د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د وحشي ویروس د ۴ نویو پېښو خبر ورکوي.
د یاد سازمان د ختیځې مدیترانې سیمهییز دفتر په خپل وېبسایټ کې لیکلي دي چې دغه موارد د کونړ په دانګام ولسوالۍ، د نورستان په کامدېش، د فراه په فراه ولسوالۍ او د هلمند په لښکرګاه کې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان دوه اوونۍ مخکې هم په هرات، کندهار او پکتیکا ولایتونو کې د پولیو د ۴ پېښو خبر ورکړی و.
دغه پېښې د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو، د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې پېژندل شوې وې.
هغه کورنۍ چې ماشومانیې په پولیو اخته شوي وايي، د خپلو ماشومانو د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دي.
عایشه چې ۱۴ کلنه لور یې لېمه په پولیو یا ګوزن اخته شوې وايي د خپلې لور وضعیت ته ډېره ځورېږي.
هغې ازادي راډیو ته وویل: "ډېره په عذاب یم چې دومرهیې خدای ښه کړي چې خپله تشناب ته ولاړه شي او خپله ډوډۍ وخوري."
ارشیف، یو افغان ماشوم چې د پولیو واکسین ورته شوی دی.
د لېمې پلار مصطفی وايي لور یې له ولادت وروسته ښه وه، خو د وخت په تېرېدو سرهیې تکلیف زیات شو.
هغه وايي کابل کې یې د روغتیا وزارت ته مراجعه وکړه او هلتهیې یوه مرستندویه څوکۍ هم ورته جوړه کړه نوره څه خاصه درملنهیې ونهشوه.
یوازې عایشه او مصطفی نهدي چې خپلې لور ته ځورېږي، افغانستان کې لسګونه نورې کورنۍ هم چې کوچنیانیې په ګوزڼ اخته دي ورته حالت لري.
متخصص ډاکتران وايي چې نویو واقعاتو ته په کتو د واکسین هلې ځلې باید لا ګړندۍ او پراخې شي.
د کوچنیانو متخصص ډاکتر غلام حیدر رفیقي چې افغانستان کې یې پخوا یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره کار کړی او د پولیو ضد واکسین پروګرام له مؤسسینو څخه ګڼل کېږي وايي چې د عامه پوهاوي کموالی هم د واقعاتو د زیاتوالي یو لامل دی او عامه پوهاوی باید لا پراخ شي.
دی زیاتوي: "فقط دا باید وکړو چې (ماشومانو) ته د ټولو دورو واکسین ترسره شي. زه د ټولو روغتیايي کارمندانو او د ټولو وطنوالو نه خواهش کوم چې په دې مرحله کې چې متأسفانه یوازې افغانستان او پاکستان چې تر اوسه دا ویروس پهکې شته، موږ یې مخنیوی وکړو."
ارشیف، افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین
ډاکتر رفیقي وايي چې د واکسین ترڅنګ د پولیو د لهمنځه وړلو لپاره د حفظالصحې او د پاکو اوبو موجودیت یو ډېر اساسي ضرورت دی او افغانستان باید دا مجادله وکړي چې خلکو ته صحي اوبه او د حفظالصحې شرایط برابر شي.
هغه وايي که د پولیو ضد پراخ واکسین ترسره شي او بیا هم یو ماشوم چېرته پاتې شي او هغه ککړو اوبو یا غیر صحي شرایطو کې ژوند وکړي او د پولیو ویروس چې محیط کې موجود وي هغه واخلي، نو کېدای شي نورو ته هم سرایت وکړي.
د نویو ۴ پېښو په اعلان سره په افغانستان کې د پولیو د سږنیو پېښو شمېر ۲۳ او پاکستان کې ۳ پېښو ته رسېږي.
په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو (ډبلیو پي وي۱) ویروس ۵۲ مثبتې پېښې تأیید شوې وې چې ۲۱ په افغانستان او ۳۱ په پاکستان کې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې تر اوسه په بشپړه توګه لهمنځه نهدی تللی.
پولیو یا ګوزن درملنه نهلري او یوازې په واکسینیې مخنیوی کېدای شي.