په کندهار کې د اینځرو پلورونکي وايي، سږ کال د دغه محصول بیې نیمايي راټیټې شوې دي

په کندهار کې بزګران د اینځرو حاصل وچوي، ۲۰۲۳ز کال؛ انځور له ارشیف څخه

په کندهار کې د وچو اینځرو د یو شمېر عمده پلورونکو په خبره، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه محصول بیې تر نیمايي راټیټې شوې دي. دوی د بازار د خرابېدو اصلي لاملونه له پاکستان سره د سوداګریزو لار تړل، د لېږد لګښتونو زیاتوالی او د راکړې ورکړې کمښت ښيي.

خیرالله، چې په کندهار کې د وچو اینځرو عمده‌پلورونکی دی او شاوخوا اووه کاله کېږي، چې په دې برخه کې کار کوي، ازادۍ راډیو ته یې وویل: «سږ کال د اینځرو بازار ډېر خراب دی، هغه اینځر چې تېر کال به په زر افغانۍ پلورل کېدل، اوس یې بیه پینځو سوو افغانیو ته راټیټه شوې ده، ځکه چې له پاکستان سره لارې تړلې دي.»

خیرالله وايي، د بیو ټیټېدل او د پاکستان له لارې هند ته د توکو د لېږد ستونزو بازار له خرابېدو سره مخ کړی دی.

هغه ازادۍ راډیو ته زیاته کړه، د تېر کال په پرتله د وچو اینځرو د بېلابېلو ډولونو بیې تر نیمايي راټیټې شوې دي او د سوداګرو پېر هم ډېر کم شوی دی.

هغه وویل: «تېر کال به مو څلور کیلو او څلور سوه ګرامه سپین اینځر له ۲۸۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانیو پلورل؛ خو سږ کال په ۱۸۰۰ تر ۱۹۰۰ افغانیو پلورل کېږي. هغه سوداګر چې تېر کال به یې لس موټره اینځر اخېستل، سږ کال یو موټر اخلي.»

سږ کال د اینځرو بازار ډېر خراب دی، هغه اینځر چې تېر کال به په زر افغانۍ پلورل کېدل، اوس یې بیه پینځو سوو افغانیو ته راټیټه شوې ده، ځکه چې له پاکستان سره لارې تړلې دي
خیرالله، په کندهار کې د وچو اینځرو عمده‌پلورونکی

نظیراحمد، چې له بڼوالو څخه د اینځرو یو بل پېرودونکی دی، وايي د توکو په لېږد کې ځنډ راکړه ورکړه زیانمنه کړې ده. هغه د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستو لپاره ګام پورته کړي.

نظیر احمد زیاته کړه: «کله تاوان کوو او کله یواځې خپل لګښتونه پوره کوو. سوداګر وايي کارګو نه‌شته، تر هغو چې زمینه برابره نه‌شي له موږ اینځر نه اخلي.»

خو له دې سره سره، د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنه وايي، د پاکستان د لارې تړل کېدو د اینځرو پر ټولیزو صادراتو محدود اغېز کړی دی؛ ځکه د مالونو یوه برخه د ایران له لارې متحده عربي اماراتو ته، د ترکیې له لارې هند ته او همدارنګه د هوايي دهلېزونو له لارې صادرېږي.

د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویاند خالد احمد رحماني، ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم د لېږد لګښتونو زیاتوالی هم د صادرونکو له ستونزو څخه دی، خو دودیزه بسته‌بندي او د ځینو شرکتونو له لوري د نړیوالو معیارونو نه رعایتول هغه لاملونه دي، چې په نړیوالو بازارونو کې یې د افغانستان د اینځرو تقاضا راکمه کړې ده.

رحماني زیاته کړه: «موږ په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په کندهار ولایت کې چې د اینځرو د تولید له مهمو مرکزونو څخه دی، د پروسېس او ډېرې عالي بسته‌بندۍ مناسب سېسټم نه‌لرو. بسته‌بندي ډېره دودیزه ده او ډېری شرکتونه د صادراتو نړیوال معیارونه نه مراعتوي، صادرات هم په دودیز ډول تر سره کېږي. همدا مسله لامل شوې ده، چې د افغانستان د اینځرو تقاضا په نړیواله کچه راټیټه شي.»

ښاغلي رحماني وویل، د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو د راغونډولو په موسم کې په بندرونو او هوايي ډګرونو کې ګڼه‌ګوڼه تر یوه بریده عادي خبره ده، ځکه د هغه په وینا، په همدغه وخت کې د صادراتو کچه لوړېږي.

د تېر ۲۰۲۵ز کال په اکټوبر کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر سختو نښتو وروسته د سپین بولدک – چمن په ګډون ټولې ځمکنۍ لارې وتړل شوې.

تر دې مخکې هند د تېر کال په اپرېل میاشت کې د کشمیر په پهلګام کې تر خونړي برید وروسته له پاکستان سره د واګه پوله وتړله، هغه لار چې د پاکستان او هند تر منځ یې د توکو په لېږد کې مهم رول درلود.

د دې لارو تړل کېدو افغان سوداګر اړ کړي، چې له بدیلو لارو کار واخلي؛ هغه لارې چې د دوی په خبره د توکو د لېږد وخت او لګښت دواړه زیاتوي.

ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې په کندهار کې د اینځرو د بیو د راټیټېدو او د دغه سیکټور د ملاتړ د لارو چارو په اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر هم واخلي، خو د دغه راپور د خپرېدو تر وخت پورې د وزارت مسوولانو د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد، د ۱۴۰۴ل د لیندۍ (قوس) په میاشت کې له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي وو، چې د دغه کال په لومړیو اته میاشتو کې له افغانستان څخه د نږدې ۲۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له ۴۳ زره ټنو ډېر اینځر صادر شوي دي.

هند، متحده عربي امارات، پاکستان، ترکیه او څو نور هېوادونه د دغه محصول صادراتي بازارونه دي.

له بلې خوا، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا، د ۱۴۰۵ل کال د وږي (سنبلې) په میاشت کې ځینو کورنیو رسنیو ته ویلي وو، چې د همدغه کال له وري (حمل) څخه د زمري (اسد) تر پایه له کندهار څخه د ۳۴،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۰۰ ټنه وچه مېوه څو هېوادونو ته صادره شوې ده.

په ورته وخت کې، د کندهار د وچې مېوې ټولنې مرستیال بسم‌الله نوري ویلي، هند ته د وچې مېوې لېږد چې پخوا به یې شاوخوا ۱۰ ورځې وخت نیوه، اوس له ۵۵ ورځو نیولې تر دوو میاشتو پورې وخت نیسي.