په افغانستان کې له متشبثو ښځو سره د ۱.۷ میلیون ډالرو مرسته؛ د کاروبارونو د بیا غوړېدو هیله

انځور له ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان کړی، چې د افغانو متشبثو ښځو د ملاتړ لپاره یې یو میلیون او اووه لکه ډالره ځانګړي کړي. یو شمېر متشبثې ښځې وایي، دا پانګونه د دوی د کاروبارونو په بیاغوړېدو او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو کې مرسته کولی شي؛ خو دوی د وېش د بهیر پر شفافیت ټینګار کوي.

صدیقه، چې په کابل کې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې فعالیت کوي، ازادۍ راډیو ته وايي: «دا مرسته باید ښځو ته په شفاف او عادلانه ډول ورکړل شي، ځکه ښځینه کار رامنځ ته کوونکې ډېرې دي؛ اوس مهمه دا ده، چې کومه یوه یې تر لاسه کړي؟»

صدیقه زیاتوي، تېر ځل یې د غور ولایت سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې وه؛ خو په وروستي یوه کال کې یې فعالیتونه کم او یو شمېر کارکوونکې بې‌دندې شوې دي.

په افغانستان کې، چې ښځې د کار او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، ډېری ښځې د خپل ځان او کورنیو د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره پر کوچنیو کاروبارونو تکیه کوي. په داسې شرایطو کې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ښځینه متشبثانو د ملاتړ لپاره د یو میلیون او اووه لکه ډالرو د ځانګړي کولو خبر ورکړی دی؛ خو دا مرسته به څنګه ووېشل شي او د ښځو د کاروبارونو په وده او د نویو کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو کې مرسته کولی شي؟

صدیقه هیله لري، چې دا مرستې به د هغې د فعالیتونو په بیاغوړېدو او کار ته یې د کارکوونکو په بېرته راګرځېدو کې مرسته وکړي. دې ازادۍ راډیو ته وویل: «یو کال کېږي چې زموږ کاروبار خراب شوی، تولیدات مو کم شوي، کارکوونکې مې کمې شوې دي او ډېری یې بې‌کاره دي. که دا مرسته وشي، زموږ د کاروبار د بېرته غوړېدو لپاره به ډېر ښه وي او کارکوونکې به مې بېرته خپلو دندو ته راوګرځي.»

د پانګې د کمښت ستونزه یواځې هغو ښځو پورې محدوده نه‌ده، چې خپل روان کاروبارونه پراخو غواړي. یو شمېر نورې ښځې هم وایي چې د مهارتونو او اقتصادي طرحو له لرلو سره سره، د بودجې د نه‌شتوالي له امله خپل د خوښې وړ کاروبار نه‌شي پیلولی.

مریم حیدري هم له همدغو ښځو څخه ده. دا غواړي د ښځو د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د بازارموندنې لپاره یو شرکت جوړ کړي. د دې په خبره، دا طرحه د ښځو د تولیداتو په پېژندنه او هغوی ته د عاید د ترلاسه کولو د لا ډېرو فرصتونو په برابرولو کې مرسته کولی شي؛ خو مریم وایي، د پانګې نه‌شتوالي یې د دې موخې د عملي کېدو مخه نیولې ده: «کافي بودجه نه‌لرو او همدې ستونزې زموږ کاروبار درولی دی. زه داسې ځانګړي مهارتونه لرم، چې ښځې په‌خپلو کورونو کې په خپلو پښو درولی او په خپل ژوند او د کورنۍ په ژوند کې یې بدلون راوستلی شي؛ خو له بده مرغه، د دغه کار لپاره بودجه نه‌لرم.»

ښځینه متشبثانې وایي، د پانګې د کمښت تر څنګ، بازار ته لاس‌رسی، د لومړنیو خامو موادو برابرول او د روزنیزو فرصتونو تر لاسه کول هم د دوی د فعالیتونو د دوام لپاره اړین دي. دوی ټینګار کوي چې مالي مرستې باید په شفاف ډول هغو ښځو ته ورسېږي، چې د دې مرستو د اغېزناکې کارونې او د خپلو کاروبارونو د پراخولو وړتیا لري.

زه هیله لرم چې دا مرسته هغو ښځو ته ورسېږي چې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي او د ودې وړتیا لري
فرزانه، یوه ښځینه متشبثه

فرزانه، چې یوه بله ښځینه متشبثه ده، وایي که دا پانګونه له روزنې او بازار ته له لاس‌رسي سره مله وي، نو د کاروبارونو په وده او د ډېرو کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو کې مرسته کولی شي: «زه هیله لرم چې دا مرسته هغو ښځو ته ورسېږي چې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي او د ودې وړتیا لري. که دا پانګه روزنې او بازار ته له لاس‌رسي سره مله وي، نو په رښتیا هم د ودې لامل کېدی شي.

