د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ به په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د یکشنبې شپې بریدونو ته ځواب ورکړي او غوښتنهیې وکړه چې د ایران مشران د «بشریت ضد جنایتونو» په تور محاکمه شي.
د فاکسنیوز خبریال ویلي چې ډونالد ټرمپ د دغو بریدونو په غبرګون کې وویل: "موږ به هغوی په ډېر سخت ډول په نښه کړو. ځواب په لاره دی."
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا د یکشنبې په شپه هرمز تنګي ته څېرمه د لارک ټاپو په نښه کړ.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وویل چې د برید هدف د سپاه پاسداران «ماین ایښودونکي ځواکونه» و.
د سنټکام اعلامیه زیاتوي چې امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران پر هغو ماین ایښودونکو ځواکونو «دقیق او محدود اقدامات» کړي چې د هرمز تنګي لپارهیې «سمدستي ګواښ» رامنځته کړی و.
د سنټکام په وینا، ایران د ګواښ سرچینه وه او امریکا د «ملکي بېړیو او تجارتي ماڼوګرۍ د ساتنې» لپاره اقدام وکړ.
سپاه پاسداران تأیید کړه چې د امریکا په برید کې ورته مرګژوبله اوښتې او د «ځواب» ورکولو ژمنهیې وکړه.
څو ساعته وروسته ایراني رسنیو راپور ورکړ چې ایران د اردن پر دوو پوځي اډو او په متحده عربي اماراتو کې پر یوې پوځي اډې توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
خو متحده عربي اماراتو په خپله خاوره کې د امریکايي اډې په نښه کېدل رد کړل.
ټرمپ، په داسې حال کې چې فاکسنیوز یې څرګندونې خپرولې، په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشال» کې د ایران د حکومت د مشرانو لپاره د «بشریت ضد جنګي جنایتونو» په تور د «محاکمې» غوښتنه وکړه.
ټرمپ په دې پیغام کې ولیکل: "ایران په رسمي ډول یو مات شوی هېواد دی. مړ دی! هغوی سمندري ځواک نهلري، هوايي ځواک نهلري، ملي پولي واحد نهلري، د خپلو سرتېرو او پولیسو معاشونه نهشي ورکولای، انفلاسیون ۳۰۰ سلنې ته رسېدلی او قیادتیې په بشپړه توګه ګډوډ دی او د هېواد د سمې استازولۍ توان نهلري."
هغه زیاتوي: "یوازنی څه چې هغوی یې لري، د امریکا په اړه جعلي خبرونه، د اعتراض کوونکو د وژلو لپاره چمتووالی چې اوس تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او د "چټیاتو" یوه ښه ذخیره ده."
ټرمپ د ایران د حکومت مشران د «بشریت پر ضد د جنګي جنایتونو» په ترسره کولو تورن کړل او ویېلیکل: "هغوی باید د بشریت پر ضد د جنګي جنایتونو له امله محاکمه شي."
د امریکا ولسمشر د تېر کال د مرغومې له اعتراضونو راهیسې چې د ایران د حکومت د امنیتي ځواکونو لهخوا د زرګونو اعتراض کوونکو له ځپلو او وژلو سره مل و، د دغو اعتراضونو د وژل شویو کسانو په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کړې دي.
هغه تر ټولو وروستی ځل د ایران لهخوا د «۵۲ زره وژل شویو اعتراض کوونکو» یادونه کړې وه.
د ایران او امریکا ترمنځ وضعیت په داسې حال کې نور هم کړکېچن شوی چې واشنګټن د اسلاماباد د تفاهملیک له لهمنځه تلو وروسته، د چنګاښ له ۲۳مې راهیسې د ایران سمندري محاصره بېرته پیل کړې ده.
همداراز، د امریکا د خزانې وزارت یوه اوونۍ وړاندې په رسمي ډول د ایران د اقتصاد پر وړاندې د «اقتصادي طرد» تر عنوان لاندې عملیات پیل کړل او ژمنهیې وکړه چې د ایران د عوایدو او تمویل حیاتي لارې به پرې کړي.