په کابل کې د یو شمېر کورنیو په خبره، رسټورانټونو ته د تګ توان نه‌لري

انځور له ارشیف څخه

په کابل ښار کې یو شمېر کورنۍ وايي، چې د مالي ستونزو له امله رسټورانټونو ته د ډېر کله تګ توان نه کېږي؛ خو په یاد ښار کې د یو شمېر رسټورانټونو څښتنان بیا وايي، چې کار یې ښه دی او خپل پېرودونکي لري.

د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکې حسینه، ازادۍ راډیو ته وايي: «چې ډېر توان ولرو، ښايي په کال کې یو یا لږ تر لږه دوه ځلې رسټورانټ ته ولاړ شو.»

دا زیاتوي، د دوی اته کسیزه کورنۍ ده، د پلار د لږې تنخوا له امله یې په سختۍ د ژوند لومړني لګښتونه پوره کېږي. د دې په خبره، د دوی لپاره ریسټورانټ ته ډېر تګ لږ وخت شونی دی.

ازادۍ راډیو ته یې وړاندې زیاته کړه: «د ټیټې طبقې اقتصادي وضعیت هېڅ ښه نه‌دی. هغوی آن دا فکر هم نه‌شي کولی چې رسټورانټ ته ولاړ شي. موږ داسې اندېښنې لرو لکه د کور کرایه، د اوبو او برېښنا پیسې. د ټیټې طبقې خلکو لپاره رسټورانټ ته تلل ډېر ستونزمن دي.»

د کابل د ځینو کورنیو لپاره رسټورانټ ته تلل یوه عادي تفریحي چاره نه‌ده، بلکې داسې لګښت دی چې د اقتصادي ستونزو له امله یې په آسانۍ د ورکړې توان نه‌لري.

د کابل یو بل اوسېدونکی، حیدر، هم وايي چې په رسټورانټ کې د خوړو لګښت د دوی د کورنۍ له اقتصاد پورته خبره ده: «موږ هېڅ‌کله رسټورانټ ته نه‌شو تللی؛ موږ د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه په سختۍ سره پوره کوو، نو رسټورانټ ته د تګ خبره خو پر ځای پرېږده. هغه خواړه چې درې کسان یې په ریسټورانټ کې خوري، ښايي د شپږو کسانو د لسو ورځو د خوړو له لګښت سره برابر وي. نو موږ اړتیا نه وینو چې رسټورانټ ته ولاړ شو.»

هغه خواړه چې درې کسان یې په رسټورانټ کې خوري، ښايي د شپږو کسانو د لسو ورځو د خوړو له لګښت سره برابر وي
حیدر، د کابل اوسېدونکی

خو په داسې حال کې چې دا کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي، د کابل ځینو رسټورانټونو ته بیا هم د خلکو تګ راتګ او د پېرودونکو حضور د پام وړ دی.

نورالله الهام، چې په کابل کې د یوه نوي جوړ شوي رسټورانټ له شریکانو څخه دی او نږدې دوې میاشتې وړاندې یې فعالیت پیل کړی، ازادۍ راډیو ته وویل: «ډېر پېرودونکي مو د متوسط او لوړ اقتصاد خلک دي؛ خو د بېلابېلو اقتصادي کچو ځینو کسانو هم هڅه کړې چې لږ تر لږه یو ځل دلته راشي.»

د دوی ډېری پېرودونکي بهرنیان او د ځینو موسسو او ادارو استازي دي.

د نویو جوړو شویو رسټورانټونو تر څنګ د کابل ځینې پخواني رسټورانټونه هم کورني او بهرني پېرودونکي لري. د یوه پخواني رسټورانټ عمومي مدیر حسیب‌الله عزیزي، چې له نږدې نهو کلونو راهیسې په کابل کې فعالیت لري، ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ ډېری پېرودونکي بهرنیان دي؛ ځکه دوی د هغو افغاني خوړو تر څنګ، چې خوښوي یې، غواړي سټېک، پاستا، پیتزا او نور خواړه هم وازمايي. سربېره پر دې، بهرني بنسټونه او ادارې هم ډېر کله د خوړو فرمایشونه کوي.»

هغه وړاندې زیاته کړه: «زموږ بهرني پېرودونکي هم ډېر راځي، چې کره شمېر یې نه‌دی معلوم. ډېری یې د اروپايي هېوادونو دي. سربېره پر دې، زموږ خپل هېوادوال هم شته چې په رخصتیو کې افغانستان او زموږ رسټورانټ ته راځي او موږ یې کوربه‌توب کړی دی.»

که څه هم د دغو رسټورانټونو مسوولان وايي، چې خپل نرخونه یې داسې ټاکلي دي، چې ډېر خلک په‌کې خواړه وخوړلی شي، خو د ځینو کورنیو اقتصادي ستونزو ته په کتو، له کور څخه بهر د خوړو د لګښت د ورکړې توان د ټولو خلکو لپاره یو ډول نه‌دی.

ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې په کابل کې د فعالو رسټورانټونو او هغو رسټورانټونو د شمېر په اړه، چې په دې وروستیو کې جوړ شوي، له کابل ښاروالۍ معلومات تر لاسه کړي، خو د دغه ریاست فرهنګي سلاکار، نعمت‌الله بارکزي، د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

سره له دې، د رسټورانټونو د مالکانو د معلوماتو له مخې، چې په دغه راپور کې ورسره خبرې شوې دي، یوه یې نږدې دوې میاشتې مخکې په کابل کې فعالیت پیل کړی، بل هم له شاوخوا نهو کلونو راهیسې فعالیت کوي. دا دوه بېلګې ښيي، چې په کابل کې هم نوي ریسټورانټونه جوړېږي او هم ځینې پخواني رسټورانټونه خپل فعالیت ته دوام ورکوي؛ خو د عمومي ودې پایلې ته یې رسمي شمېرو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی دی، چې په افغانستان کې میلیونونه کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري او یو شمېر کورنۍ د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د عاید د محدودیتونو له امله د کافي خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

لکه د حسینې او حیدر په څېر کورنیو لپاره بنسټي مسله رسټورانټ ته د تګ یا د رسټورانټ د انتخاب نه‌ده، بلکې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول دي.