پاکستاني چارواکي د افغانانو د نیولو لپاره خپل نوی کمپاین د هغو بهرنیانو پر ضد "عملیات" بولي چې د دوی په وینا، د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
د چهارشنبې په ورځ هغه یوه ډله افغان ډاکتران هم چې د ملتان په نشتر روغتون کې یې تخصص کاوه او د خپلو ویزو د تمدید لپارهیې غوښتنه کړې وه ناببره د اخراج لپاره تورخم ته انتقال شول.
د دوی څخه یو کس چې نهیې غوښتل نومیې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې د یوې محصلې په شمول دوی ټولټال ۱۵ کسه دي: "موږ یې په دې بهانه راوغوښتو چې موږ سره انټرویو کوي، موږ درخواستي کړې وه د ویزو د تمدید لپاره، موږ یې راوغوښتو چې راشئ د تاسو د ویزو کار برابروو، خپل اسناد راوړئ چې موږ یې بررسي کړو، چې راغلو بررسي یې وکړه، په نوبت په دوی کې یو یو کس په ساده لباس کې زیاتېده، اخر کې یې موږ ته وویل چې بهر ووځئ، چې بهر ووتلو موټر ولاړ و، وايي وخیجئ."
ارشیف، پاکستان کې د غیر قانوني افغان کډوالو د پېژندلو لپاره د بایومټریک کولو لړۍ
اسلاماباد د جولای ۱۰مه نېټه وروستۍ نېټه ټاکلې وه چې هغه افغانان چې په ټکو یې د قانوني اقامت اسناد نهلري، له هېواده ووځي.
زرګونه افغانې کورنۍ چې د خپل راتلونکي په اړه ژوره اندېښنه لري، د پاکستان د حکومت د نوي کمپاین له امله افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي.
زرګونه افغانې کورنۍ د پاکستان د حکومت د نوي کمپاین له امله افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هم پر هغو افغانانو فشار زیات شوی چې له خپل هېواده وتلي او اوس اړ کېږي بېرته افغانستان ته ستانه شي.
یوازې له پاکستان څخه چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې هلته د افغانانو د ایستلو پالېسي اعلان شوه، له دوه نیمو میلیونو څخه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي یا ایستل شوي دي.
د پاکستان د خېبر سیمې د جمرود اوسېدونکی او خیریه رضاکار اسلام بادشاه چې د تورخم پر دروازه ستنېدونکو کورنیو ته وړیا خواړه، درمل او نور لومړني توکي برابروي، وايي: "هره ورځ له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته اوړي."
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو مهمه دروازه ده.
ارشیف، د تورخم تړل شوې دروازه
اسلام بادشاه چې په ولسي مرستو خپل خیریه کار پر مخ وړي، وایي ډېری ستنېدونکې کورنۍ د ملګرو ملتونو د ثبت کارتونه لري، خو پاکستاني چارواکي اوس یوازې هغو افغانانو ته د پاتې کېدو اجازه ورکوي چې په پاسپورټ کې د زدهکړو، سوداګرۍ، سیاحت یا بله د اعتبار وړ ویزه ولري.
- "د نامعلوم راتلونکي په تمه"
۳۶ کلن ضیاالرحمن چې د جولای په ۱۳مه له خپلوانو سره تورخم کې د حمزه بابا مؤقت کمپ ته رسېدلی، وایي دی او وروڼهیې په پاکستان کې زېږېدلي او اوس داسې هېواد ته استول کېږي چې هېڅ پېژندګلوی ورسره نهلري.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "نه زما ماشومان او نه هم د وروڼو ماشومان کله افغانستان ته تللي دي. موږ داسې نامعلوم راتلونکي ته روان یو چې نهپوهېږو کار به پیدا کړو که نه او ماشومان به مو ښوونځیو ته ولاړ شي که نه."
ارشیف، له پاکستانه افغانستان ته د راستنېدونکو افغان کډوالو کاروان
- پاکستان کې د افغان کډوالو تر ټولو سخت وضعیت
په نړۍ کې لکونه افغانان یا د کوربه هېوادونو لهخوا په زور ستنېدو ته اړ شوي، یا د ګواښونو، ځورونو او فشارونو له امله بېرته افغانستان ته تللو ته مجبور شوي دي.
د ډېری شنونکو په اند، تر ټولو سخت وضعیت په پاکستان کې رامنځته شوی دی.
افغانستان کې د څو لسیزو جګړو میلیونونه افغانان پاکستان ته کډوال کړل. د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ مخکې، د اسلاماباد له اټکلونو سره سم شااوخوا یو نیم میلیون ثبت شوي افغان کډوال پاکستان کې اوسېدل.
تر ټولو سخت وضعیت په پاکستان کې رامنځته شوی دی.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له نیم میلیون څخه ډېر نور افغانان هم پاکستان ته کډه شول.
- د پاکستان او طالبانو اړیکې
پاکستان او طالبان د کلونو لپاره نااعلان شوي متحدین ګڼل کېدل، خو له ۲۰۲۱ کال وروستهیې اړیکې ترینګلې شوې.
ارشیف، له پاکستاني ځواکونو سره له نښتو وروسته ډیورند کرښې ته نږدې د طالب ځواکونو مېشتېدل
اسلاماباد طالبان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) غړو تهیې په افغانستان کې پناه ورکړې او هغوی له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.
طالبان دا تورونه ردوي او وایي، هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې پاکستان د افغانستان دننه هوايي بریدونه وکړل چې له املهیې خونړۍ سرحدي نښتې وشوې، دواړو غاړو ته مرګژوبله واوښته او زېربناوو ته زیان ورسېد.
له هغې وروسته پاکستان لارې وتړلې او د افغانانو د ایستلو بهیر یې لا چټک کړ.
- د کډوالو اسناد هم بېاعتباره شول
پاکستان د (اې سي سي) او د (پي او ار) کارتونه هم بېاعتباره اعلان کړل.
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان تابعیت کارتونه (اې سي سي) او د ثبت سندونه (پي او ار) هم بېاعتباره اعلان کړل.
ارشیف، له پاکستانه افغانستان ته د «پي او ار» کارت لرونکو افغان کډوالو شړل
پخوا دغو ډول اسنادو افغانانو ته په پاکستان کې د قانوني اوسېدو اجازه ورکوله، خو اوس پاکستان یوازې هغه افغانان قانوني ګڼي چې معتبره ویزه ولري.
- سوداګري هم په ټپه دریدلې
د افغانانو ډلهییز اخراج په افغانستان کې هم بشري بحران رامنځته کړی، ځکه د راستنېدونکو شمېر د محلي امکاناتو له وسه اوښتی او ډېری کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
زیاتره ستنېدونکي افغانان وایي، د پولیسو د چاپو له وېرې یې خپلې سوداګرۍ تړلي او شتمنۍ یې په ډېر ټیټه بیه پلورلې دي.
زیاتره ستنېدونکي افغانان وایي، خپلې سوداګرۍ یې تړلي او شتمنۍ یې په ډېر ټیټه بیه پلورلې دي.
د پېښور د «بورډ بازار» چې د افغان کډوالو له سترو سوداګریزو مرکزونو څخه دی او نږدې پنځه زره دکانونه پهکې فعالیت کوي، اوس د پېرېدونکو ترڅنګ د پولیسو له دوامداره ګزمو سره هم مخ دی.
یوه افغان دکاندار چې نهیې غوښتل نومیې خپور شي، وویل: "موږ ځایي پاکستانیان ګمارلي چې د پولیسو د چاپو پر مهال دکانونه وساتي. کله چې پولیس راشي، موږ ځان پټوو او کاروبار هغوی ته پرېږدو. دا کار تر اوسه زموږ د ژغورنې لاره وه، خو ښايي ډېر دوام ونهکړي."
ارشیف، پېښور کې د افغانانو په بازار کې یو شمېر افغان کډوال
- "۴۰ کلنه خواري مو له منځه ځي"
بل افغان سوداګر، ذاکر ایاز وایي کورنۍ یې د افغان جهاد په پیل کې، شاوخوا ۴۰ کاله مخکې، پاکستان ته کډه شوې وه او له ۲۵ کلونو راهیسې یې په پېښور کې بریالۍ سوداګري درلوده.
هغه وايي: "کله نا کله افغانستان ته ځم، خو غواړم په پاکستان کې پاتې شم. اوس اړ یو چې خپل کاروبار وتړو، په داسې حال کې چې د راتلونکي هېڅ څرک نهښکاري."