فرید الله چې نږدې څلور میاشتې وړاندې له خیبر پښتونخوا نه ننګرهار ته راستون شوی وايي د سرپناه ترڅنګ ژمنیو وسایلو ته سخته اړتیا لري. هغه ازادي راډيو ته وویل: «زه د اتلس کسانو سرپرست یم، ژمی راروان دی، له سختو ستونزو سره مخ یو، د ژمي لپاره مې هیڅ ډول تیاری نه دی نیولی دی، یوازې زه نه یم بلکې ټول کډوال له ورته وضعیت سره مخ دي، موږ سره باید د ژمې له پیل وړاندې د ژمنیو توکو مرستې وشي.»
ژمی راروان دی، له سختو ستونزو سره مخ یو، د ژمي لپاره مې هیڅ ډول تیاری نه دی نیولی دیفرید الله، له خیبر پښتونخوا نه ننګرهار ته راستون شوی کډوال
د پاکستان له پنجاب ایالت نه ننګرهار ته یو بل راستون شوی کډوال عبدالرحمان چې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره په یوه لنډمهاله خیمه کې ژوند کوي، وايي، له پاکستانه تر راستنېدو وروسته یې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.
نوموړی وايي، د ورځې د مزدورۍ په لټه کې له کوره وځي، خو ډېری وخت پرته له دې چې کار پیدا کړي بېرته راستنېږي.
نوموړي د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د سرپناه او کار موندنې په برخه کې ورسره مرستې وکړي.
هغه وویل: «له حکومت نه مو غوښتنه ده چې زموږ لپاره باید د سرپناه لپاره ځمکه راکول شي، د کار او روزګار غم مو وخوړل شي، ځکه موږ هیڅ نه لرو، سرپناه نشته اړتیا ده چې باید کور جوړ کړو او له ژمي مخکې په خپل کور شو.»
له ایران څخه راستانه شوي یو شمېر کډوال هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
محمد اغا چې په خبره یې یو کال وړاندې له ایران څخه راستون شوی او اوس مهال د کندز په امام صیب ولسوالۍ کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل:«په سرحد کې موږ سره پنځلس زره افغانۍ مرسته وشوه، هغه مو په ډاکترانو ورکړې، ځکه ماشومان مې ناروغان وو، اوس ولاکه لا وړه لرو، او نه هم د خوراک بل څه، دلته په دې خیمو کې یخ ووهلو، خو موږ د لرګو د اخیستلو توان نه لرو چې ځانونو ته پرې اور بل کړو او ماشومان ګرم وساتو.»
دغه کډوال په افغانستان کې د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د ژمي له پیل وړاندې له بېسرپناه کورنیو سره د استوګنې د ځایونو، او ژمنیو توکو مرسته وکړي.
که څه هم په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو تازه د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي چې د راستنو شویو لپاره د سرپناه د جوړولو هڅه کوي.
دغه وزارت ویلي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یې په تېرو نږدې درې کلونو کې ۷۴ زره نومرې ځمکه په کډوالو ویشلې ده او دا لړۍ لا هم روانه ده، خو ډېر شمېر کډوالو له دې وړاندې ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د سرپناه لپاره یې له ژمنو سره سره ځمکه نه ده ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د روانې اکتوبر په ۲۳ مه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر برهام صالح د دې سازمان د اجرائیوي کمېټې په غونډه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال راهیسي افغانستان ته راستانه شوي نږدې اووه میلیونه افغانان له سختې بې وزلۍ او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
له دې وړاندې د تېر سپټمبر په ۱۰ مه د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ خبرداری ورکړی وو چې، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې زرګونه کورنۍ د راتلونکي ژمي لپاره بېړنۍ سرپناه او بشري مرستو ته اړتیا لري.
ایګلنډ ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي چې ډېری یې له لږو امکاناتو او یا هم تش لاس راغلي دي، او دا چې د ژمي له پیل وړاندې باید بېسرپناه کورنیو ته د استوګنې خوندي ځایونه او اړینې بشري مرستې برابرې شي.
د نوموړي په وینا، زیات شمېر راستنې شوې کورنۍ نه مناسب استوګنځای لري او نه هم د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي عاید. هغه اندېښنه ښودلې چې د نړیوالو بشري مرستو کمېدو د دغو کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
بیلابیلو مرستندویه بنسټونو به وار وار ټینګار کړی چې له راستنېدونکو سره باید د بېړنیو مرستو ترڅنګ د دایمي استوګنې، کارموندنې، روغتیا او زدهکړو په برخو کې هم ملاتړ وشي.
راستانه شوي کډوال هم ټینګار کوي چې که د سړې هوا له پیل وړاندې ورته مناسبې سرپناوې، کمپلې، ژمنۍ جامې او د سون توکي برابر نه شي، د کورنیو ژوند به یې له لا سختو شرایطو سره مخ شي.