حامد کرزی: د طالب چارواکو له اجازې پرته له کوره نه‌شم وتلی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د طالب چارواکو له اجازې او خوښې پرته له کوره نه‌شي وتلی.

ښاغلي کرزي دغه خبرې د بلومبرګ ورځپانې د مشال حسین پاډکاسټ سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ د (اګسټ په ۲۱مه) خپره شوې ده، کړې دي.

ده په دې مرکه کې د هغه پوښتنې په ځواب کې چې "ایا اجازه لرې چې په کابل کې له خپل کوره ووځې؟" وویل: "نه، نه د طالب چارواکو له اجازې پرته له کوره نه‌شم وتلی، که چېرته ځم او دوی (طالبان) موافقه وکړي بیا مې امنیت نیسي او ملتیا مې کوي، ځیني دوستان او ملګري اجازه لري چې لیدو ته مې راشي او ځیني بیا اجازه نه‌لري."

د هغه په ټکو، "ډېر کله له کوره بهر نه‌ځم، خو د هر چا راتګ او بیرون وتلو ته اړتیا ده چې له طالبانو اجازه واخلم".

ښاغلي کرزي په دې مرکه کې وړاندې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا او وروستیو شخړو ته په اشارې وویل چې "دا شخړې ثابتوي چې پاکستان په افغانستان کې له یوه حکومت سره هم نه‌شي جوړېدلی، دوی نه له جمهوریت سره او نه له طالبانو سره جوړ شول، دا په دې معنی ده چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په پالېسیو او سیاستونو کې څه ستونزه شته".

ارشیف، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ملګرو ملتونو له یو شمېر چارواکو سره د حامد کرزي په خپل کور کې لیدنه

هغه وړاندې وویل، " هیله‌مند یم چې دا سیاستونه سم شي او ما په ځلونو له پاکستانه دا غوښتنه کړې ده".

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د تېر جمهوریت چارواکو پر پاکستان تور لګاوه چې له طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته‌يې په خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي دي.

خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي او پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان دننه هغو وسله‌والو ته ځای ورکړی چې د پاکستان خلاف بریدونه کوي.

طالبانو په ځلونو د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی غوث جانباز هم په همدې باور دی او وايي "پاکستان له افغانستان سره تاریخي دوښمني لري".

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د پاکستان پوځي نظام سفارشي او پروژوي ماهیت لري او تل هڅه کوي چې له افغانستان یا هند سره په شخړه کې اوسي. پاکستان د افغانستان د خاورې تاریخي ادعا رد کړې او له افغانستان سره تاریخي دښمني لري."

پخواني ولسمشر حامد کرزي د مشال حسین د پاډکسټ په مرکه کې یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

هغه په دې مرکه کې ویلي "هر کله چې فرصت په لاس راغلی ما له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو بندیزونه لیرې کړي".

پخوانی ولسمشر حامد کرزی درې لوڼې لري چې د ده په وینا اوس له زده‌کړو محرومې دي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی درې لوڼې لري چې د ده په وینا اوس له زده‌کړو محرومې دي.

هغه چې نږدې ۱۳ کاله د افغانستان د ولسمشر په توګه پاتې شوی دی او د واکمنۍ پر مهال‌يې په میلیونونو نجونې ښوونځیو او پوهنتونو ته تللې وايي "که چېرته مې لوڼې د زده‌کړو لپاره بهر ته واستوم دا به په دې معنی وي چې موږ د نجونو د زده‌کړو د حق لپاره له مبارزې لاس واخیست، زه به هېڅکله له دې حق او مبارزې په شا نه‌شم".

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې نږدې درې میلیونه نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې شوې دي.

طالبانو نجونې له پوهنتوني زده‌کړو راګرځولي او د کار په ګډون د ښځو د ژوند په ډېرو برخو يې بندیزونه لګولي دي.

نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو مدافع بنسټونو، د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او سلهاوو نورو د بشري حقونو وړو او لویو بنسټونو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

خو طالبان وايي، د اسلام او شریعت په چوکاټ کې يې د ښځو حقونه خوندي کړي دي.