که دا مرسته ما ته راکړل شي، زه به یې یو فرصت او مسوولیت وګڼم او د خامو موادو په برابرولو، د تولیداتو په زیاتولو او د کیفیت په لوړولو کې به یې ولګوم، چې له نورو کسانو سره هم مرسته وکړی شم.»

اقتصادپوهان هم وایي، د ښځو د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ، په ځانګړي ډول په هغو برخو کې، چې ښځې په‌کې تجربه او مهارت لري، په کورنیو کې د عاید د تر لاسه کولو زمینه پراخولی شي. دوی ټینګار کوي چې دا مرستې هغه مهال ډېرې اغېزناکې وي، چې د ښځو له واقعي اړتیاوو او د دوی د استوګنې سیمو له اقتصادي ظرفیتونو سره سمون ولري.

اقتصادپوهـ محمد بشیر دود‌یال، ازادۍ راډیو ته وویل: «د هغو ښځو لپاره چې په ګنډلو، لاسي صنایعو، د مېوو په پروسېس او د چرګانو په روزنه بوختې دي، دا مرسته ډېره مهمه ده. په ځینو ولایتونو کې ښځې په کرنه، بڼوالۍ او د زعفرانو په تولید کې هم فعالیت کوي.

که دا مرستې د کرنې او کلیوالي اقتصاد په برخو کې ولګول شي، نو ډېره ګټوره به وي. دغه کار به په دې برخو کې د ښځو د ودې لپاره زمینه برابره کړي او د کار کولو روحیه به یې هم پیاوړې کړي.»

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د سېپټمبر پر ۲۴مه اعلان وکړ، چې د افغان ښځو د کاروبارونو د ملاتړ لپاره به د یو میلیون او اووه لکه ډالرو په لومړنۍ پانګونې سره یو ګډ پروګرام پیل کړي.

ټاکل شوې ده، چې شاوخوا ۱۵۰۰ متشبثې ښځې له دغه پروګرام څخه ګټه واخلي. د دې دوو ادارو په وینا، د ښځو د کاروبارونو پیاوړتیا په غیرمستقیم ډول تر ۱۴ زرو ډېرو نورو کسانو ته هم ګټه رسولی شي.

دا مرسته په داسې حال کې اعلان شوې ده، چې په افغانستان کې ښځې د کار، تګ راتګ او اقتصادي فرصتونو ته د لاس‌رسي په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپلو راپورونو کې ویلي دي، چې د دندو د فرصتونو محدودیت، بازارونو ته د لاس‌رسي ستونزو او د تګ راتګ خنډونو د ښځو اقتصادي فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي دي.

په داسې شرایطو کې، کوچني کاروبارونه د ډېرو ښځو، په ځانګړي ډول د هغو ښځو لپاره چې د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده، د عاید پر یوې مهمې سرچینې بدل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له اووه سلنې څخه کمې ښځې بانکي حساب لري، یا د موبایلي پیسو له خدمتونو څخه ګټه اخلي. ډېری ښځې د خپلو کاروبارونو لپاره د اړینې پانګې د برابرولو په موخه پر خپلو شخصي سپماوو، له کورنۍ او ملګرو څخه پر پور اخیستلو او یا هم د خپلو شتمنیو پر پلور تکیه کوي.

نوی پروګرام یواځې مالي مرستې نه رانغاړي، بلکې ټاکل شوې ده چې له دغه پروګرام څخه ګټه اخیستونکې ښځې د مالي او ډیجیټلي سواد زده‌کړې، د کاروبار د مدیریت په برخه کې مشورې، د پلان‌جوړونې لارښوونې او د پلور بازارونو د موندلو لپاره ملاتړ هم ومومي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، څه باندې ۱۵ زره افغانې ښځې د کاروبار جوازونه لري؛ دا شمېره د پینځو کلونو پخوا په پرتله لس برابره لوړه شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ خونې هم اټکل کړی دی، چې شاوخوا ۱۲۵ زره ښځې له جواز پرته سوداګریز فعالیتونه کوي.

خو د ښځو د کاروبارونو د شمېر زیاتوالی په دې معنی نه‌دی، چې ټول خنډونه له منځه تللي دي؛ ډېری ښځې لا هم پانګې، بازارونو او اړینو مهارتونو ته د لاس‌رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د صدیقې او مریم په څېر ښځو لپاره دغه مرسته د دې فرصت برابرولی شي، چې خپل روان کاروبارونه وساتي او یا خپلې نوې طرحې عملي کړي؛ خو د دې مرستې رښتونی اغېز به د پروګرام د پلي کېدو پر څرنګوالي، د ګټه اخیستونکو د ټاکلو پر شفافیت او مالي سرچینو، روزنې او بازار ته د شرایطو وړ ښځو په لاس‌رسي پورې تړلی وي.