیفیت د کومو شاخصونو له مخې ارزول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه هیواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د روغتونونو د درجهبندۍ د معیارونو او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ارزونې څرنګوالي په اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو د برخې مشر، سیفالله معاویه، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۲مه، طالبانو ته نېږدې رسنۍ حریت راډیو، سره په خبرو کې ویلي چې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ لپاره په ۱۵ کلینیکي او غیرکلینیکي برخو کې له ۸۷ څخه زیات ستندردونه او ۳۶۷ د تأیید معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
ده زیاته کړې، چې د متخصصو ډاکټرانو او ولادي څانګې شتون هم په دغو معیارونو کې شامل دي. خو لا هم روښانه نه ده چې د دې ارزونې په معیارونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو، قابلو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون څومره په پام کې نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندز ولایت په یوه دولتي روغتیايي مرکز کې یو قابلې، د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو کمښت د دې لامل شوی چې ناروغان د تخصصي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره اوږده موده انتظار وکړي: «د ښځینه متخصصانو کمښت ډېر دی. هغه یوه یا دوه متخصصې چې شته، ورته د نوبت اخیستل ډېر سخت دی. ډېری ناروغان د نوبت اخیستلو لپاره دوه، درې ورځې انتظار باسي. ځینې یې اړې شي چې غیرمتخصصې ډاکټرې یا تجربهلرونکې قابلې ته مراجعه وکړي.»
هغه یوه یا دوه متخصصې چې شته، ورته د نوبت اخیستل ډېر سخت دی. ډېری ناروغان د نوبت اخیستلو لپاره دوه، درې ورځې انتظار باسيیوه قابله، په کندز کې د یوه دولتي روغتیايي مرکز کارکوونکې
د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو او د ځینو کورنیو د کلتوري او ټولنیزو باورونو له امله، چې غواړي ښځې د ښځینه ډاکټرانو له خوا معاینه شي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي پر برخه کې په یوه لویه ستونزه بدل شوی دی.
بلخ ولایت کې هم یوې قابلې، چې په یوه خصوصي روغتیايي مرکز کې کار کوي په ورته شرایطو ازادي راډیو ته وویل:
«ډېرې هغه کورنۍ چې موږ ته مراجعه کوي، وایي چې ناروغه یې باید ښځینه ډاکټره معاینه کړي او نارینه ډاکټر ته یې نه بیايي. خو کله چې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ویني او پوه شي چې ښځینه ډاکټره نشته، نو اړ شي چې خپلې ناروغې ښځې نارینه ډاکټرانو ته بوځي.»
د یادونې ده، چې په افغانستان د طالبانو په تیرو پنځو کلونو واکمنۍ کې، د ښځینه ډاکټرانو او متخصصانو نوې ډلې د کار بازار ته نه دي داخلې شوې.
دوی په ۱۴۰۰ لمریز کال کې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه او د ۱۴۰۱ کال په وروستیو کې یې د پوهنتونونو دروازې هم پر مخ وتړلې.
د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې، په افغانستان کې د نیمهلوړو روغتیايي انسټیټیوټونو د قابلګۍ په څانګو کې د نجونو پر زدهکړو هم بندیز ولګېد. دغو اقداماتو د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
په کابل کې د نسایي او ولادي ناروغیو یو متخصصې ډاکټرې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو پر روغتیا منفي اغېز کړی او د دوی د مړینې د زیاتوالي له لاملونو څخه ګڼل کېږي: «هغه لاملونه چې په افغانستان کې یې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړې، لومړی لامل یې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو، ښځینه ډاکټرانو، قابلو او نرسانو کمښت دی. موږ هغوی ته ډېره جدي اړتیا لرو. د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدل له امله په تیرو څو کلونو نوې ښځینه کاري ځواک نه لرو.»
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا پخواني سرپرست وزیر، قلندر عباد، هم د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو کې ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي وو چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او د دې ستونزې د حل لپاره کار کوي.
په همدې حال کې، د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له کمېدو شکایت کوي زیاتوي، چې دا د ښځینه کارکوونکو د کمښت له امله رامنځته شوي دي.
د تخار ولایت اوسېدونکې نبیلې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: «پخوا به چې هر ځای ته تللو، د کنول لګولو، پیچکارۍ او ورته نورو کارونو لپاره به مو قابله پیدا کوله، خو اوس هغه هم نشته. موږ اړ کېږو چې نارینه ډاکټر ته ورشو، څو پیچکاري راکړي یا مو معاینه کړي.»
د بغلان ولایت یوه اوسېدونکې، چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د دوی په سیمه کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم شوی دی: «پخوا ښځینه ډاکټرانې ډېرې وې. اوس هم شته، خو شمېر یې کم شوی دی.»
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې افغانستان له دوهګونی ناورین سره مخ دی: له یوې خوا روزل شوی ښځینه کاري ځواک له لاسه ورکوي او له بلې خوا، د هغوی د ځایناستو لپاره نوی نسل نه روزل کېږي.
د یونیسف د یوه تحلیلي راپور له مخې، چې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې خپور شوی، ښایي افغانستان تر ۲۰۳۰ کال پورې د روغتیا په برخه کې شاوخوا ۵۴۰۰ ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړي.
دا اندېښنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) استازې، اولګا چریفکو، د ۱۴۰۵ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو ولادتونو په ترڅ کې هر کال شاوخوا ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دې زیاته کړې وه چې تخصصي پاملرنه او ښځینه روغتیايي کارکوونکې کولای شي د انسانانو ژوند وژغوري، خو په روغتیايي خدمتونو کې د ښځو پر ګډون محدودیتونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی محدودوي.