سپینه ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر پر «ابي ګېټ» د خونړي برید د پنځمې کالیزې په مناسبت وايي ترورېست بریدګر له هغو زرګونو بندیانو څخه و چې له بریده دوه میاشتې مخکې د طالبانو لهخوا له زندانه خوشې کړای شوي وو.
د راپورونو پر اساس په دغه برید کې هغه مهال د ۱۳ امریکايي سرتېرو ترڅنګ ۱۷۰ ملکي افغانان هم ووژل شول.
د برید مسؤلیت د داعش خراسان څانګې ومانه او هغه مهال متحده ایالاتو دا یوه پېچلې حمله وبلله.
امریکايي استخباراتي چارواکو ویلي وو چې د عبدالرحمن لوګري په نوم بریدګر د کابل د سقوط پر مهال د بګرام له زندانه خوشې شوی و، خو د طالبانو حکومت دا خبره رد کړې وه.
د جمهوریت پر مهال د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د دغه برید چې ګڼه ملکي او نظامي مرګژوبلهیې رامنځته کړه مخنیوی ونهشو؟ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ګڼه مرګژوبله ځکه رامنځته شوه چې په هوايي ډګر کې د تخلیې پر مهال د خلکو ګڼه ګوڼه وه او د ترورېستي بریدونو مخنیوی عموماً ستونزمن وي.
ارشیف، د «ابي ګېټ» دروازه چې یو داعش بریدګر هدف وګرځوله.
جنرال شینواری چې اوس له هېواده بهر اوسي ازادي راډیو ته وویل: "په لومړي سر کې خو د دغه ترورېستي بریدونو مخنیوی په ټوله کې یو ډېر ستونزمن کار دی، له امنیتي اړخه دا چې ترڅو د اوپراتیفي او استخباراتي معلوماتو په بنسټ شنډ نهشي په فزیکي تدابیرو باندې ډېره ستونزمنه ده چې د داسې ترورېستي عملیاتو مخنیوی وشي."
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله تازه اعلامیه کې په دې ویاړي چې د داعش خراسان ډلې هغه غړی یې نیولی او د عدالت منګولو ته سپارلی چې د برید یو طراح ګڼل کېږي.
د امریکا فدرالي پولیسو (اېفبيای) په تېرې کب میاشت کې اعلان وکړ چې د محمد شریفالله په نوم دغه کسیې نیولی او امریکا ته انتقال کړی دی.
ولسمشر ټرمپ هغه مهال کانګرس ته په وینا کې په دې هکله د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه.
د سپینې ماڼۍ د چهارشنبې ورځې (د وږې د پنځمې) په اعلامیه کې د کابل په هوايي ډګر دغه برید کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو نومونه او رتبې ذکر شوي او وايي چې "د ابي ګېټ د برید د پنځمې کالیزې په مناسبت، موږ د هغوی بېسارې سرښندنه او زړورتیا په درناوي یادوو".
اعلامیه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بېنظمه وتلو پړه د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په حکومت اچوي او وايي چې بایډن هغه لاسته راوړنې لهمنځه یوړې چې امریکايي ځواکونو په غرونو او ښارونو کې د طالبانو او ترهګرۍ په وړاندې د ۲۰ کلونو د سختې مبارزې او سرښندونو په نتیجه کې ترلاسه کړې وې.
سپینه ماڼۍ وايي د بایډن ادارې پرته له دې چې د افغانستان ملي ځواکونو ته حتی خبر ورکړي امریکايي ځواکونهیې په نیمه شپه کې له بګرام هوايي اډې وویستل او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتیې په داسې حال کې له لاسه ورکړل چې طالبان د پرمختګ په حال کې و.
اعلامیه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی د امریکا په تاریخ کې له سترو پوځي ناورینونو څخه یو ګڼي او زیاتوي چې پخواني ولسمشر ستراتېژي د سیاست قرباني کړه او د ځواکونو وتلیې په بېړه او په کمزوري ډول عملي کړل.
د یادونې وړ ده چې امریکايي پوځیان د دوحې د تړون په اساس چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه طالبانو سره لاسلیک او د بایډن د ولسمشری په پیل کې عملي شو، له افغانستانه ووتل.