طالبان د سوالګرو د راټولولو کمپاین پراخوي؛ کابل ښاریان وايي سوالګري لا هم ډېره ده

انځور له ارشیف څخه: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن د سړک پر غاړه د خیر غوښتلو لپاره لاس غځوي، په داسې حال کې چې ماشوم يې ورسره پر سړک پروت دی.

د طالبانو حکومت د سوالګرو د راټولولو د نوي پړاو د پیل خبر ورکوي، خو یو شمېر کابل ښاریان وايي په واټونو، بازارونو او کوڅو کې لا هم ګڼ سوالګر لیدل کېږي. ځینې سوالګر بې‌وزلي او بې‌کاري د سوال کولو اصلي لاملونه بولي.

کابل کې د عمومي واټ غاړې ته ناسته د پاخه عمر یوه مېرمن، د ټیکري پیڅکه یې غوړولې او له تیرېدونکو موټرو خپلو بچو ته، د یوې مړۍ ډودۍ برابرولو لپاره سوال کوي.

ازادي راډیو ورسره د لا زیاتو خبرو کولو هڅه وکړه خو دې یوازې ژړل او نورو خبروته حاضره نه شوه.

خو د پلازمینې په یو بل واټ، یو سپین ږیري چې خپل نوم یې ګل محمد وښود، په لنډ ډول د خپلو ستونزو تر څنګ دا هم ازادي راډیو ته وویل، که حکومت دوی د سوال کولو پر مهال وویني، نیسي یې او بندیان کوي یې:"پرون مې هم ماشومان وږي پاتې شول، د مزار هډه کې مې خیمه وهلې، دښته کې، ماشومان مې دي، تور سرې مې ده، مونږ بندیانوي."

د طالبانو حکومت ویلي چې د تېرې دوشنبې په ورځ، د وږي په ۹ مه یې په کابل کې د سوالګرو ټولولو بهیر نوی پړاو پیل کړی دی.

د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال عبدالرحمان منیر کورنیو رسنیو ته ویلي، د دوی په راتګ افغانستان کې د سوالګرو راټولو کمپاینونو په لړ کې تر اوسه شا او خوا یو لک او ۱۰ زره سوالګر راټول شوي دي.

منیر زیاته کړې چې له دې شمیر ۳۵ زره کسان د مرستو مسحق او پاتې نور مسلکي سوالګر پېژندل شوي دي.

دا په داسې مهال کې ده، له کومو سوالګرو سره چې په راپور کې خبرې شوي، ادعا یې وکړه چې هیڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.

د طالبانو د حکومت د (سوالګرو د راټولولو او سوالګرۍ د مخنیوي قانون) چې په یوه مقدمه، درې فصلونو او ۲۷ مادو کې د ۱۴۰۳ کال په ثور میاشت کې د عدلیې وزارت له خوا په رسمي جریده کې خپور شوی، له مخې یې هغه کسان چې روغ وي، د کار توان ولري او د یوې ورځې خواړه ورسره وي، له سوالګرۍ منع شوي دي.

د دې قانون له مخې، سوالګري د مسلک په توګه او د سوالګرۍ تنظیمول هم منع دي او سرغړونکو ته د حبس سزا په پام کې نیول شوې ده.

قانون وايي، سوالګر د ۱۵ ادارو له استازو جوړ شوي کمېسیون له خوا راټولېږي چې مشري یې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کوي.

د بې‌وزلو سوالګرو تثبیت، د سوالګرۍ د لاملونو ارزونه، د کورنیو او بهرنیو مؤسسو، خیریه بنسټونو او اشخاصو د مرستو جلب، د بې‌وزلو سوالګرو د استوګنځایونو څارنه او نور اړوند اقدامات د دغه کمېسیون له مسوولیتونو څخه دي.

خو یو شمېر کابل ښاریان وايي، د سوالګرو د راټولولو کمپاین تر اوسه څرګنده پایله نه ده ورکړې او لا هم په واټونو، بازارونو او کوڅو کې ګڼ سوالګر لیدل کېږي.

د کابل ښار د منډوي سیمې یو هټیوال، حبیب، ازادي راډیو ته وویل:

تأسفانه په کابل ښار کې سوالګر ډېر شوي دي. په دې کې سپین‌ږیري، ماشومان، ځوانان او ښځې شاملې دي. زموږ دوکانونو ته هره ورځ تقریباً له ۱۵ تر ۲۰ کسانو پورې راځي. دوکانداران هم له ټولو سره مرسته نه شي کولای."

د کابل ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی خالد هم ورته نظر لري.

هغه وویل:"سوالګر بې‌اندازې ډېر شوي دي. که رستورانت ته ننوځې، پنځه یا شپږ کسان درپسې وي. که ډوډۍ اخلې، د نانوايي مخې ته هم تر لسو پورې کسان ولاړ وي. ښځې له ماشومانو سره هم ډېرې لیدل کېږي."

د اقتصادي چارو پوه محمد ابراهیم مومند وايي، یوازې د سوالګرو راټولول د ستونزې د حل لپاره بسنه نه کوي، بلکې لومړی باید د سوالګرۍ اصلي لاملونه وپېژندل شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:"تر ټولو لومړی باید وکتل شي چې ولې خلک سوالګرۍ ته مخه کوي. که د فقر له امله وي، باید مهارتونه ورزده شي، دندې ورته پیدا شي او د کار زمینه ورته برابره شي. که نور ټولنیز، میراثي یا د معلولیت لاملونه وي، باید ورته جلا حل‌لارې وموندل شي. حکومت هم کولای شي یو ځانګړی صندوق ورته جوړ کړي، څو دغه خلک اقتصاد ته داخل او خپل ژوند مخته یوسي."

فقر او بې‌کاري په افغانستان کې د سوالګرۍ له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، UNDP، د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۷۴ سلنه افغانان، چې نږدې ۲۸ میلیونه کسان کېږي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود.

دغه بنسټ وايي، د کاري فرصتونو محدودیت، پورونه او د عایداتي سرچینو کمښت د کورنیو اقتصادي زیان‌ من کیدل لا زیات کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو خلکو دندې له لاسه ورکړې او نړیوالې مرستې هم په پراخه کچه کمې شوې دي. دکارپوهانو په باور دطالبانو د حکومت ناسم سیاستونه د فقر او اقتصادي رکود اصلي لاملونه دي.

ملګرو ملتونو د وږي په اتمه ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري مرستو د بودجې د کمښت له امله تر ۱۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې میلیونونه افغانان، په ځانګړي ډول ماشومان، امیندواره ښځې او بې‌ځایه شوې کورنۍ، لا هم د لومړنیو روغتیايي او خوراکي خدمتونو لپاره پر بشري مرستو متکي دي.