په سمنګان کې یوه کونډه ښځه د صابون په جوړولو د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي

انځور له ارشیف څخه

د سمنګان ولایت یوه کونډه ښځه وايي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په خپل کور کې د کالیو مینځلو صابون تولیدوي او له دې لارې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

نوموړې وايي، په خپل کوچني کاروبار کې پنځه شاګردانې هم لري، خو د صابون جوړولو د اړینو وسایلو او د بازارموندنې د امکاناتو له کمښت سره مخ ده.

۵۵ کلنه امنه چې د سمنګان په یوه کلي کې ژوند کوي، وايي، د صابون د تولید لپاره معیاري قالبونه او د بسته‌بندۍ وسایل نه لري او اړ ده چې خپل تولیدات په لومړنیو وسایلو چمتو کړي.

هغې ازادۍ راډیو ته وویل: «د بسته‌بندۍ لپاره قالبونه نه لرو. مواد په یوه لوی پلاستیکي تشت کې اچوو، بیا یې ټوټې کوو او وروسته یې د کیلو په حساب پلورو. یو کیلو په ۱۰۰ او یو من په ۷۰۰ افغانیو پلورو.»

امنه وايي، د صابون جوړولو لپاره اړین خام مواد له بغلان ولایت څخه راوړي چې غوړي، مالګه، د صابون جوړولو ځانګړی پوډر او خوشبویه مواد پکې شامل دي. د هغې په وینا، د خپل کاروبار د لګښتونو او ګټې کره حساب نه لري، خو اټکل کوي چې د صابون د تولید په هر پړاو کې شاوخوا ۷۰۰ افغانۍ لګوي او ۳۰۰ افغانۍ ګټه ترلاسه کوي.

نوموړې په میاشت کې د خپل تولید د اندازې په اړه معلومات ورنه کړل. امنه وايي، د هغې تولید شوي صابونونه تر ډېره ګاونډیان او د سیمې دوکانداران پېري او زوی یې هم یوه برخه ښار ته د پلور لپاره وړي. خو نوموړې شکایت کوي چې د منظم بازار نشتوالي او د بازارموندنې محدودو امکاناتو یې د کاروبار د پراختیا مخه نیولې ده.

هغې وویل: «موږ داسې بازار نه لرو چې ښځو ته پکې د بازارموندنې زمینه برابره وي. موږ خپله صابون بازار ته وړو او د پلور لپاره یې هڅې کوو. د صابون یوه برخه مې زوی په ښار کې له دوکاندارانو سره په همغږۍ پلوري او یوه برخه یې په خپل دوکان کې پلوري. ګاونډیان یې هم اخلي. داسې هېڅ بنسټ نشته چې زموږ ملاتړ وکړي، څو وکولای شو خپل تولید شوی صابون بازار ته وړاندې او په اسانۍ یې وپلورو.»

امنه وايي، که پانګه، د صابون جوړولو مناسب قالبونه او د بسته‌بندۍ وسایل ورته برابر شي، کولای شي خپل تولیدات زیات کړي او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

موږ داسې بازار نه لرو چې ښځو ته پکې د بازارموندنې زمینه برابره وي.
امنه، کونډه متشبثه


د امنې په څېر ځینې نورې افغان ښځې هم په داسې حال کې د کورنیو کاروبارونو له لارې د عاید ترلاسه کولو هڅه کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د «افغانستان د جنسیتي شاخص ۲۰۲۴» په نوم راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۷مه خپور شوی، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د ښځو د کار په بازار کې د ګډون کچه ۲۴.۲ سلنه ښودلې ده.

په دې شمېره کې هغه ښځې هم شاملې دي چې کار کوي او هم هغه چې د کار په لټه کې دي. د دې ادارې په وینا، د طالبانو له خوا د ښځو پر کار لګېدلو محدودیتونو د هغوی کاري فرصتونه کم کړي او ډېری ښځې اړې شوې دي چې د لږ عاید لرونکو او غیررسمي کارونو له لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

په افغانستان کې کوچني کورني کاروبارونه د ځینو ښځو، په ځانګړي ډول د کونډو او هغو ښځو لپاره چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي، د عاید ترلاسه کولو یوه لاره ده.

امنه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې هېڅ بنسټ د کاروبار ملاتړ نه دی کړی. نوموړې د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د کونډو او بې‌وزلو ښځو د کورنیو کاروبارونو ملاتړ وکړي او هغوی ته د کار او بازارموندنې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغې وویل: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارت او بنسټونو څخه دا ده چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي او د کار پروژې ورته برابرې کړي. بې‌وزلې او کونډې ښځې کار ته اړتیا لري. که زموږ ملاتړ وشي، موږ کولای شو کار وکړو او د خپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه پیدا کړو.»