د تورخم دروازې اوږدمهاله بندښت، که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په پراخه کچه اغېزمنه کړې، خو تر ټولو ډېر زیان یې ښايي هغو ورځ مزدورانو او د کوچنیو کاروبارونو درلودونکو ته رسولی وي چې د ژوند یوازینۍ عایداتي سرچینه یې له تورخم سره تړلې وه.
په تورخم ښارګوټي کې سلګونه کسانو په بار وړونکو موټرو کې د توکو په ښکته پورته کولو، د لاسي کراچیو په چلولو د کوچنیو دوکانونو، هوټلونو، د پیسو د بدلیدو، ترانسپورتي خدمتونو او نورو ورځنیو کارونو له لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کولې، خو اوس د دغې دروازې له تړل کېدو وروسته ډیری دغه کسان بې کاره شوي او په خبره یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ دا اوسېدونکی رحمت الله چې مخکې یې په تورخم کې ورځ مزدوري کوله وايي هره ورځ به یې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول خو اوس د کار نشتون یې د ژوند ټولې چارې ټکنۍ کړي دي.
ما خپله یوه کراچۍ لګولې وه او وچې میوې مې پرې خرڅولې، او له دې لارې مې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې
هغه وویل: «دلته په تورخم کې ډېر شمېر کسان په کارونو بوخت ول، ما خپله یوه کراچۍ لګولې وه او وچې میوې مې پرې خرڅولې، او له دې لارې مې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو د تورخم دروازې له بندیدو وروسته اوس بې روزګاره یم، زما په څېر ډېر نور چې دلته یې کاروبار لرلو ټول له یوې مخې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»
د تورخم بازار یو شمېر دوکانداران هم وایي، د دروازې له تړل کېدو سره د دوی کاروبارونه نږدې په ټپه درېدلي دي.
د ننګرهار اوسېدونکی ګل اباد خان شینواری چې مخکې یې په تورخم ښارګوټي کې هوټل درلود ازادي راډيو ته وویل چې د دروازې له بندیدو وړاندې یې ورځ چلېده خو اوس له بې کارۍ کړیږي.
نوموړي زیاته کړه:«ما په تورخم کې یو هوټل درلود، چې زه او دوه اولادونه مې په کې په کار بوخت وو، خو د دروازې له بندیدو وروسته اوس بې کاره شوي یو، او ان یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران یو.»
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي خو د تورخم دروازې د بندښت اقتصادي زیان یوازې د ډیورنډ کرښې دې غاړې پورې نه دی محدود بلکې د کرښې بلې غاړې ته د لنډي کوتل ګڼ اوسېدونکي چې د ژوند ډېره برخه یې له تورخم سره تړلې وه له ورته ستونزو سره مخ دي.
د لنډي کوتل یو شمېر اوسېدونکي وايي سلګونه سیمه ییزو وګړو دغتله کار کاوه خو اوس د دروازې د بندیدو له امله د دوی عایدات په بې سارې ډول کم شوي دي.
د خیبرپښتونخوا د لواړګي سیمي اوسېدونکي شاهد خان ازادي راډيو ته وویل چې د تورخم بازار د دواړو غاړو خلکو لپاره د عاید مهمه سرچینه وه.
موږ له حکومتونو غواړو چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او دا دروازه پرانیږي
«د لنډي کوتل د خلکو څومره کاروبار چې وه په تورخم روان وو، چا هلته ریړه لرله، چا دوکان کاوه، چې نور کارونه خو اوس ټول له سختو ستونزو سره مخ دي، موږ له حکومتونو غواړو چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او دا دروازه پرانیږي.»
د تورخم دروازه چې اوس مهال یوازې افغانستان ته د اوښتونکو افغان کډوالو پر مخ په یو اړخیز ډول خلاصه ده د تېر کال په اکتوبر کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر ترینګلتیاوو او نښتو زیاتېدو وروسته د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره وتړل شوه، هغه اقدام چې د دواړو لوریو سوداګر او سیمه ییز وګړي یې له زیانونو سره مخ کړل.
څو ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي په پېښور کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د تورخم دروازې د سیمې په ټرانزیټي فعالیتونو او د خلکو پر معیشت ژور اغیز کړی دی.
نوموړي وویل چې په تېرو نږدې لسو میاشتو موده کې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله پاکستاني سوداګرو ته نږدې یو ملیارډ ډالره زیان رسېدلي دی.
نوموړي وویل ، افغانستان ته د پاکستان کلني صادرات شاوخوا ۱.۵ میلیارده او د پاکستان بازارونو ته د افغانستان کلني صادرات نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر وو، چې د لارو د تړل کېدو له امله هر څه له یوې مخې بند شوي دي.
له دې وړاندې د خیبر پښتونخوا یو شمېر سوداګرو په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د لارو بندښت زرګونه کسان، په مستقیم او هم په غیر مستقیم ډول، بېکاره کړي دي.
دوی خبرداری ورکړی وو چې د بېکارۍ زیاتېدو په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا ایالت پر اقتصادي وضعیت او ټولنیز ثبات منفي اغېز کړی او په سیمه کې یې د ناامنۍ او بېثباتۍ اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
دوی د دروازې د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې خو کابل او اسلام اباد که څه هم د رامنځته شویو ترینګلتیاوو په اړه په قطر، استانبول، سعودي او چین کې خبرې اترې وکړې او تمه وه چې د دغو خبرو په پایله کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ ټولې لارې خلاصي شي خو تر دې دمه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
په دې اړه نور:
مجاهد: له هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول پاکستان سره د کړکېچ دوام نه غواړود طالبانو حکومت ویلي د تورخم په ګډون به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لارو خلاصېدو ته هغه مهال اجازه ورکړي تر څو پاکستان داسې تضمین ورکړي چې دغه لارې به د سیاسي ستونزو پر مهال نه تړل کیږي.
تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره مهمه لار بلل کيږي.
دغه راز تورخم د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.