د بدخشان په یفتل پاین کې د ځایي اوسیدنکو او طالبانو ترمنځ نښته

Your browser doesn’t support HTML5

ځايي سرچینې وایي چې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په اتفاق بازار کې نننۍ اعتراضونه هغه مهال پیل شول، کله چې د سیمې د اوسېدونکو په خبره د طالبانو ځواکونو د یوې ښځې بدني تلاشي وکړه. د دغو سرچینو په وینا، د دې اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه تنه ځایي اوسېدونکي او د طالبانو د ځواکونو یو غړی وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي. ازادي راډیو د موجودو محدودیتونو له امله نه شي کولای دغه شمیرې او مطرح شوې ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

د بدخشان په یفتل پاین کې د ځایي اوسیدنکو او طالبانو ترمنځ نښته

ځايي سرچینې وایي چې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په اتفاق بازار کې نننۍ اعتراضونه هغه مهال پیل شول، کله چې د سیمې د اوسېدونکو په خبره د طالبانو ځواکونو د یوې ښځې بدني تلاشي وکړه.
د دغو سرچینو په وینا، د دې اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه تنه ځایي اوسېدونکي او د طالبانو د ځواکونو یو غړی وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
ازادي راډیو د موجودو محدودیتونو له امله نه شي کولای دغه شمیرې او مطرح شوې ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.