د سعودي عربستان چارواکو اعلان کړی چې د پلازمېنې ریاض نړیوال هوايي ډګر به د یمن د حوثي یاغیانو د پرلهپسې بریدونو له امله تر راتلونکې شنبې د اکټوبر تر ۱۷مې پورې تړلی وي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر فعالیتونه د امنیتي تدابیرو د بشپړولو او د هوايي ډګر د تأسیساتو د خونديتوب د ډاډ ترلاسه کولو لپاره ځنډول شوي دي.
دغه هوايي ډګر د تېرې شنبې ورځې له هغه برید وروسته تړل شوی چې ۱۳ کسان پهکې ووژل شول او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شول.
د یکشنبې ورځې په یوه بل برید کې هم یو کس ووژل شو او نږدې ۱۲ نور ټپیان شول.
پر ملک خالد هوايي ډګر د برید نه د امنیتي کمرو انځور
د دغو بریدونو له امله د سعودي عربستان د هوایي چلند په فعالیتونو کې پراخه ګډوډي رامنځته شوې ده.
د هوايي چلند د معلوماتو یوې څېړنیزې ادارې «سیریوم» ویلي چې د سعودي عربستان په هوايي ډګرونو کې څه باندې ۴۶ سلنه الوتنې لغوه شوې دي.
د اروپا او اسیا یو شمېر هوايي شرکتونو هم ریاض ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.
د جرمني لوفتانزا شرکت د اکټوبر تر ۱۶مې او د ایر فرانس او «کېاېلاېم» شرکتونو د روانې میاشتې تر پایه ریاض ته خپلې الوتنې لغوه کړې دي.
د امریکا ډېلټا هوايي شرکت هم له اتلانتا څخه ریاض ته د نویو الوتنو پیل د ۲۰۲۷ کال تر مارچ میاشتې ځنډولی دی.
د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې له خپلو هوايي شرکتونو غوښتي چې د سعودي عربستان په فضا کې د الوتنو پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.
د ملک خالد هوايي ډګر سټلایټ انځور
د هوايي چلند کارپوهان خبرداری ورکوي چې پر ملکي هوايي ډګرونو دوامدار بریدونه د نړیوالو الوتنو خوندیتوب ته جدي ګواښ پېښوي.
دوی وايي، د دغو بریدونو اغېزې یوازې په سعودي عربستان پورې نهمحدودېږي، بلکې د منځني ختیځ او د اروپا او اسیا ترمنځ پر هوايي تګ راتګ هم اغېز کوي.
د ریاض د هوايي ډګر تړل کېدو د سعودي عربستان اقتصادي فعالیتونه هم اغېزمن کړي او په روانه میاشت کې یې د پانګونې او انرژۍ د نړیوالو غونډو د ترسره کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.