د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د کړکېچ زیاتوالی؛ ریاض ته د برید ګواښ

ارشیف، د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف تر ملاتړ لاندې یمني پوځیان

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د سې‌شنبې په ورځ «د تلې په ۲۱مه» د یمن په پلازمېنه صنعا کې د عملیاتو له ترسره کولو مخکې، له ملکي وګړو وغوښتل چې د تېلو له تأسیساتو ځانونه لیرې کړي.

د فرانس‌پرس خبري اژانس د راپور له مخې، حوثیانو چې صنعا یې تر واک لاندې ده، د دې خبرداري په غبرګون کې ګواښ کړی چې پر پلازمېنه هر ډول برید ته به د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض باندې په برید ځواب ورکړي.

د ریاض په مشرۍ پوځي ائتلاف د یمن د حکومت چې په رسمیت پېژندل شوی، ملاتړ کوي.

د ائتلاف ویاند، ترکی المالکي، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي: "د ائتلاف د ګډو ځواکونو قومانداني له ملکي وګړو غواړي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره په صنعا کې د یمن د تېلو شرکت د الصباحه مرکزي تم‌ځای ودانۍ تخلیه کړي."

هغه د یادو تأسیساتو چې د صنعا په څنډه کې موقعیت لري، نقشه هم خپره کړې.

د دې خبرداري په غبرګون کې د یمن د حوثیانو پوځي ویاند، یحیی سریع، خبرداری ورکړی چې پر صنعا د هر ډول برید په ځواب کې به ریاض له «سخت او دردناک» برید سره مخ شي.

په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر د حوثیانو حمله

دا ګواښونه وروسته له دې کېږي چې له جولای میاشتې راهیسې د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو، تېل‌وړونکو بېړیو او هوايي ډګرونو د حوثیانو له‌خوا بریدونه شوي دي.

د شنبې په ورځ په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید ۱۳ کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

دې برید د هوايي ډګر فعالیتونه هم ودرول.

د سعودي چارواکو په وینا، د دغه هېواد پر هوايي ډګرونو په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف چې پاکستان او ترکیه هم په‌کې شامل دي، اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» یې ریاض ته نږدې د حوثیانو یو توغندی او د سعودي عربستان په جنوب کې یې د دوه نورو بالستیک توغنديو مخه نیولې او هغه‌یې له‌منځه وړي دي.

له دغو بریدونو وروسته اتحاد ایروېز او ګلف ایر هوايي شرکتونو ریاض ته خپلې الوتنې لغوه کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ریاض پر هوايي ډګر برید «د نه‌منلو وړ» بللی او ویلي یې دي چې په دې اړه به د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړي.

ارشیف، ډونالد ټرمپ او محمد بن سلمان

هغه همداراز ویلي چې د حوثیانو پر مورچو د سعودي عربستان په بریدونو کې د امریکا د احتمالي ګډون موضوع هم تر څېړنې لاندې ده.

د جګړې د پراخېدو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر تورک، د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو د حوثیانو بریدونه وغندل او د کړکېچ د کمولو او د «بلې فاجعې» د مخنیوي غوښتنه‌یې وکړه.

هغه ټینګار کړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې پر ملکي وګړو او ملکي تأسیساتو بریدونه منع دي او د دغه ډول بریدونو عاملان باید عدالت ته راوستل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر، برهم صالح، هم د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې په یمن کې د جګړې له زیاتېدو راهیسې تر ۲۱۷ زرو ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.