د روغتیا نړیوال سازمان وايي، روانه اوونۍ په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس (ډبلیو پي وي۱) څلور مثبتې پېښې دوه په هرات او یوه-یوه په پکتیکا او کندهار کې ثبت شوې دي.
د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، د پولیو د ویروس دغه پېښې د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو او د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې پېژندل شوې دي.
متخصص ډاکتران وايي چې نویو واقعاتو ته په کتو د واکسین هلې ځلې باید لا ګړندۍ او پراخې شي.
د کوچنیانو متخصص ډاکتر غلام حیدر رفیقي چې افغانستان کې یې پخوا یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره کار کړی او د پولیو ضد واکسین پروګرام له مؤسسینو څخه ګڼل کېږي وايي چې د عامه پوهاوي کموالی هم د واقعاتو د زیاتوالي یو لامل دی او عامه پوهاوی باید لا پراخ شي.
دی زیاتوي: "فقط دا باید وکړو چې (ماشومانو) ته د ټولو دورو واکسین ترسره شي. زه د ټولو روغتیايي کارمندانو او د ټولو وطنوالو نه خواهش کوم چې په دې مرحله کې چې متأسفانه یوازې افغانستان او پاکستان چې تر اوسه دا ویروس پهکې شته، موږ یې مخنیوی وکړو."
ډاکتر رفیقي وايي چې د واکسین ترڅنګ د پولیو د لهمنځه وړلو لپاره د حفظالصحې او د پاکو اوبو موجودیت یو ډېر اساسي ضرورت دی او افغانستان باید دا مجادله وکړي چې خلکو ته صحي اوبه او د حفظالصحې شرایط برابر شي.
هغه وايي که د پولیو ضد پراخ واکسین ترسره شي او بیا هم یو ماشوم چېرته پاتې شي او هغه ککړو اوبو یا غیر صحي شرایطو کې ژوند وکړي او د پولیو ویروس چې محیط کې موجود وي هغه واخلي، نو کېدای شي نورو ته هم سرایت وکړي.
د پولیو د ویروس د نویو پېښو له اعلان څو ورځې مخکې د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین نوی فرعي کمپاین ترسره شو.
ټاکل شوې وه چې په ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونو کې د دغه ۴ ورځني کمپاین په ترځ کې څه د پاسه ۲ میلیونه او ۵۸۰ زره ماشومان واکسین شي.
کابل کې د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په سیمهیزو مشرانو او قومي مخورو غږ کړی و چې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.
په مجموع کې سږکال په سیمه کې د پولیو ویروس (ډبلیو پي وي۱) ۲۲ مثبتې پېښې تأیید شوې دي چې ۱۹ په افغانستان او ۳ په پاکستان کې دي.
په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو (ډبلیو پي وي۱) ویروس ۵۲ مثبتې پېښې تأیید شوې وې چې ۲۱ په افغانستان او ۳۱ په پاکستان کې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې تر اوسه په بشپړه توګه لهمنځه نهدی تللی.
پولیو یا ګوزن درملنه نهلري او یوازې په واکسینیې مخنیوی کېدای شي.