په کابل کې ښځې د عامه ټرانسپورټ د کارونې په برخه کې له محدودیتونو څخه سر ټکوي

په کابل کې په یوه ټکسي کې ښځې سفر کوي، ۲۰۰۹ز کال. انځور له ارشیف څخه

په کابل کې ځینې ښځې وايي، ډېری موټرچلونکي یې په موټر کې سپرېدو ته نه پرېږدي، که یې پرې‌هم‌ږدي، بیا نو باید د دوو کسو کرایه ورکړي، ځکه چې دوی باید په ګوښي ځان یو سیټ وکاروي. دوی وايي، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ ورته دا چاره بوج کړې ده. طالبانو موټرچلونکو ته ویلي، له محرم پرته ښځینه دې موټر ته نه پورته کوي.

په کابل ښار کې د عامه ټرانسپورټ کارول د یو شمېر ښځو لپاره په ورځنۍ ستونزې بدل شوي دي.

هغه ښځې، چې د کار، روغتیايي چارو، سودا اخیستلو او نورو اړتیاوو لپاره د ښار له یوې سیمې بلې ته ځي، وايي، کله‌ناکله د موټر موندلو لپاره په تم‌ځای کې ډېر انتظار کوي.

د دوی په وینا، یو شمېر موټرچلونکي د ښځینه مسافرو له سپرولو ډډه کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په موټر کې نورې ښځې نه وي.

د پلازمینې یوې اوسېدونکې مروا، ازادۍ راډیو ته وویل: «موږ ته د عامه ټرانسپورټ په برخه کې ستونزې ډېرې زیاتې دي، هېڅ موټروان ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې په موټر کې ورسره سپرې شي، ځکه دوی وايي بله ښځه نه‌شته او ودرېدل د دوی وخت ضایع کوي، د همدې لپاره نارینه پورته کوي خو ښځې نه، زه په وار وار دغه ډول حالت سره مخ شوې یم او په تم‌ځای کې مې ساعتونه ساعتونه انتظار کړی دی.»

زه په وار وار دغه ډول حالت سره مخ شوې یم او په تم‌ځای کې مې ساعتونه ساعتونه انتظار کړی دی
مروا، د کابل اوسېدونکې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو پر سفر یو شمېر محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې ښځې باید له محرم پرته د اوږده واټن سفر ونه‌کړي.

خو د ښار دننه د ښځو تګ راتګ په بشپړه توګه نه‌دی منع شوی؛ خو په کابل ښار کې یو شمېر اوسېدونکې ښځې وايي، په عملي ډګر کې د عامه ټرانسپورټ موندل ورته آسانه نه‌دي او دغه وضعیت یې ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

د کابل ښار د کوټه سنګي د سیمې یوې مېرمنې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل: «اول خو له کوره نه وځو، خو که بیا هم یو اړین کار پېښ شي او ووځو، له ښاري ټرانسپورټ استفاده زموږ لپاره ډېره سخته ځکه ده، چې موږ ته اجازه نه راکوي خو کله هم که کوم ډریور حاضر شي، نو بیا موږ مجبور یو د دوه کسانو کرایه ورکړو، د شل افغانیو په ځای اړ یو چې ۴۰ افغانۍ ورکړو.»

دوی وايي، د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو په اوسنیو شرایطو کې دغه وضعیت ورته په یوه اضافي مالي بار بدل شوی دی.

د کابل د احمد شاه بابا مینې یا ارزان قېمت سیمې یوې اوسېدونکې لیلاما، ازادۍ راډیو ته وویل: «زه هره ورځ مجبوره یم چې خپلې مدرسې ته له ارزان قېمت نه تر کارته نو پورې سفر وکړم، خو ښاري ټرانسپورټ نه‌شته، ما له ډېر مجبوریته ځان ته ریکشاه کرایه کړې ده چې وړي او راوړي مې او د میاشتې ورته ۳ زره افغانۍ ورکوم، که ښاري ټرانسپورټ کې ښځو ته آسانتیاوې برابرې شي، نو زه لس افغانۍ له دې اړخه او لس له هغه اړخه ورکوم چې ډېر به اقتصادي راته تمامېږي.»

د ښځو لپاره د ټرانسپورټ دا ستونزې داسې مهال مطرح کېږي، چې افغانستان له اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو هم په وار وار ویلي دي، چې پر افغان ښځو لګېدلو محدودیتونو د هغوی پر کار، زده‌کړو او په عامه ژوند کې پر ګډون اغېز کړی دی.

له ۲۰۲۱ز کال راهیسې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او ښځې له پوهنتونونو منع دي او په ډېرو ادارو او برخو کې د ښځو د کار فرصتونه هم محدود شوي دي.

په همدغو شرایطو کې په کابل کې اوسېدونکې ښځې وايي، د عامه ټرانسپورټ پر وړاندې موجودې ستونزې یې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې لا پسې ډېروي.

دوی له اړوندو چارواکو غواړي، چې د ښځینه مسافرو د تګ راتګ لپاره روښانه او عملي ترتیبات برابر کړي، چې ښځې ساعتونه په تم‌ځایونو کې انتظار ته اړې نه‌شي او د یوه مسافر لپاره ترې د دوو کسانو کرایه وانه‌خیستل شي.