ملګري ملتونه: غزه کې د ویجاړیو لاندې موندل شويو مړو د جنګي جرمونو اندېښنې زیاتې کړي

پر غزې د اسرائیل په هوايي حملو کې وژل شوي فلسطینیان

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک وایي، د هغو سلګونو کسانو مړي چې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له امله د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې را ایستل شوي، د احتمالي جنګي جرمونو په اړه‌یې نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.

د روېټرز د راپور له مخې ولکر ترک د سې شنبې په ورځ وویل، په هغو سیمو کې چې درې کاله مخکې د پیل شوې جګړې په ترڅ کې د اسرائیل د بریدونو پر مهال ویجاړې شوې، د داسې کسانو مړي موندل شوي چې ښکاري د یوې کورنۍ غړي و.

هغه زیاته کړه چې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

هغه په یوه بیان کې وویل: "دا زړه‌ بوږنوونکې ده چې د هغو کسانو خپلوان چې له اوږدې مودې راهیسې یې د خپلو عزیزانو د ورکېدو په اړه اندېښنه لرله، اوس‌یې یوازې د یوه تر ټولو ویروونکي تأیید شاهدان دي."

ترک زیاته کړه د دغو مړو موندل هغه اندېښنې بیا راژوندۍ کوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې مطرح شوې وې.

د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې له ۶۳۰ څخه د زیاتو کسانو مړي او انساني پاتې شوني را ایستل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي و چې د جګړې په لومړیو اوونیو کې پر استوګنیزو ودانیو او نورو ملکي سیمو د اسرائیل بریدونو ښايي له نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه کړې وي.

د فلسطینیانو د ملکي دفاع په نوم ادارې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له نومبر راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې له ۶۳۰ څخه د زیاتو کسانو مړي او انساني پاتې شوني را ایستل شوي دي.

فلسطیني چارواکي اټکل کوي چې لا هم له ۸،۰۰۰ ډېر کسان د ودانیو تر خاورو او خښتو لاندې خښ پاتې دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ترک وویل، وېره لري چې تر اوسه را ایستل شوي انساني پاتې شوني ښايي "یوازې د یخ د غره څوکه" وي.

هغه وویل، د غزې لویې برخې د اسرائیل د بمباریو یا وروسته د نړولو او پاکولو د عملیاتو په نتیجه کې له خاورو سره یو شوې دي.

هغه همدارنګه اسرائیل تورن کړ چې لا هم د غزې په هغو سیمو کې چې د اسرائیلي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، د ورانولوعملیات مخ ته وړي.

د غزې لویې برخې د اسرائیل د بمباریو یا وروسته د نړولو او پاکولو د عملیاتو په نتیجه کې له خاورو سره یو شوې دي.

هغه وویل، بلډوزرونه "تر خاورو او خښتو لاندې مړو ته له هېڅ ډول درناوي پرته» کار کوي.

د راپور له مخې، د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر او د بهرنیو چارو وزارت د ولکر ترک د دغو څرګندونو په اړه د تبصرې لپاره د دې اژانس غوښتنې ته تر اوسه ځواب نه‌دی ویلی.

اسرائیل په وار وار هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي او وايي چې په غزه کې د حماس له وسله‌والو سره د جګړې پر مهال‌یې د نړیوال قانون له مخې عمل کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، پر غزې د اسرائیل بریدونو چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې پر اسراییل د حماس له خونړي برید وروسته پیل شول، شاوخوا ۶۱ میلیونه ټنه ویجاړې او ودانیزې خځلې رامنځته کړې دي چې پاکول‌یې ښايي اووه کاله وخت ونیسي.

په غزه کې د روغتیایي چارواکو په وینا، د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې له ۷۳ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د امریکا په منځګړیتوب شوي اوربند دغه پراخه جګړه پای ته ورسوله، خو د اسرائیل د منظمو هوايي او نورو بریدونو مخه‌یې نه‌ده نیولې.

په غزه کې د روغتیایي چارواکو په وینا، د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې له ۷۳ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

دواړه لوري یو پر بل د اوربند د سرغړونې تورونه لګوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر د جګړې په ترڅ کې د چلندونو د څېړنې په اړه روانو حقوقي بهیرونو ته په اشارې سره غوښتنه وکړه چې نړیوالو پلټونکو ته دې د غزې ټولو برخو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي، څو د شواهدو او اسنادو په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

د فلسطیني اشغال شویو سیمو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچیسکا البانیزې ویلي، مخکې له دې چې په غزه کې د ورانیو د بشپړ پاکولو چارې پیل شي، باید شواهد راټول او د مړو پاتې شوني وپېژندل شي.