د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې هرمز تنګی خلاص دی او ایران نهغواړي چې یو ځل بیا پرې بریدونه وکړو.
ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (اګسټ ۲۸مه) له اکسیوس وېبپاڼې سره په یوه ټیلیفوني تماس کې کړې دي.
د ټرمپ په خبره: "د ایران غبرګون ډېر نرم دی، هغوی نهغواړي چې موږ پرې بیا بریدونه وکړو، ټوله کیسه همدا ده او بل څه ارزښت نهلري."
بلپلو، ولسمشر ټرمپ د هرمز تنګي یو شمېر انځورونه خپاره کړي او دغه سیمهیې یو ځل بیا د امریکا د خاورې نوې برخه اعلان کړې ده.
هغه د جمعې په سهار پر خپلې ټروټ سوشل پاڼې ولیکل چې "هرمز تنګی د امریکا د ورجین او ساموا ټاپوګانو په څېر لیرې، خو د امریکا خاوره ده".
اکسیوس وېبپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې د امریکا پوځ په تېرو دوو میاشتو کې په تدریجي ډول د هرمز تنګي له لارې پر ایران فشارونه راوړي او دا هېواد یې کمزوری کړی دی.
هاخوا، په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» ویلي چې په هرمز تنګي کې د ایران د سپاه پاسدارانو ځواکونو لهخوا کرل شوي ماینونه لهمنځه وړل شوي او په وروستیو کې څه باندې یو نیم زر کښتۍ چې ۷۵۰ میلیونه بېرل خام تېلیې لېږدول له هرمز تنګي تېرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په ځلونو ویلي چې د هرمز تنګی تړلی دی.