مجاهد دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د اسد په ۱۱مه، د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» تر عنوان لاندې په یوه خبري غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ دوام د دواړو لورو په زیان دی.
هغه وویل:
«موږ څو ځله ټینګار کړی چې سیاسي موضوعات باید له سوداګرۍ جلا وساتل شي او سوداګري باید په هر حالت کې په عادي ډول دوام وکړي، ځکه دا یوه بشري اړتیا او حیاتي مسئله ده. خو د پاکستان تګلاره دا وه چې لارې وتړي او افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي، چې همدې کار د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکېچ رامنځته کړی دی. موږ د دې کړکېچ د دوام غوښتونکي نه یو، بلکې د حل غوښتونکي یې یو، ځکه دا د دواړو لورو په ګټه نه دی.»
د پاکستان دریځ
اسلاماباد د طالبانو له حکومت سره د اختلاف اصلي دلیل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا (TTP) حضور او فعالیت بولي.
پاکستان څو ځله ادعا کړې چې د ټيټيپي غړي د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوړي او هلته بریدونه کوي، او له طالبانو یې غوښتي چې د دې ډلې فعالیتونه ودروي.
خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد د کار اخیستو اجازه ور نه کړي. طالبانو په عین حال کې ټینګار کړی چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده.
«پاکستان غواړي افغانستان بېثباته وساتي»
په اسلاماباد کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو شنونکی زردشت شمس له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د ده په باور پاکستان د ټيټيپي موضوع یوازې د پلمې په توګه کاروي، او اصلي هدف یې د افغانستان بېثباته ساتل دي.
هغه وویل:
«دوی غواړي اوسنی حاکم نظام تر دوامدار فشار لاندې وساتي. پاکستان نه غواړي افغانستان هېڅکله یو باثباته نظام ولري او پر خپلو پښو ودریږي. د دوی موخه دا ده چې افغانستان حتی له نړۍ سره په خپلو اړیکو کې هم د پاکستان د غوښتنو تابع وي، څو د پاکستان ګټې خوندي پاتې شي.»
د اړیکو د خرابېدو لاملونه
د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال زیات شو چې د دواړو لورو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې څو نښتې وشوې.
له هغه وخت راهیسې پاکستان څو ځله د افغانستان پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. ملګرو ملتونو په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د وژل کېدو پخلی کړی دی.
د راپور له مخې، تر ټولو خونړی برید هغه و چې پاکستان په کابل کې د معتادانو د درملنې یو مرکز په نښه کړ. د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د راپور له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او تر ۱۲۲ ډېر نور ټپیان شول. د طالبانو حکومت بیا د وژل شویو شمېر شاوخوا ۴۰۰ کسان اعلان کړی دی.
پاکستان هغه مهال ادعا کړې وه چې د ترهګرو د وسلو یوه زېرمه، پوځي تأسیسات او اړوندې ودانۍ یې په نښه کړې دي، نه د درملنې مرکز. خو وروسته د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان وویل چې له دې مرکز څخه د پوځي استفادې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي او د برید د خپلواکو څېړنو غوښتنه یې وکړه.
د سوداګرۍ او کډوالو اغېزې
د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ د سوداګرۍ د ټکنۍ کېدو سبب شوې هم ده، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې د میلیونونو ډالرو زیان اړولی دی.
په همدې موده کې پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم چټک کړی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې میلیونونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
د طالبانو حکومت څو ځله پر دې بهیر نیوکه کړې او هغه یې د بشري اصولو خلاف بللی دی.
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې د سلګونو زرو افغان کډوالو بېرته ستنېدل د افغانستان بشري او اقتصادي بحران لا پسې ژور کړی دی.