د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په منځني ختیځ د جګړې په اړه د مسکو د دریځ له امله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه مننه وکړه.
دا د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې د دواړو مشرانو لومړۍ لیدنه وه.
د راپورونو له مخې، روسیې په وروستیو میاشتو کې ایران ته د سپوږمکۍ انځورونه او نور استخباراتي معلومات ورکړي دي چې له تهران سرهیې په فارس خلیج کې د امریکايي تأسیساتو په نښه کولو کې مرسته کړې ده.
دواړو متحدینو په وروستیو کلونو کې خپلې پوځي او اقتصادي اړیکې هم پراخې کړې دي.
پزشکیان د سپټمبر په لومړۍ نېټه په قرغزستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې له پوتین سره په کتنه کې وویل: "موږ په هر پړاو کې ستاسو د دریځونو، هم د جګړې او تېري د اقداماتو په مهال او هم په عادي شرایطو کې، هغه مهال چې امریکا پر موږ بندیزونه لګول، که په ملګرو ملتونو او که په نړیوالو ناستو کې وو، مننه او قدرداني کوو."
په قرغزستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان سرمشریزه کې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان حضور
پزشکیان د ایران او روسیې اړیکې "ستراتېژیکې" وبللې او ویېویل چې تهران او مسکو کولای شي د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي د امریکا "یو اړخیز دریځ" وباله، له یو بل سره همکاري وکړي.
دا لیدنه وروسته له هغه وشوه چې په سیمه کې شخړو بیا زور اخیستی.
امریکا اعلان وکړ چې د اګسټ په ۳۰مهیې د هرمز تنګي په یوه کوچني ټاپو کې د ایران د توغندیو توغولو دوه ځایونه په نښه کړي دي، تهران هم په غبرګون کې په اردن کې د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړل.
تهران او واشنګټن د جون په میاشت کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړې وه، خو هغه ډېر ژر لهمنځه ولاړه.
له هغه وخت راهیسې، واشنګټن د ایران سمندري محاصره بېرته پیل کړې او پر تهرانیې اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.
ایران هم پر هرمز تنګي چې د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، خپل کنټرول ساتلی او په عملي توګهیې دغه سمندري لار د نړیوال سمندري تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
پزشکیان د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې وویل چې تهران لا هم ډیپلوماسۍ ته چمتو دی، خو یوازې په هغه صورت کې چې واشنګټن د جون د هوکړې له مخې خپلو ژمنو ته بېرته وروګرځي.
پزشکیان وویل: "که امریکا د شوې هوکړې له مخې خپلو ژمنو ته بېرته ونهګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم سمدستي متقابل اقدام وکړي."
په همدې حال کې، پوتین وویل چې مسکو د خپلو ګټو د دفاع لپاره د ایران د خلکو په مبارزه کې د هغوی ترڅنګ ولاړ دی.
په قرغزستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین حضور
د روسیې ولسمشر همداراز وویل چې مسکو او تهران به د اوسنیو پوځي او سیاسي شرایطو سربېره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې وساتي.
پوتین وویل: "موږ د روان کال په جون کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د هوکړې د لاسلیک کېدو هرکلی وکړ، خو له بده مرغه، اوربند ناپایدار او له حده ډېر کمزوری ثابت شو. په دې سخت پړاو کې موږ هڅه کوو چې تاسو ته اړین ملاتړ برابر کړو، په دې اړه مو له تاسو سره خبرې کړې دي او ستاسو اړین توکي به درته برابر کړو."