کابل ښاریان د برېښنا جلا میترونه غواړي

په کابل کې نوې جوړې شوې استوګنیزې ودانۍ؛ انځور له ارشیف څخه

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت د پلازمېنې کابل په استوګنیزو ودانیو کې اپارتمانونو ته جلا میترونه نه ورکوي. اوس چې په کابل کې، په وروستیو کلونو کې استوګنیزې ودانۍ ډېرې جوړې شوې، اوسېدونکي یې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، په دې ډول پرې د برېښنا لګښت ډېر راځي.
دا چې میترونه بېل، بېل نه دي، مصرف زیات راځي.
اتل، د کابل د دولسمې ناحیې اوسېدونکی

د پلازمېنې کابل د دولسمې ناحیې اوسېدونکی اتل. وايي، په یوې نوې جوړې شوې استوګنیزې ودانۍ کې اوسېږي، چې ټولې دغې ودانۍ ته د برېښنا شرکت له خوا یو لین برق یا عمومي میتر ورکړل شوی، نو ځکه پرې لګښت ډېر راځي:

"زه د میاشتې پنځلس سوه، شپاړس سوه افغانۍ د برېښنا بېل پرې کوم. دا ځکه چې زموږ ټول بلاک ته یې یو لین برق یا میتر راکړی. که چېرې جلا میترونه وای، نو مصرف به پر موږ ډېر کم راتلو، ځکه چې کیلو واټ زیاتېږي، پر موږ ډېر مصرف راځي."

دوی وايي، دا مهال په کابل کې برېښنا له صفر کیلو واټ نیولې تر ۱۰۰ کیلو واټه پورې، فی کیلو واټ ۲ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده، چې ۲۵۰ افغانۍ کېږي.

له ۱۰۱ تر ۲۰۰ فی کیلو واټ ۳ اعشاریه ۷۵ افغانۍ، له ۲۰۱ تر ۳۵۰ فی کیلو واټ ۶ اعشاریه ۲۵ افغانۍ، له ۲۵۱ تر ۱۰۰۰ فی کیلو واټ ۸ اعشاریه ۷۵ افغانۍ، او له ۱۰۰۱ کیلو واټو پورته بیا فی کیلو واټ ۱۰ افغانۍ محاسبه کېږي. هغه څه چې د برېښنا په بلونو کې هم لیکل شوي.

د کابل په اتمې ناحیې کې هم د یوې نوې جوړې شوې ودانۍ اوسېدونکي هم د نوم نه خپرېدو او د غږ د بدلېدو په شرط له ازادي راډیو سره ورته ستونزه شریکه کړه: "چې له یو میتر اته کوره استفاده کوي، اضافه بار راځي. اضافه بار په دې معنا چې مثلاً پنځه کیلو واټه مصرفېږي یا شپږ سوه کیلو واټه مصرفېږي، بیا دا ان ضرب د شپږو کوي. کورنیو ته ډېر اقتصادي زیان دی، ځکه د پنځه سوو پر ځای مجبور دي چې یو نیم زر ورکړي."

دا کابل ښاریان له برېښنا شرکت غواړي چې جلا جلا میترونه ورکړل شي. ومو غوښتل په دې اړه د برېښنا شرکت له مسؤولینو سره خبرې وکړو، خو دوی د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې. مخکې بیا دوی، په ځانګړي ډول د اوړي او ژمي په موسم کې، چې کابل ښاریانو د برېښنا د پرچاویو له زیاتېدو شکایت کړی، د برېښنا د کمښت خبره کړې او ویلي یې دي چې نه شي کولای هم‌مهاله ټولو ته رسېدنه وکړي، نو ځکه یې په نوبت سره وېشي.

د برېښنا د برخې یو شمیر کارپوهان هم همدا خبره کوي، له دې ډلې انجنیر عیسی بهرام ازادي راډیو ته وویل: "یوازینی لامل یې همدا د برېښنا کموالی دی، خو که چیرې دولت دې ته پام وکړي چې د اوبو بندونه جوړ کړي چې ترې برېښنا تولید شي او دغه شان د لمریزې برېښنا د تولید برخې ته هم جدي پام واړي، په څلور، پنځو کلونو کې افغانستان د برېښنا له اړخه په ځان بسیا کېدای شي."

د یادونې ده چې د کابل په ډېرو سیمو کې اوس په هغه ځمکه، چې پخوا به یو کور پرې ودان و او یوې کورنۍ به په کې ژوند کاوه، د بلاک په جوړېدو سره تر اتو پورې کورنۍ ژوند کوي، چې د کورونو او نفوس دې پراختیا پر عامه خدمتونو، په ځانګړي ډول برېښنا، فشار زیات کړی دی.

افغانستان کې دولتي برېښنا له ډېر پخوا راهیسې له ستونزو سره مخ ده چې ان پلازمینه، هم ترې استثنا نه ده. داسې مهال چې د طالبانو مشر په دې ورستیو کې مخکې د دوی د حکومت له خوا د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور کړ، چې د برېښنا د تولید د یو شمېر پروژو یادونه په کې شوې وه.

په دې پلان کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برېښنا توزیع ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.

ویل شوي چې د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته او پر وارداتي برېښنا به هم اتکا راکمه شي.

د راپورونو پر بنسټ، افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا اتیا سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه ترلاسه کوي، چې کله ناکله د تخنیکي او طبیعي عواملو له کبله پرې کېږي.