د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۹

خبرونه

په غزه کې ښایي د نړیوال ځواک قومانده امریکایي جنرال ته وسپارل شي

غزه
غزه

رویټرز اژانس نن د اکسیوس رسنۍ په وینا خبر ور کړ چې د ولسمشر ټرمپ اداره غواړي په غزه کې د نړیوالو ځواکونو قومانده یوه امریکایي جنرال ته وسپاري.

د ملګرو ملتو امنیت شورا د نومبر په اوولسمه یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې په غزه کې د ثبات ټینګیدو لپاره نړیوال ځواکونه ځای پرځای شي.

اکسیوس د پنجشنبې په ورځ د دوو امریکایي او دوو اسراییلي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره پلان لري چې په غزه کې د نړیوال ثبات ځواک د قوماندې لپاره یو امریکایی دوه ستوری جنرال وټاکي.

اکسیوس رسنۍ وایي چې په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیر مایک والټز روانه اونۍ په اسراییل کې له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو چارواکو سره د خبرو په ترڅ کې هغوی ته د ټرمپ د پلان په اړه معلومات ورکړې دي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه د دوی سوالونو ته ځواب نه دی ویلی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان سږکال ورو اقتصادي وده کړې خو د نفوس د زیاتوالي په پرتله کمه ده

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغانستان اقتصاد که څه هم سږ کال لږه وده کړې، خو دا وده د نفوس د زیاتوالي پرتله کافي نده. په هغه راپورکې چې د نن چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې کرنه، صنعت او خدمات د اقتصادي فعالیتونو مهمې برخې دي، خو بې‌ وزلي، د کار محدود فرصتونه او د خلکو کم عاید لا هم د کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي.

د راپورله مخې دې ته په پام چې افغانستان ترډیره د خوراکي او نورو اړینو توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی، د نړیوالو بیو لوړېدل او د سیمې د سوداګریزو لارو ګډوډي کولی شي په دې هیواد کې د توکو بیې لوړې کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره دغه فشار پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو ډېر اغېز کوي.

راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.

د راتلونکې دوشنبې په ورځ د وږي په ۳۰ له جنوبي حوزې پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو پاک افغانستان بنسټ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ پر خپله ایکسپاڼه د دې کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په جنوبي حوزه کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي. دغه بنسټ ندي ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان واکسین شي خو په مخکینیو دا ډول عمومي کمپاینونو کې یې شمیرشاوخوا لس ملیونه ښودل شوی. د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۳ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.

هند له افغانستان سره د کرکټ د شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم وګټله

افغانستان تیرماښام د شل اوریزو لوبلړۍ دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.

افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره هند ته د ۱۶۰ منډو هدف ټاکلی وچې هندي لوبډلې هغه په ۱۵ اورکې د درې لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. تردې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه سبا پنجشنبې ترسره شي. افغانستان په هند کې د دغو لوبو کوربتوب کوي.

اوچا: له پاکستانه نوي راستانه شوي افغانان سختو شرایطو کې ژوند کوي

ارشیف، له پاکستانه د یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو د اوسېدو ځای
ارشیف، له پاکستانه د یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو د اوسېدو ځای

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، له پاکستانه نوي راستانه شوي په سختو شرایطو کې ژوند کوي او مرستندویان باید د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي چې د دغو کسانو پر لاسنیوي متمرکز دي.

په هغې وېډیو کې چې د اوچا د دفتر مشرې امي مارټین د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې له یو شمېر مېشت شویو څخه د خپلې کتنې په اړه د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې خپره کړې وایي چې دغه راستانه شوي د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو سره لاهم په سخت وضعیت کې دي.

د هغې په خبره دوی ځمکې ته لاسرسی نه‌لري، اسناد نه‌لري چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او نه هم کاري فرصتونو ته لاسرسی لري.

نوموړې له مرستندویانو او مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د ژمي په درشل کې چې ورته څو میاشتې پاتې دي د دغو زیانګالو کسانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیاتې مرستې وکړي.

اوچا د دوشنبې په ورځ ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له نیم میلیون زیات کسان له پاکستانه د تورخم پر دروازه راوښتي چې ۴۰ سلنه‌یې په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي دي.

د احصائیې او معلوماتو اداره: د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه سړکونه خامه دي

ارشیف، د افغانستان د ارزګان ولایت یو خامه سړک
ارشیف، د افغانستان د ارزګان ولایت یو خامه سړک

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي، په افغانستان کې د ټولو غځېدلو سړکونو او لارو څه باندې ۹۰ سلنه‌یې خام دي.

دغې ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د هغې سروې له مخې چې د دې ادارې له‌خوا د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سړکونو د شبکې په اړه ترسره شوې، په دې هېواد کې ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره سړکونه غځېدلي دي.

د دې ادارې په خبره د دغو سړکونو ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره‌یې پاخه او نور ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومتره‌یې خام دي.

دې ادارې ویلي چې دغه سروې یې د ټولګټو او د کلیو او بیارغونې د وزارتونو او د اوپن سټریټ مپ، (د معلوماتو د ثبت نړیوال پلاټفورم) او د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په اساس ترسره کړې ده.

