هغه پخوانۍ ښځینه پوځي څارنواله چې د امنیتي خطرونو له کبله په کابل کې استوګن ځایونه بدلوي

آرشیف

د کابل ښار اوسېدونکې چې په تیر جمهوري نظام کې یې د څارنوالې په توګه دنده ترسره کوله وایي، له یوې خوا یې ژوند ته امنیتي خطرونه متوجه دي او له بلې خوا هم له ډیرخراب اقتصادي وضعیت سره مخامخ ده.

دا پخوانۍ څارنواله له محدود شمېر هغو پوځي ښځینه څارنوالانو وه چې په خبره یې د پلچرخي او بادام باغ په شان زندانونو کې د بندیانو د څار مسولیت یې درلود.

دې پخوانۍ څارنوالې چې د امنیتي اندیښنو له کبله یې نه غوښتل نوم یې راپورکې خپورشي، ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم د تېر جمهوري حکومت تر سقوط وروسته پاکستان ته کډه شوې وه، خو هلته تر یوې مودې پاتې کېدو وروسته پاکستان بېرته افغانستان ته ډیپورت کړې ده.

هغې زیاته کړه: “کله چې جمهوریت سقوط شو، موږ څارنوالانو خو دومره معاشونه نه درلودل چې خپله پرې له هېواده ووتلی شو، زه یوه موده دلته پاتې وم، مجبوره وم چې همدلته له یو ځای بل ځای ته کډې وکړم، چې بالاخره د امریکا د بیا مېشتېندنې پروګرام لخوا راته د(پي ون) کېس جوړ شو او پاکستان ته یې وغوښتلو، هلته مو ټول بهیر بشپړ شو، خو کله چې ټرمپ بیا ولسمشرۍ ته راغی، زموږ الوتنې یې بندې کړې او پرواز مې لغوه شو.”

ما یوازې په دې اوو میاشتو کې درې ځلې استوګنځای بدل کړی دی،ځکه د تېر حکومت له سقوط راهیسې زموږ ډېری همکاران وژل شوي دي.

دا مېرمن چې د دوو ماشومانو مور ده وایي، افغانستان ته په بېرته ستنولو یې نه یوازې دنده او کار له لاسه ورکړی، بلکې په خبره یې د خپلې پخوانۍ حساسې دندې له امله اوس هره شېبه په وېره کې ژوند کوي: “ما او ډېریو پوځي څارنوالانو ته امنیتي اندېښنه یوه جدي مسله ده، ځکه پر بېلابېلو جنایي او امنیتي دوسیو مو کار کړی دی، نو هېڅ کله وضعیت عادي نظر کې نه شو نیولای، باید داسې کسان چې تل خطر کې دي، ځانګړې امنیتي پاملرنه ورته وشي، ما یوازې په دې اوو میاشتو کې درې ځلې استوګنځای بدل کړی دی،ځکه د تېر حکومت له سقوط راهیسې زموږ ډېری همکاران وژل شوي دي.”

د دې په خبره، د استوګنځایونو پرله‌پسې بدلول ورته نه یوازې د امنیتي فشار سبب ګرځي، بلکې اقتصادي وضعیت یې هم لا خرابوي.

دې افغانې پوځي څارنوالې وویل، چې د امنیتي وېرې له امله یې مېړه هم کار نه شي کولای او د دې څلور کسیزې کورنۍ د ژوند ډېری چارې یې اوس د خپلوانو او نږدې کسانو په محدودو مرستو پر مخ ځي.

که څه هم د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو تل ویلي چې د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده لخوا یې د تېر جمهوري حکومت کارکوونکو او پوځیانو ته اعلان کړې عمومې عفوې ته ژمن دي او هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې له دې فرمانه سرغړونه وکړي.

خو د دوی تر واک لاندې تېرو پنځو کلونو کې د ګڼو پخوانیو پوځیانو، سیاستوالو، دولتي مامورینو او بېلابېلو فعالانو د شکنجو، بندي کېدو، ځورونو او حتی وژنو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې اړه نور:

پخوانۍ افغان څارنوالانې: له پاکستانه اېستل کیدو ته اندېښمنې یوو

دغه شان د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د روان ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې په یوه تازه ارزونه کې د پخوانیو افغان څارنوالانو او د هغوی د کورنیو د غړو د په اړه ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخوانیو قضایي چارواکو پر وړاندې د ګواښونو، څار، بندي کېدو او حتی د نا پېژاندو کسانو لخوا یې د وژنو راپورونه ثبت شوي دي.

خو طالبانو تل دا ډول راپورونه رد کړي او ویلي چې اکثره پخواني مامورین د خپلو شخصي دښمنیو له امله ځورول شوي.

د یادونې ده چې تر دغې ۳۲ کلنې افغانې پوځي څارنوالې څو ورځې وړاندې ګڼو نورو څارنوالانو، قاضیانو او مدافع وکیلانو هم ازادي راډیو سره خبرو کې د شدیدو امنیتي اندېښنو، بې کاریو او بد اقتصادي وضعیت په اړه شکایتونه مطرح کړي وو.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پخوانیو افغان عدلي او قضایي مسولینو په ځانګړې توګه هغو څارنوالانو ته جدي پام وکړي چې په خبره یې جدي، خطرناکې امنیتي او جنایي دوسیې یې څارلي دي.