د تورخم لارې د بندېدو له امله په ننگرهار کې د ماهیانو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي

تر هغې وروسته چې له پاکستان سره د تورخم له لارې د افغانستان راکړه ورکړه بنده شوه، د ننگرهار ولایت د اوسېدونکو او ماهي‌پلورونکو په خبره، د ماهیانو بیې خورا لوړې شوې. د دوی په خبره، پخوا به د تورخم له لارې دغه ولایت ته په پراخه کچه ماهیان راواردېدل، خو اوس یې عرضه کمه شوې ده.

په جلال اباد ښار کې د ماهیانو د پلور بازار لا هم د پخوا په څېر گرم دی، خو بیې یې لوړې شوې دي او ډېری خلک وايي، چې د اخیستلو توان یې نه‌لري.

د جلال اباد یو شمېر اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته وویل، مخکې به یې یو کیلو ښه ماهیان په ۳ سوه افغانۍ اخیستل خو اوس یې بیې ۶ او ۷ سوه افغانیو ته رسېدلې دي. د جلال اباد یوه اوسېدونکي، رحمت‌الله، وویل: «مخکې به مو یو کیلو ماهیان په درې‌سوه یا درې‌نیم‌سوه افغانۍ اخیستل، خو اوس یې بیې ډېرې لوړې شوې دي، همدا پرون ما غوښتل چې وایې خلم، د یو کیلو بیه آن شپږ، اووه سوه افغانیو ته رسېدلې ده، داسې حال کې چې له یوې خوا بې‌کارۍ شي او له بلې خوا د بېلابېلو توکو بیې لوړې شي، نو بیا یې پوره کول ډېر سخت دي.»

د جلال اباد یوه بل اوسېدونکي، نصیر احمد هم ورته شکایت وکړ. هغه وویل: «د ماهیانو بيې ډېرې لوړې شوې دي، مخکې به یو کیلو دوه‌نیم‌سوه، درې‌سوه افغانۍ وو، خو اوس هغسې نه‌ده، د سیند ماهیان خو اصلاً له خوراکه وتلي دي، یو کیلو په اووه او اته‌سوه افغانۍ پلورل کېږي.»

د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانگړي ډول ننگرهار د ماهیانو د روزنې، پخلي او پلور له امله مشهور ولایت بلل کېږي او د ژمي په موسم کې د بېلابېلو ولایتونو خلک جلال اباد ښار ته د ماهیانو د خوړلو د میلې لپاره هم ورځي، خو د دغه صنعت یو

یو خو په کور دننه چې کوم فارمونه شته، هغه دومره تولید نه‌لري، چې د بازار اړتیا پوره کړي او دا چې لارې بندې دي مخکې به د تورخم له لارې ډېر زیات ماهیان راتلل ځکه یې بیې ټیټې وې
شفیق‌الله، د جلال اباد ښار یوتن ماهي‌ پلورونکی

شمېر کاروباریان وايي، د تورخم لارې د بندیدو له امله د دوی کاروبار اغېزمن شوی دی. د جلال اباد یوه ماهي‌پلورونکي، شفیق‌الله، وویل: «یو خو په کور دننه چې کوم فارمونه شته، هغه دومره تولید نه‌لري، چې د بازار اړتیا پوره کړي او دا چې لارې بندې دي مخکې به د تورخم له لارې ډېر زیات ماهیان راتلل ځکه یې بیې ټیټې وې.»

د تورخم دروازه، چې اوس مهال یواځې افغانستان ته د اوښتونکو افغان کډوالو پر مخ په یوه‌اړخیز ډول خلاصه ده، د تېر ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر ترینگلتیاوو او نښتو زیاتېدو وروسته د پاکستان له لوري د هر ډول تگ راتگ او سوداگرۍ لپاره وتړل شوه، هغه گام، چې د دواړو لوریو سوداگر او سیمه‌ییز وگړي یې له زیانونو سره مخ کړل.

د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ او صنایعو گډې خونې ویلي دي، چې د دروازې بندېدو د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر معیشت ژور اغېز کړی دی. که څه هم په ننگرهار کې د ماهیانو د روزنې شاوخوا ۱۰۰ لوی او واړه فارمونه شته دي، چې د رسمي راپورونو له مخې کلنی تولید یې نږدې دوه ټنه ښودل شوی دی، خو د ماهیانو یو شمېر کاروباریان وايي، دغه تولید د اوسني بازار اړتیا نه‌شي پوره کولی او لا هم له بهر څخه د واردېدونکو ماهیانو کمښت د بیو پر لوړوالي اغېز لري.

په ننگرهار کې د ماهیانو یوه پلورونکي محمد عیسی، ازادۍ راډيو ته وویل: «زموږ غوښتنه دا ده، چې په کور دننه باید د ماهیانو د روزنې د فارمونو شمېر زیات شي، په دې سره به له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي، لکه اوس چې موږ د ورځې شل یا ۳۰ کیلو پلور لرو، بیا به دغه پلور زیات شي، ځکه ژمی هم راروان دی او د ماهیانو غوښتنه لا زیاتېږي.»

دی وايي د ماهیانو د وارداتو د کمېدو تر څنگ د ټرانسپورټ او نورو لگښتونو زیاتوالی هم د ماهیانو د بیو په لوړېدو کې رول لري. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ پراخې ستونزې د خلکو د پېرلو توان کم کړی دی. د جلال‌اباد یو شمېر ماهي پلورونکي وايي، د بیو له لوړېدو سره پېرودونکي هم کم شوي او هغه کاروبار چې په ژمي کې به ډېر تود و، اوس د پخوا په ډول گټه نه‌لري.

دوی اندېښنه لري چې که د تورخم دروازه د سوداگرۍ پر مخ تړلې پاتې شي او د ماهیانو د کورنیو فارمونو تولید زیات نه‌شي، نو د ژمي په موسم کې به چې د ماهیانو غوښتنه معمولاً لوړېږي، بیې به یې همداسې لوړې پاتې شي.