ریاض ایران حوثي یاغیانو ته د عربستان ضد په پوځي روزنه او وسلې ورکولو تورن کړ

ارشیف، د یمن حوثي یاغیان

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ایران د حوثیانو په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد حوثیان هڅوي چې د جګړې د دوام په هدف پر سعودي بریدونه وکړي.

د ډيپلوماسۍ په چارو کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال راید کریملي په یوه انلاین ناسته کې خبریالانو ته ویلي: "ایران حوثي یاغیانو ته پوځي روزنه او وسلې ورکوي."

د هغه په ټکو، د ایران دا کړنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیک څخه ښکاره سرغړونه ده.

هغه وړاندې وویل: "موږ باور لرو چې حوثیان، په وروستیو کې د ایران په لمسون پر سعودي بریدونه کوي."

د فرانس‌پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، سعودي عربستان او ایران لا هم ډېپلوماتیکې اړیکې پالي.

ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر د حوثي یاغیانو برید

کریملي خبریالانو ته وویل چې "موږ له ایران سره مستقیمي اړیکې ساتلې دي".

هغه حوثیان تورن کړل چې په وروستیو کې يې له سعودي چارواکو سره په عمان کې د لیدنې غوښتنې رد کړې دي.

د هغه په ټکو "د وروستي کړکېچ د حل په هدف مو د عمان په پلازمېنه مسقط کې حوثیانو سره د خبرو اترو لپاره وړاندیز وکړ، خو هغوی رد کړ".

حوثیانو په وروستیو کې د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو د بریدونو سربېره د دې هېواد هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.