د جرمني د حکومت نوې تګلارې؛ زرګونه رد شوي افغان پناه غوښتونکي د ډیپورټ له ګواښ سره مخ دي

یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته جرمني ته تللي، وایي چې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو له رد کېدو وروسته، په نامعلوم حقوقي وضعیت کې ژوند کوي.

دوی اندېښنه لري چې که د جرمني د حکومت نوې تګلاره عملي شي، نو ښایي د هغو کسانو ترڅنګ چې د جرمونو له امله محکوم شوي، دوی هم افغانستان ته واستول شي.

له دوو کلونو راهیسې په جرمني کې یم، د پناه غوښتنلیک مې رد شوی،که څه هم د جرمني ژبې لومړنی کورس مې بشپړ کړی، خو نور اجازه نه راکول کېږي چې ژبه زده کړم، د روغتیا په برخه کې هم ستونزې لرو، کورنی ډاکټر نه لرو، او د کار اجازې ترلاسه کول هم یا ډېر ستونزمن دي او یا یې بهیر ډېر اوږد دی
افغان کډوال

دوی وایي، د جبري ډیپورټ د اندېښنې ترڅنګ له اقتصادي ستونزو، د کار بازار، روغتیايي او زده کړو ته د محدود لاسرسي او دغه راز له رواني فشار او ټولنیزې انزوا سره هم مخ دي.

ذبیح الله، چې مخکې په افغانستان کې خبریال و او شاوخوا دوه کاله مخکې جرمني ته په غیر قانوني لاره داخل شوی وايي د پناه غوښتنې له رد وروسته له ګڼو ټولنیزو خدمتونو بې برخې شوی او راتلونکی یې نامعلوم دی.

هغه وویل:

"له دوو کلونو راهیسې په جرمني کې یم، د پناه غوښتنلیک مې رد شوی،که څه هم د جرمني ژبې لومړنی کورس مې بشپړ کړی، خو نور اجازه نه راکول کېږي چې ژبه زده کړم، د روغتیا په برخه کې هم ستونزې لرو، کورنی ډاکټر نه لرو، او د کار اجازې ترلاسه کول هم یا ډېر ستونزمن دي او یا یې بهیر ډېر اوږد دی."

خو د دغو پناه غوښتونکو اندېښنې یوازې حقوقي او اقتصادي ستونزو پورې نه محدودېږي، د ایستلو احتمال د ډېرو پر رواني وضعیت هم سیوری غوړولی دی.

په جرمني کې میشت یو بل افغان پناه غوښتونکی نصرت ازادي راډيو ته وویل:

"د ایستلو د پېښو زیاتېدو موږ له سخت تشویش او فشار سره مخ کړي یو، د ټولو وضعیت ډېر خراب دی، هر څوک اندېښمن دی، ځینې کسان آن له خپلو کورونو نه راوځي، ځکه ویره لري چې ښايي ونیول شي."

په هغو کسانو کې چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي، د افغانستان یو شمېر پخواني پوځیان هم شامل دي.

دوی وایي، د خپلې پوځي مخینې له امله افغانستان ته ستنېدل د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

یو پخوانی افغان نظامي، چې ونه یې غوښتل نوم یې خپور شي، رادیو ازادي ته وویل:

"موږ ډېر اندېښمن یو په افغانستان کې مو پوځي دنده ترسره کړې او په خپلو سیمو کې مو له طالبانو سره جګړه کړې ده، اوس هماغه کسان ولسوالان او قوماندانان دي که افغانستان ته واستول شو، د وژل کېدو، زنداني کېدو یا شکنجه کېدو احتمال مو ډېر لوړ دی."

په دې اړه نور:

لویدیځ کې میشت ځینې افغان کډوال وايي په ژور خپګان اخته شوي دي

په همدې حال کې، د کډوالۍ د برخې یو شمېر کارپوهان وایي، د هغو پناه غوښتونکو د جبري ډیپورټ د تګلارې پراخول چې جرمي سابقه نه لري، د اندېښنې وړ اقدام دی.

له ډلې یې عبدالرازق عدیل ازادي راډيو ته وویل:

"د دې بهیر غځېدل هغو کسانو ته چې جرمي سابقه نه لري، ښيي چې په اروپا کې د کډوالۍ پالیسي په بنسټیز ډول د بدلون په حال کې ده،د دې پرېکړې پراخ تطبیق به نه یوازې د پناه غوښتنې بحران حل نه کړي، بلکې د بې کوره، ناهیلو او له ټولنې پټو ځوانانو یوه لویه طبقه به هم رامنځته کړي. د جرمني حکومت حق لري چې له جرم او ناقانونه کډوالۍ سره مبارزه وکړي، خو هغه پناه غوښتونکی چې غوښتنلیک یې رد شوی، لازماً مجرمان نه دی."

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې وروسته په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یو ډېر شمېر افغانان د بیلابیلو ستونزو له امله اروپا په ځانګړي ډول جرمني ته کډوال شول، داسې مهال چې دغه هیواد په وروستیو کلونو کې جرمني د پناه غوښتنې د دوسیو ارزونه لا سخت کړې ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۹۶۰۰ څخه ډېر کسان له خپل هیواده دي.

همدا څو ورځې مخکې د جولای په ۲۹ مه هم جرمني د یوې چارټر الوتکې له لارې ۳۱ افغانان، چې د جرمني د چارواکو په وینا د قتل، جنسي تېري او غلا په څېر جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته واستول.

اوس د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو د بهیر د پراخېدو احتمال، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي خو جرمي سابقه نه لري، د جرمني د کډوالۍ په سیاست کې پر یوې جنجالي موضوع بدل شوی او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو ترمنځ یې نوې اندېښنې راپارولې دي.