له پاکستان څخه راستانه شویو یو شمېر افغانانو په خپل هېواد کې کوچني کاروبارونه پیل کړي دي

انځور له ارشیف څخه

له پاکستان څخه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي، د اقتصادي ستونزو او د کار د فرصتونو له کمښت سره سره یې په افغانستان کې کوچني کاروبارونه پیل کړي او هڅه کوي د خپلو کورنیو لګښتونه ترې پوره کړي.

دوی وايي، له هغو مهارتونو او تجربو ګټه اخلي چې د کډوالۍ پر مهال یې ترلاسه کړي وو، خو نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د میلیونونو کډوالو ستنېدو د افغانستان پر کاري بازار فشار زیات کړی او ډېری راستانه شوي کسان لا هم د کار له نشتوالي سره مخ دي.

نورالله، چې شاوخوا یو کال وړاندې د پاکستان له کراچۍ ښاره افغانستان ته ستون شوی، اوس د کابل د احمدشاه بابا مېنې یا ارزان قیمت په سیمه کې یو هوټل چلوي. هغه ازادۍ راډیو ته وویل چې په پاکستان کې یې هم هوټل درلود او له راستنېدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې په خپل هېواد کې همدا کاروبار روان وساتي.

نوموړی وايي، افغانستان ته د راستنېدو پر مهال یې د کار او راتلونکي په اړه اندېښنې درلودې، خو اوس له خپل کاروباره خوښ دی او د کورنۍ لګښتونه ترې پوره کوي. هغه وویل: «کوم کسب چې موږ هلته کاوه اوس یې دلته کوو، د الله رحم دی، درې وخته ډوډۍ پکې ګټو، له هغه ځایه چې راتلو ډېر په اندېښنه کې وو چې په وطن کې به څه کوو، خو اوس مو دلته ښه ساعت تېر دی، خلک راځي، دلته ډوډۍ خوري، ښه خدمت یې کېږي.»

نورالله د هغو راستانه شویو افغانانو له ډلې دی چې هڅه کوي په کډوالۍ کې ترلاسه کړې تجربې په خپل هېواد کې د عاید په سرچینې بدلې کړي. د کابل د کارته نو په سیمه کې یوه بل راستانه شوي افغان، سید اغا، هم د چایو او پراټو د پلورلو یو کوچنی دوکان پرانیستی دی.

هغه وايي، له دې کاروباره نه یوازې خپله عاید ترلاسه کوي، بلکې څو نورو کسانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده. سید اغا ازادۍ راډیو ته وویل: «ښه دی کار چلېږي، نه یوازې موږ ته بلکې څو نور کسان مو هم دلته له ځانونو سره په کار کړي دي، او کار مو چلېږي.»

نوموړی مني چې په افغانستان کې بې‌روزګاري زیاته ده، خو باور لري چې د کوچنیو کاروبارونو پیلول کولای شي د ځینو کورنیو اقتصادي ستونزې راکمې کړي او نورو کسانو ته هم د کار فرصتونه برابر کړي.

په ننګرهار کې هم یوه راستون شوي افغان کډوال د جامو د ګنډلو کوچنۍ کارخونه جوړه کړې ده. د دې کارخونې خاوند عبدالله نومېږي چې له پاکستانه تر راستنېدو مخکې یې د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې همدا کاروبار درلود.

عبدالله وايي، له څو میاشتو راهیسې یې د جلال‌اباد په ښار کې کار پیل کړی او په کارخونه کې یې د جامو د ګنډلو نږدې لس ماشینونه لګولي دي.

د هغه په وینا، د کارخونې ډېری کارکوونکي هغه راستانه شوي افغانان دي چې په پېښور کې یې هم ورسره کار کاوه. عبدالله ازادۍ راډیو ته وویل: «دلته موږ سره لسګونه کسان کار کوي، ډېر یې نوي راستانه شوي کډوال دي، هماغه چې هلته یې هم موږ سره کار کاوه، زما له افغان سوداګرو دا هیله ده چې په وطن کې فابریکې جوړې کړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

په دې کارخونه کې یو کارګر تورخان هم له پاکستانه تر راستنېدو وروسته بېرته په خپل پخواني کسب بوخت شوی دی. هغه وايي، له پاکستانه د راستنېدو پر مهال یې تر ټولو لویه اندېښنه دا وه چې په افغانستان کې به څنګه کار پیدا کوي، خو اوس خوښ دی چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره د عاید سرچینه لري.

نوموړي وویل: «موږ چې له پاکستانه راتلو اندېښنه مو د کار په اړه وه، خو اوس دلته شکر دی، کار مو پیدا کړی دی، زه له نورو کډوالو هم هیله لرم چې راشي وطن ته که څوک کار کوي، هغوی هر ځای ځانته کار پیدا کولای شي.»