روسیه او ایران منځګړیتوب ته چمتو دي؛ طالبان وايي رسمي وړاندیز نه دی شوی

روسیې او ایران له طالبانو او پاکستان څخه غوښتي چې خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي. دې دواړو حکومتونو اعلان کړی چې دوی یې منځګړیتوب ته چمتو دي. خو د چارو ځینې افغان او پاکستاني شنونکي بیا ټینګار کوي چې د کړکېچ د عملي حل لپاره باید دواړه خواوې د میکانیزمونو په جوړولو خپلو کې سره هوکړې ته ورسېږي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف د اکټوبر په پیل کې د مسکو فارمټ په غونډه کې اعلان وکړ چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو دي.

دغه شان د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تهران کې د همدې میلادي میاشتې په ۱۹مه اعلان وکړ چې دا دواړه هېوادونه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمولو او امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا همنظره دي.

خو د طالبانو حکومت وایي، تر اوسه د دې خبرو اترو د پیل لپاره کوم رسمي اقدام نه دی شوی. د طالبانو د حکومت او د دوی د بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې روسیې او ایران تر اوسه عملاً د دغې مذاکرې د پیل لپاره دوی سره په «رسمي ډول» خپل وړاندیزونه نه دي شریک کړي.

خو د روسیې او ایران هڅونې او رول د پاکستان او افغان طالبانو د حکومت تر منځ هوکړې ته په عملي توګه پایله ورکولای شي؟

ځینې پاکستاني او افغان پخواني ډیپلوماتان او د چارو شنونکي یې په اړه مختلف باورونه لري.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر او د دغه هېواد د لاهور ښار په Beaconhouse National University کې د پالیسۍ د څېړنې د مرکز (BCPR) مشر منصور احمد خان ازادي راډیو سره مرکه وویل، د سیمې هېوادونو دا هڅې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له سر پیل کې نسبي مثبت اغېز لري.

منصور احمد خان، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر

خو په خبره یې د پاکستان او طالبانو تر منځ د هوکړې لپاره رسمي امنیتي میکانیزمونو جوړولو او دوه اړخیز تعامل ته اړتیا ده:

«دواړه هیوادونه باید دا اختلافونه د دوه اړخیزو لارو چارو او تعامل له لارې حل کړي؛ یعنې د یو داسې امنیتي میکانیزم په جوړولو سره چې پر دقيقو او د تایید وړ استخباراتي معلوماتو ولاړ وي، ترڅو د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي، که دواړه هیوادونه دا کار وکړای شي، نو دا به یو ښه ګام وي، خو له څو میاشتو راهیسې، او اوس نږدې یو کال کیږي چې دواړه هیوادونه د داسې یو میکانیزم یا لارو چارو په رامنځته کولو نه دي توانیدلي، په داسې حال کې چې نورو ملګرو هیوادونو لکه ترکیې، چین، سعودي عربستان او قطر هم هڅه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پخلاینې لپاره رول ولوبوي، خو د هغوی هڅې تر اوسه بریالۍ شوې نه دي.»

منصور احمد خان زیاته کړه چې که د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ روان کړکېچ ژر تر ژره پای ته ونه رسېږي، وار دمخه د پیل شوې اقتصادي، ټرانزیتي بې ثباتۍ سربېره به د پولۍ دواړو خواوو کې د مېشتو عامو خلکو ژوند نور هم وځپل شي.

د سیاسي چارو پوه او په روسیې کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات غوث جانباز بیا وایي چې که څه هم د طالبانو او پاکستاني چارواکو لخوا د یو بل پر وړاندې له وروستیو څرګندونو نه ښکاري چې نږدې راتلونکې کې به د شخړې حل ته زمینه برابره شي.

غوث جانباز، د سیاسي چارو پوه او په روسیې کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات

خو دی ټینګار کوي چې روسیه، ایران جمع چین سیمه کې خپل نفوس ته په کتو د شخړې طرفینو تر منځ د لومړنیو خبرو لاره پرانیستلی شي:

«که چېرې مسکو، تهران او بیجینګ رانږدې شي،او دې منځګړیتوب کې فعاله ونډه واخلي،نو ممکن دواړه خواوې لږ تر لږه یوې ماتېدونکې او نرۍ هوکړې ته ورسېږي، خو زه باور نه لرم چې پاکستان او طالبان دې اوسنیو شرایطو کې دې ته حاضر شي،بلخوا افغان طالبان هم له خپل دریځه لاس په سر کېږي نه، هیله شته خو حداقل په دې پړاو کې باور نه شي کېدلای.»

که چېرې مسکو، تهران او بیجینګ رانږدې شي او دې منځګړیتوب کې فعاله ونډه واخلي، نو ممکن دواړه خواوې لږ تر لږه یوې ماتېدونکې او نرۍ هوکړې ته ورسېږي.
غوث جانباز، په روسیه کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات

ښاغلی جانباز وایي چې د سیمې دا هېوادونه د خپل امنیتي تشویشونو او خپلو ملي ګټو لپاره د طالبانو او پاکستان تر منځ د حل ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر ۲۴مه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې پاکستان د حکومت د خپل هېواد د امنیت ټینګښت کې «د عاجزۍ له امله د خپلو خلکو د تېر ایستلو لپاره» پړه پر افغانستان اچوي او په ټکو یې، په غبرګون کې «د افغانستان د نا امنه کولو په پروژو مصارف کوي.»

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا خبره رد او وویل چې دوی په افغانستان کې د هغو ډلو پر وړاندې عملیات کوي چې د پاکستان امنیت یې ګډوډ کړی دی.

د پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ روانې شخړې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له ۹مې راهیسې پیل شوي دي.

پاکستان د افغان طالبانو حکومت د دوی د مخالفې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ملاتړ تورنوي.

خو د طالبانو حکومت او د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني په ځلونو ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې بیا سي ان ان رسنۍ سره په مرکې ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر اوسه د پاکستان په حملو کې په افغانستان کې ۱۱ سوه ۱۹ ملګي وګړي وژل او ټپیان شوي چې په خبره یې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ د اکتوبر له ۱مې د ۲۰۲۶ د جون تر ۳۰مې پورې، په افغانستان کې د پاکستان د هوایي بمباریو او سرحدي جګړو له امله ۴۹۹ ملکي افغانان وژل شوي، ۱،۲۱۶ ملکي ټپیان شوي چې په ټکو یې، ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ دا ناندرۍ داسې مهال دوام لري چې تر دې وړاندې څلور ځلې د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب مذاکرې هم وکړې، خو تر اوسه یې مثبته پایله نه ده ورکړې.