د زړه د سوري په ناروغۍ اخته زرګونه افغان ماشومان د درملنې په تمه دي؛ په دې موده کې له سختو ناروغیو او آن مرګ سره مخ کېږي

انځور له ارشیف څخه

د زړه په سوري اخته زرګونه افغان ماشومان د ژوند ژغورونکو عملیاتو په تمه دي، خو کورنۍ یې د ناڅرګند برخلیک په اړه له اندېښنو سره مخ دي. دوی وايي، کلونه کېږي چې د افغاني سرې میاشتې له خوا د درملنې نوبت رسېدو ته په تمه دي، په داسې حال چې ورځ تر بلې یې د ماشومانو روغتیایي وضعیت خطرناک کېږي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي: «ډاکتر راته وویل چې دا د زړه ناروغي لري.» دی زیاتوي، د «مروا» په نامه درې کلونه لور یې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ده او د درملنې او عملیات اقتصادي توان یې نه‌لري.

محمد ابراهیم، ازادۍ راډیو ته وویل، چې د محمد په نامه یو ۳ کلن زوی یې تېر کال د همدې ناروغۍ له امله مړ شو او اوس د خپلې لور ژوند ته خورا اندېښمن دی. ده وړاندې زیاته کړه: «د ۲۰۲۳ز کال ډېسمبر کې مو ډاکتر ته بېولې وه، چې ډاکتر راته وویل چې دا د زړه په ناروغۍ اخته ده، عملیات مو لا ورته نه‌دي کړي، اسناد مې په سره میاشت کې جمعه کړي، خو لا یې احوال نه‌دی راکړی او نوبت ته منتظر یو، که خپله (شخصي لګښت) باندې عملیات ورته کوو، یو تر یو نیم لک افغانۍ پرې لګېږي، موږ خو یوه ترخه خاطره لرو، اوس مې د دې ماشومې سینه ډېره ژر ژر خرابېږي، یوه اوونۍ ښه وي، یوه اوونۍ یې لاس کنول وي، ستنې ورته کوو خو نور یې په علاج ځکه ناتوانه یم، چې زه بې‌کاره یم.»

ابراهیم وایي د خپل مړه شوي زوی محمد لپاره یې هم ډېر وخت افغاني سرې میاشتې ادارې ته انتظار کړی و، چې له هېواد څخه بهر یې د زوی د درملنې زمینه برابره او مرسته ورسره وکړي، خو په خبره یې له نوبت رارسېدو وړاندې وفات شو.

ډاکټرانو راته وویل چې د ده زړه سوری دی او دلته یې علاج نه کېږي
د یو ناروغ ماشوم پلار

د کندهار ولایت اوسېدونکی او په دې ناروغۍ د یوه بل اخته دوه کلن ماشوم، نسیم، نیکه خیر محمد هم په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل: «کله چې دا کوچنی پیدا شو، دی په دې ناروغۍ اخته و، موږ بوته او پر ډاکترانو مو ډېر وګرځاوه، چې روغتون ته مو یووړ، ډاکټرانو راته وویل چې د ده زړه سوری دی او دلته یې علاج نه کېږي، سرې میاشتې ته یې بوځئ، (زوی مې)دومره وسه نه‌لري چې درملنه یې وکړي.»

دا افغانه کورنۍ وایي د درملنې د محدودو امکاناتو، اقتصادي ستونزو او بهر ته د لېږد د پروګرامونو د کمېدو له امله، د دغو ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده او د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په ګډون د روغتیا له نړیوال سازمان او مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کوي، چې د دوی د ماشومانو په درملنه کې ورسره مرستې وکړي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه کې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل، چې د زړه په سوري او د زړه په ناروغیو زرګونه تشخیص شوي د درملنې د مرستې لپاره ورسره ثبت دي.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې اوس مهال کابو ۱۴زره هغه ماشومان ثبت شوي دي، چې د زړه سوري په ګډون په قلبي مورزادي نیمګړتیاوو اخته دي، چې په ټکو یې، د دغو ماشومانو له ډلې نږدې ۷ زره یې داسې پېچلي حالتونه لري، چې د افغانستان په روغتونونو کې یې درملنه شونې نه‌ده او د پرمختللو جراحي عملیاتو لپاره باید بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه هند او جرمني ته واستول شي.