د دغې سروې له مخې تر ټولو ډېر پاخه شوي سړکونه په کابل پورې تړلي او نورستان هم هغه ولایت بلل شوی چې تر ټولو لږ پاخه سړکونه لري چې اوږدوالی یې یوازې ۱۲ کیلومترو ته رسېږي.

د یمن باب‌‌المندب تنګي د تړل کېدو په اړه د قطر خبرداری

د یمن باب‌‌المندب تنګی
د یمن باب‌‌المندب تنګی

قطر خبرداری ورکړی چې که د یمن باب‌‌المندب تنګی عملاً وتړل شي، دا به نړیوالې سوداګرۍ ته جدي پایلې ولري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سې ‌شنبې په ورځ وویل، نړۍ د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته نه‌شي کولای چې د یوه بل مهم سمندري مسیر د تړل کېدو شاهد واوسي.

د ایران ملاتړې حوثي ملېشې اوس دې تنګي ته نږدې د یمن پر څو ساحلي سیمو او ټاپوګانو کنټرول لري چې له امله‌یې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

باب‌‌المندب سور سمندر له عدن خلیج سره نښلوي او په عادي شرایطو کې د نړۍ شاوخوا ۱۰ سلنه سمندري سوداګري له دې تنګي تېرېږي.

د امریکا فضايي ځواک تایید کړې چې دوی فضا ته وسلې وړې دي

د ځمکې مدار او امریکایي سپوږمکۍ
د ځمکې مدار او امریکایي سپوږمکۍ

د امریکا د فضايي ځواکونو په اعلامیه کې راغلي: « متحده ایالتونه په مدار کې د فضا د کنټرول داسې وسلې لري چې د دښمن له خصمانه اقداماتو څخه د ګډو ځواکونو د دفاع وړتیا لري»

دا لومړی وار دی چې متحده ایالتونو په فضا کې د وسلو د لرلو خبره تایید کړې.

متحده ایالتونو په ۲۰۱۹ کال کې د وسله وال پوځ د شپږمې خپلواکې څانګې په توګه د فضايي ځواکونو د تشکیل خبر ورکړ چې دندې یې د ګواښونو مخنیوی او ځمکنیو او هوايي ځواکونو ته د عملیاتي ملاتړ برابرول یاد شوي.

امریکا د ایران په جګړې د جون تر وروستیو څه باندې ۳۳ میلیارد ډالره لګولي

د امریکا جټ الوتکې
د امریکا جټ الوتکې

د متحده ایالاتو د حکومت د څارونکو ادارو یو رسمي راپور ښيي چې د جون تر ۲۹مې پورې، متحده ایالاتو له ایران سره په جګړه باندې ۳۳ میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالره لګولي دي.

دا تازه خپره شوې ارزونه د دفاع وزارت د تفتیش، بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو د اژانس په ګډه همکارۍ چمتو شوې ده.

د دوشنبې په ورځ، د ایران د جګړې چې امریکا یې د حماسي غصې عملیات بولي اړوند د دغه راپور له خپرېدو سره هممهاله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په "ټروت سوشل" (Truth Social) ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې متحده ایالات اوس په خپل تاریخ کې تر هر بل وخت ډېر پرمختللې وسلې تولیدوي او دا تجهیزات هره ورځ په منځني ختیځ او نورو سیمو کې میشتو امریکايي ځواکونو ته رسول کیږي.

د سند عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه ځنډولې

د طبي څانګو افغان محصلین
د طبي څانګو افغان محصلین

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه د سپټمبر تر ۲۹مې ځنډولې.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې محکمې په کراچۍ او نورو ښارونو کې د افغان محصلینو د عریضو په بنسټ دا پرېکړه کړې ده.

د لاهور عالي محکمې هم د سپټمبر په لسمه له طبي پوهنتونو او کالجونو د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه ځنډولې.

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ په پاکستان کې ټولو هغو افغان محصلانو ته د وتلو امر کړی چې په طبي زده کړو بوخت دي.

د راپورونو په اساس د ۳۵۰ نجونو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه افغان محصلین دمګړۍ د پاکستان د طب او ستوماتولوژۍ په پوهنتونو او کالجونو کې په زده کړو بوخت دي.

نن ماښام د افغانستان او هند دویمه شل اووریزه لوبه؛ هند لومړۍ ګټلې

د افغانستان کیپر رحمن الله ګربز او د هند ایشان کیشن توپوهونکی لومړۍ لوبه کې
د افغانستان کیپر رحمن الله ګربز او د هند ایشان کیشن توپوهونکی لومړۍ لوبه کې

افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به نن ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.

دا لوبه د نوې ډهلي په ارون جيټلي سټډیوم کې ماښام شپږ نیمې پیلیږي.

افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته خوړلې وه.

په هغې لوبه کې افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو هند بیا یواځې د درېو ویکټو په تاوان په ۱۴م اوور کې پوره کړ.

دا لوبې که څه هم هند کې کېږي خو کوربه توب یې د افغانستان په غاړه دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG