د ښځو له نیونې د زده‌کړو تر محرومیته؛ یوناما د بشري حقونو د سرغړونو نوې پېښې ثبت کړي

ارشیف، یوه چادري پر سر مېرمن او په یوه استوګنیزه سیمه کې د هغې شاوخوا ته وسله‌وال طالبان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمنوونکی انځور وړاندې کړی او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې لا هم له خپلو اساسي حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه په پراخه کچه محرومې دي.

یوناما د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په درې میاشتني راپور کې چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د اپرېل څخه تر جون پورې موده رانغاړي او د سې شنبې په ورځ (د زمري په ۶) یې خپور کړی، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو موارد مستند کړي دي.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض نوې پېښې مستندې کړې دي.

یوناما ویلي چې د زده‌کړو، کار، حجاب او بنسټیزو ازادیو په ګډون پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه، لا هم دوام لري.

یوناما وايي، دغه راپور د دې ادارې د بشري حقونو د څانګې د څارنې پر بنسټ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د یوناما د ورکړل شوي مأموریت سره سم چمتو شوی دی.

د یوناما په راپور کې، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو له ډلې، د ښځو پر جامو او حجاب لګول شویو محدودیتونو ته هم پام شوی دی.

د راپور له مخې، د جون له ۶مې تر ۸مې نېټې پورې، په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې چارواکو لږ تر لږه ۳۰ ښځې د هغه حجاب د نه‌مراعتولو په تور نیولي چې د دې ډلې له‌خوا ټاکل شوی و.

په راپور کې د "د زوجینو د بېلتون اصول‌نامې" یادونه هم شوې چې له مخې یې نارینه لا هم د یو اړخیز طلاق حق لري.

یوناما زیاتوي چې په همدې موده کې د پوهنتونونو د کانکور ازموینه هم د طالبانو د حکومت له‌خوا واخیستل شوه او په ټوله کې ۱۲۰ زره نارینه نوماندانو په‌کې ګډون وکړ، خو هېڅ ښځه یا نجلۍ په‌کې نه‌وه شامله.

په راپور کې داسې موارد هم مستند شوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مسؤلینو د خپلو وضع شویو مقرراتو د پلي کېدو د څارنې لپاره له ښوونځیو لیدنې کتنې ترسره کړې دي. په هرات ښار کې یې د یو شمېر ښځینه ښوونکو د داخلېدو مخه نیولې، ځکه د دوی په وینا، لازم حجاب‌یې نه‌و مراعت کړی او خبرداری یې ورکړی چې که په راتلونکي کې حجاب وانه‌غوندي، ګوښه به شي.

ارشیف، د هرات ښار په یوه استوګنیزه سیمه کې یو وسله‌وال طالب او د هغې شاوخوا ته یوه حجاب لرونکې مېرمن

د طالبانو حکومت تر اوسه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) د دغه راپور په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

خو په افغانستان کې ښځو او نجونو تل د دغو محدودیتونو او بندیزونو تر سیوري لاندې د خپل ژوند دردوونکې او ټکان ورکوونکې کیسې بیان کړې دي.

افغان ښځو او نجونو ښځو او نجونو تل د لګول شویو محدودیتونو او بندیزونو تر سیوري لاندې د خپل ژوند دردوونکې او ټکان ورکوونکې کیسې بیان کړې دي.

"په خدای قسم چې همدا اوس د خوړلو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ هم نه‌لرو. زه خپله کونډه یم او شپږ واړه ماشومان لرم، څوک نه‌شته چې مرسته راسره وکړي. پخوا مې یو کار او کاروبار کولای شو، خو اوس هغه هم ممکن نه‌دی، نه‌پوهېږو څه وکړو."

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو نږدې پنځو کلونو کې ورته ډېر پیغامونه د ازادي راډیو په غږ ثبتوونکي ماشین کې پرېښودل شوي دي.

د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونو ډېرې ښځې له هغو کارونو راګرځولي چې د جمهوریت په دوره کې یې کولای شوای او پر مټ‌یې د ځان او کورنۍ ډېرې اړتیاوې پوره کولای شوای.

د پوهنتون استاده او د بشري حقونو څېړونکې منیژه بهره وايي چې د ټولنې په ډېرو برخو کې د ښځو د فعال ګډون مخنیوي، د ښځو وضعیت نور هم خراب کړی دی: "په اوسنیو شرایطو کې د ښځو څو اساسي او مهم حقونه په ځنډول شوي حالت کې پاتې دي، له هغې ډلې د ښځو د زده‌کړې، لوړو زده‌‌کړو او کار حق، د ښځو د سیاسي مشارکت حق او د ښځو د اقتصادي فعالیتونو حق، هغه مهم موضوعات دي چې په اوس وخت کې تعلیق شوي دي."

ارشیف، هرات کې د یو شمېر مېرمنو لاریون او د هغه څه په وړاندې اعتراض چې ورڅخه محروم شوې دي.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونه د اسلامي شریعت له مخې تأمین شوي، خو د بشري حقونو فعالان په دې اړه بل ډول نظر لري.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونه د اسلامي شریعت له مخې تأمین شوي

خبریاله او د بشري حقونو فعاله سارا رحماني وایي، د طالبانو محدودیتونو د ښځو ژوند ډېر اغېزمن کړی دی: "په افغانستان کې ښځې نن هېڅ حق نه‌لري. لیدل کېږي چې دغو محدودیتونو د افغانستان خلکو ته جدي زیان اړولی او پر ټولنې، هېواد، اقتصاد او د ژوند پر ټولو برخو یې اغېز کړی دی. په هېڅ وجه نه‌شي کېدای چې ښځه له افغانستانه حذف کړل شي. زه نه‌پوهېږم چې دوی (طالبان) د کومو حقونو او حقوقو خبره کوي."

د یوناما وروستی راپور او د افغان ښځو روایتونه ښيي، سره له دې چې طالبان د ښځو د حقونو د تأمین ادعا کوي، خو پر زده‌کړو، کار، فردي ازادیو او ټولنیز ګډون لګېدلي پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري.

دې وضعیت د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د مدافعانو اندېښنې لازیاتې کړي او افغان ښځې یې لا هم د خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو او ازادیو د بېرته ترلاسه کولو په تمه پرېښې دي.