دا ټولنه وایي، د امکاناتو تر بریده هڅه کوي چې د نړیوالو همکارانو په مرسته یو شمېر ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي، خو د اړتیا په پرتله یې امکانات ډېر محدود دي.

د سرې میاشتې د چارواکو په وینا، د راجع کېدو بهیر د طبي ارزونې، د مرستندویو بنسټونو د ظرفیت او مالي امکاناتو له مخې تر سره کېږي او زرګونه نور ماشومان لا هم د انتظار په لېسټ کې دي. خو ځینې متخصص ډاکټران وايي، د زړه سوري په ګډون د زړه ځینې مورزادي نیمګړتیاوې که پر وخت جراحي نه‌شي، د ماشوم د ژوند لپاره جدي ګواښ رامنځ ته کوي.

په کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو روغتون د زړه د جراحۍ روزونکی او متخصص ډاکتر محمد حنیف تسل په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوی په روغتون کې له تېر یوه کال راهیسې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو د عملیاتو او جراحۍ مرکز جوړ شوی او دوی هر ورځ له ۱۵ تر ۲۰ ناروغو ماشومانو تشخیص کوي: «یو تعداد هغه عملیات چې ډېر ځنډېږي، زړه ته یې زیان رسېږي، د طبابت له اړخه جینیټیکي فکټورونه، فقر، محیطي او نور ټولنیز لاملونه په‌کې رول لري، کومې کورنۍ چې اقتصادي ستونزې ولري، میندې یې د وینې کمښت یا اعتیاد ولري، یا هم د مېندوارۍ پر مهال حیواني محرقې ولري، یا عصبي درمل وکاروي، دا هم په‌کې رول لري، موږ په دغه یوه کال کې تقریباً ۲۰۰ ناروغان عملیات کړي دي، دغه ماشومان چې د زړه سوري لري، ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري؛ ځکه چې د دوی د میکروب په مقابل کې حساس دي، که له کم میکروب سره هم مخ شي، سینه بغل او زوکام کېږي او دا ناروغي پرمختګ کوي، دا ماشومان ژر وزن نه‌شي اخیستلی، نو باید ښه تغذیه یې وشي او تر څو چې عملیاتو ته برابرېږي، مخصوص درمل لري چې باید په دوامداره توګه ورکړل شي.»

د روغتیاپالانو او د ماشومانو د زړه د ناروغیو د متخصصو ډاکترانو په خبره، د زړه سوري په ګډون قلبي مورزادي نیمګړتیاوې (Con-genital Heart Defects) هغه ناروغۍ دي، چې ماشوم له زېږون څخه وړاندې پرې اخته وي، دا نیمګړتیاوې د زړه په جوړښت کې رامنځ ته کېږي او د وینې پر عادي بهیر اغېز کوي، چې په خبره یې ځینې یې ساده وي او د درملو یا محدودې درملنې له لارې کنټرولېدای شي، خو پېچلې نیمګړتیاوې عاجلو جراحي عملیاتو ته اړتیا لري، ځکه د درملنې ځنډ د ماشوم د روغتیا د خرابېدو او آن د مړینې خطر زیاتوي.

په افغانستان کې د ماشومانو د زړه د پېچلو جراحي عملیاتو امکانات لا هم محدود دي. که څه هم په وروستیو کلونو کې په یو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو کې د ماشومانو د زړه ځینې عملیات تر سره کېږي، خو د پرمختللو او ډېر پېچلو جراحي عملیاتو لپاره اړین تجهیزات، متخصص جراحان او د عملیاتو وروسته د ځانګړې پاملرنې مرکزونه په کافي اندازه نه‌شته، چې له امله یې ډېر ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.

له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسې، افغاني سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو بشري بنسټونو او مرستندویانو په همکارۍ سلګونه افغان ماشومان د درملنې لپاره هند، جرمني، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته استولي، خو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د نړیوالو مرستو کمېدو، مالي محدودیتونو او د لېږد د پروګرامونو د محدودېدو له امله د هغو ماشومانو شمېر زیات شوی دی، چې د ژوند ژغورونکو عملیاتو لپاره د انتظار په لېسټ کې پاتې دي.