د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۲

پولیو سره د افغانستان مبارزه؛ ۵ ولایتونو کې له ۲.۵ میلیون زیات ماشومان واکسین کېږي

ارشیف، افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق د کمپاین لړۍ
ارشیف، افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق د کمپاین لړۍ

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ پر وړاندې د واکسین نوی کمپاین د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۶مه) پیل شو.

دغه کمپاین په ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونو کې د ۴ ورځو په مخه ترسره کېږي او ټاکل شوې ده چې په ترځ کې یې څه د پاسه ۲ میلیونه او ۵۸۰ زره ماشومان واکسین شي.

کابل کې د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل رسنیو ته وویل چې کمپاین د پولیو د ویروس د لامخنیوي په هدف هم د څاڅکو او هم په تزریقي توګه ترسره کېږي: "د دغه کمپاین په ترځ کې به د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې له زېږون نه تر ۵۹ میاشتو لرونکو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو واکسین او له ۴ تر ۵۹ میاشتو لرونکو ماشامونو ته د پولیو جزوي زرقي واکسین هم ورکړل شي."

روان کمپاین د څاڅکو او هم په تزریقي توګه ترسره کېږي.

ښاغلي امرخېل له سیمه‌یزو مشرانو او قومي مخورو هیله وکړه چې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.

ارشیف، کندهار کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین
ارشیف، کندهار کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین

په عین حال کې د واکسین متخصص ډاکتران د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکو اوبو او حفظ‌الصحې په رعایت ټینګار کوي.

د کوچنیانو متخصص ډاکتر غلام حیدر رفیقي چې افغانستان کې یې پخوا یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره کار کړی او د پولیو ضد واکسین پروګرام له مؤسسینو څخه ګڼل کېږي وايي چې د عامه پوهاوي کموالی هم د واقعاتو د زیاتوالي یو لامل دی: "البته دا باید یاده کړم چې د پولیو د نابودۍ لپاره د واکسین په څنګ کې د حفظ‌الصحې او د اوبو د پاکوالي موجودیت یو ډېر اساسي ضرورت دی او افغانستان باید دا مجادله وکړي چې خلکو ته صحي اوبه او د حفظ‌الصحې شرایط برابر کړي."

د پولیو د نابودۍ لپاره د واکسین په څنګ کې د حفظ‌الصحې او د اوبو د پاکوالي موجودیت یو ډېر اساسي ضرورت دی.

ډاکتر رفیقي زیاتوي که د پولیو ضد پراخ واکسین ترسره شي او بیا هم یو ماشوم چېرته پاتې شي او هغه ککړو اوبو یا غیر صحي شرایطو کې ژوند وکړي او د پولیو ویروس چې محیط کې موجود وي هغه واخلي، نو کېدای شي نورو ته هم سرایت وکړي.

ارشیف، په کابل کې د پولیو واکسین د تطبیق په یوه مرکز کې یوه مور او ماشومان‌یې
ارشیف، په کابل کې د پولیو واکسین د تطبیق په یوه مرکز کې یوه مور او ماشومان‌یې

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په روان میلادي کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په روان میلادي کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په‌کې تر اوسه په بشپړه توګه له‌منځه نه‌دی تللی.

پولیو یا ګوزن درملنه نه‌لري او یوازې په واکسین‌یې مخنیوی کېدای شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG