د امریکا د خزانې وزیر: واشنګټن پر ایران «اقتصادي برید» پیلوي

ارشیف

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ د تهران پر وړاندې د فشار د زیاتولو لپاره د یوه نوي اقدام خبر ورکړ او ویې‌ویل چې متحده ایالات به "په ټوله نړۍ کې د ایران پر مالي اړیکو اقتصادي برید پیل کړي".

بسنټ د دوشنبې په ورځ «د اګسټ په ۲۴مه» په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل: "زموږ هدف دا دی چې ټولې هغه حیاتي اقتصادي لارې پرې کړو چې دغه استبدادي رژیم پر پښو دروي، څو تهران په بشپړه توګه منزوي پاتې شي."

له دغو څرګندونو څو ورځې مخکې، بسنټ او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران په اړه د یوې «برخلیک ټاکونکې اقتصادي ورځې» خبرداری ورکړی و.

د اقتصادي برید دا اعلان د امریکا او ایران د جګړې له پیل شاوخوا شپږ میاشتې وروسته کېږي، هغه جګړه چې د هرمز تنګي له لارې له خلیج څخه د انرژۍ د سرچینو لېږد یې له خنډ سره مخ کړی دی.

بسنټ وویل، متحده ایالات د ایران د «ګواښ د پای ته رسولو» په حال کې دی او درېیمو هېوادونو ته‌یې خبرداری ورکړ چې امریکا به د ایران د رژیم د هر ډول ناقانونه عاید د سرچینې په نښه کولو کې «هېڅ ډول معامله» ونه‌کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، مرستیال‌یې جي ډي ونس او د خزانې وزیر سکاټ بسنټ

بسنټ وویل چې ټرمپ د نړۍ د هېوادونو له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کوي او له هغوی څخه مشخصې غوښتنې لري.

هغه زیاته کړه چې هر هېواد ته به یوه مشخصه موده وټاکل شي، څو "له ایران سره هغه فعالیتونه چې موږ یې په ګوته کړي، ودروي".

هغه وویل هر هغه هېواد چې له ایران څخه ملاتړ وکړي، نو باید دې ته چمتو وي چې د امریکا له بندیزونو سره به مخ شي.

په عین حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ د «اګسټ په ۲۳مه» پر ایران د احتمالي نویو امریکايي بندیزونو ګواښ د امریکا د « ناچارۍ» نښه وبلله او ویې‌ویل چې احتمالي نوي اقدامات به هم د تهران په ماتولو کې بریالي نه‌شي.

عراقچي په یوه وېډیو کې چې په ټېلېګرام کې یې خپره کړې، د هغه څه په اړه چې ده «تکراري سناریوګانې» وبللې، وویل: "دا چې هغوی (امریکايي چارواکي) له پوځي عملیاتو څخه د هماغو پخوانیو پلانونو مطرح کولو ته مخه کړې، ښيي چې له سختې ناچارۍ سره مخ دي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

هغه وویل، واشنګټن باید له ایران سره په درناوي خبرې وکړي، څو «د عدالت او عزت پر بنسټ حل‌لاره» وموندل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد چې «ایران ته د هر ډول ژغورنې لار» برابره کړي، له سختو اقتصادي پایلو سره به مخ شي.

د امریکا د خزانې وزیر تر دې مخکې له چین څخه هم غوښتي و چې له واشنګټن سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

چین د ایران د صادراتي تېلو له ۸۰ سلنې څخه زیات پېري.