دوی وايي، د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو د لګېدلو محدودیتونو په غبرګون کې یې په جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې هنري نندارتونونه جوړ کړي او په ځینو نورو کې یې ګډون کړی دی.
لینا اکرمي یوه له دغو افغانو انځورګرو څخه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې افغانستان پرېښود او جرمني ته کډواله شوه. نوموړې وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې کور تلاشي شو او اړ شوه چې خپلې نقاشۍ وسوځوي. «زموږ کور تلاشي شو او ما خپلې ټولې نقاشۍ وسوځولې.»
زموږ کور تلاشي شو او ما خپلې ټولې نقاشۍ وسوځولې.لینا اکرمي، افغانه انځورګره
لینا اکرمي چې په افغانستان کې یې د هنرونو په پوهنځي کې انځورګري زده کوله، وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري حکومت له سقوط سره یې زده کړې نیمګړې پاتې شوې او په ۲۰۲۲ کال کې جرمني ته کډواله شوه.
هغې ازادۍ راډیو ته وویل: «د دولت په سقوط سره مې زده کړې نیمګړې پاتې شوې، کډوالۍ ته اړ شوم، په ۲۰۲۲ کال کې جرمني ته راغلم او دلته مې ژوند او هنري فعالیتونه له سره پیل کړل.»
نوموړې وايي، اوس په جرمني کې د رسنیو په برخه کې زده کړې کوي او د انځورګرۍ فعالیتونو ته یې هم دوام ورکړی دی.
د لینا په وینا، له کډوالۍ وروسته یې د خپلو هنري آثارو له لارې د افغان ښځو د ملاتړ هڅې کړې او په جرمني او ایټالیا کې یې څو نندارتونونه لرلي دي.
هغې وویل: «په جرمني کې مې د ښځو په ملاتړ څو نندارتونونه لرل، په کیل کې، وایسبورګ کې، برلین کې او دغه شان په ایټالیا کې. زه هڅه کوم چې د هنر له لارې تحمیل شوي محدودیتونه تر یوه بریده بیان کړم، ملاتړ یې وکړم، نندارتونونه ورته جوړ کړم او وکولای شم ډېر په دې موضوع کار وکړم.»
لینا اکرمي په داسې حال کې د خپلو هنري فعالیتونو له لارې د افغان ښځو د ملاتړ هڅې کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی او د هغوی پر کار، تګ راتګ او نورو ټولنیزو فعالیتونو یې هم محدودیتونه وضع کړي دي.
د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف، د ۲۰۲۶ کال د اګست په یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو زیاتې نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو بېبرخې شوې دي.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د اټکل له مخې، په افغانستان کې یوازې ۵.۱ سلنه هغه ښځې چې عمرونه یې ۱۵ کاله یا تر دې لوړ وو، د کاري ځواک برخه وې.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) هم په ۲۰۲۵ کال کې ویلي وو چې ۷۸ سلنه ځوانې افغانې ښځې نه په زده کړو بوختې وې، نه یې کار درلود او نه یې مسلکي روزنه ترلاسه کوله.
د دې ادارې په وینا، دغه کچه د ځوانو نارینهوو په پرتله نږدې څلور برابره لوړه وه.
ثنا غرنۍ هم یوه له هغو افغانو انځورګرو څخه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته جرمني ته کډواله شوې ده.
نوموړې وايي، په جرمني کې یې د افغان ښځو په ملاتړ په هنري نندارتونونو کې ګډون کړی او هڅه کوي چې د خپلو انځورونو له لارې د هغوی ستونزې بیان کړي.
ثنا غرنۍ ازادۍ راډیو ته وویل: «په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د معاصرو هنرونو مرکز یو نندارتون درلود. له ښه مرغه ما هم پکې ګډون درلود او زما د کار موضوع د افغان ښځو په اړه وه. له دې لارې مې هڅه وکړه چې د افغان مېرمنو لپاره یو کوچنی کار وکړم.»
له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان دننه او بهر د ښځو او نجونو پر زده کړو او نورو حقونو د لګېدلو محدودیتونو په غبرګون کې ګڼ اعتراضونه او غونډې شوې دي.
خو لینا اکرمي وايي، د دغو اعتراضونو او نړیوالو غبرګونونو سربېره د افغان ښځو او نجونو په وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون نه دی راغلی.
نوموړې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان ښځو او نجونو ستونزې له پامه ونه غورځوي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغې وویل: «اعتراضونه ډېر شوي، په دې اړه ډېرې خبرې شوې، راپورونه ډېر ورکړل شوي، خو هیله منه یم عمل وشي، د نړیوالې ټولنې له خوا. هیله منه یم چې د افغان نجونو وضعیت عادي ونه ګڼل شي او دوی هېرې ته ونه سپارل شي.»