م. م کې د امریکا استازی: د طالبانو له لوري د امریکايي اتباعو یرغمل نیونه نه‌شو زغملی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازی مایک والټز

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازي مایک والټز د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې امریکا د طالبانو له لوري د امریکايي اتباعو یرغمل نیونې نه‌شي زغملی.

هغه په افغانستان کې د ښځو او نجونو په شمول د بشري حقونو وضعیت ناوړه وباله او ویې‌ویل چې د افغانستان بې‌ثباتي په دغه هېواد پورې محدوده نه‌پاتې کېږي.

د امریکا استازي مایک والټز وویل: "یو شی چې هېڅوک باید حیرانه نه‌کړي، هغه دا دي چې د امریکا متحده ایالات به د طالبانو له لوري د امریکايي اتباعو برمته کول ونه‌زغمي، دغه‌راز موږ به د طالباني رژیم ګواښ یا مجبورولو ته تسلیم نه‌شو چې له امریکايي وګړو په بې‌رحمانه ډول د فشار د الې په توګه کار اخلي."

طالبانو په تېرو کلونو کې لږترلږه ۶ امریکايي وګړي خوشې کړي، خو امریکايي چارواکي وايي، د افغاني‌الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي په شمول څو امریکایان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د امریکا استازي د ملګرو ملتونو هغو راپورونو ته هم اشاره وکړه چې په افغانستان کې د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو، شکنجې، ناوړه چلند، جبري ورکېدو او له محکمې پرته د وژنو د دوام په اړه دي.

ارشیف، د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو ضد د یو شمېر معترضو ښځو اعتراض

هغه وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز پنځم کال ته داخل شوی دی.

د یونسکو د اټکل له مخې، شاوخوا ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

افغانستان د نړۍ یوازنی هېواد دی چې ښځې او نجونې په‌کې له منځنیو زده‌کړو او پوهنتون ته له تګ څخه منع شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په تړاو د افغانانو او نړیوالې ټولنې اصلي اندېښنې ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

اغلې ګانیون وویل، سره له دې چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې نسبي ارامي راغلې، د طالبانو سیاستونو د ټولنې ځینې برخې له عامه ژوند څخه څنډې ته کړې دي او د هېواد اقتصادي وضعیت لا هم نازک دی.

دې زیاته کړه: "سوله یوازې د وسله‌والې جګړې نشتوالی نه‌دی، بلکې د خلکو عزت، د پرمختګ فرصتونه او هیله هم غواړي."

ګانیون همداراز وویل، طالب چارواکو تېره میاشت واک ته د بېرته رسېدو پنځمه کلیزه ولمانځله او د اقتصادي ثبات، امنیت او بنسټیزو پروژو د پرمختګ خبره‌یې وکړه.

هغې وویل، دا پرمختګونه د پام وړ دي، خو باید د افغانستان د عمومي وضعیت په چوکاټ کې وکتل شي.

د هغې په وینا، پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لا هم دوام لري او د ټولنې بېلابېلې برخې له حکومت او عامه ژوند څخه لیرې ساتل شوې دي.

هغې همداراز د افغانستان د امنیت د کمزوري کولو لپاره د وسله‌والو او سیاسي هڅو او ګواښونو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې دا وضعیت د سیمې د ثبات او امنیت لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.

ګانیون وویل، په بدخشان کې وروستیو پېښو دغه خطرونه څرګند کړي دي.

د یوناما سرپرستې وویل، ادارې یې د جامو د اغوستلو د مقرراتو د سرغړونې په تور د ښځو د نیول کېدو پېښې هم ثبت کړې دي.

ګانیون زیاته کړه، د افغانستان اقتصادي وضعیت لا هم ډېر ناوړه دی.

د هغې په وینا، اقتصادي وده د نفوس له زیاتوالي سره برابره نه‌ده او د بشري مرستو کمېدو هم پر خلکو فشار زیات کړی دی.

هغې وویل، افغانستان پر وارداتو متکي دی، صادرات کم شوي او دې وضعیت د کورنیو د پېرلو توان کم کړی دی.