په کونړ ولایت کې د یوې نهه کلنې ماشومې له وژل کېدو وروسته د کورنیو ترمنځ د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
دوی ادعا کوي چې په وروستیو کې په دې ولایت کې د ماشومانو د تښتونې پېښې زیاتې شوي او همدا لامل دی چې دوی یې هم د خپلو اولادونو د ساتنې په اړه سخت اندېښمن کړي دي.
موږ هم ډېر سخت ډاریږو، او کوشش کوو چې ماشومان له کورونو بیرون ونه وځي
د مرکز اسعد اباد یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو او د غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: «د ماشومانو د تښتونې پېښې په وروستیو زیاتې شوي دي، موږ هم ډېر سخت ډاریږو، او کوشش کوو چې ماشومان له کورونو بیرون ونه وځي، په وروستیو میاشتو کې دا څویمه پېښه ده چې دلته کیږي، نو موږ یې سخت اندېښمن کړی یو.»
د کونړ یوه بل اوسېدونکي چې هغه هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: «موږ خپله هم ډاریږو او کوشش کوو چې ماشومان بې ځایه پرېنږدو، مکتب ته چې ځي هم زه هڅه کوم چې د کور یو غړی ورسره وي، او همداسې بیرون یې هم نه پرېږدو، په وروستیو کې د ماشومانو په اړه د خلکو ترمنځ اندېښنه ډېره زیاته شوې ده.»
د دې ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خان محمد ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل دوی تمه لرله چې اوسنی حاکمیت به په جدي ډول د جنايي پېښو مخه ونیسي خو په خبره یې د خلکو دا هیله پوره نه شوه. «موږ تمه لرله چې د امارت اسلامي په راتګ سره به د انسان تښتونې په پېښو کې کموالی راشي، خو هغه نه یوازې کمې نه شوې بلکې اوس هم هماغسې وضعیت دی، زموږ غوښتنه داده چې باید د دغه ډول پېښو مخه په جدي ډول ونیول شي.»
موږ تمه لرله چې د امارت اسلامي په راتګ سره به د انسان تښتونې په پېښو کې کموالی راشي
دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د روانې جون په پنځمه د کونړ د نرنګ ولسوالۍ په باډیل دره کې د سایرې په نوم د یوې نهه کلنې ماشومې جسد وموندل شو.
د کورنۍ د غړو او ځینو عیني شاهدانو په وینا، د هغې د بدن ځینې داخلي غړي هم ایستل شوي وو.
په کونړ کې د عامې روغتیا ریاست د عدلي طب یوه ډاکتر د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته تایید کړه چې د پښتورګو او زړه په ګډون د وژل شوې جینۍ د بدن ځینې داخلي غړي ویستل شوي وو، هغه وویل د دوی د طبي معاینې نه وروسته معلومه شوه چې د بې هوښۍ په حالت کې یې خیټه څېرې شوې او وروسته په زندۍ وژل شوې وه.
د وژل شوې ماشومې تره ازادي راډیو ته وویل چې سایره د جون په څلورمه نادرکه شوه او یوه ورځ وروسته یې جسد وموندل شو.
هغه وویل: « د جمعې په ورځ زما وریره ورکه شوه، د جون په پنځمه سهار بیا د نرنګ په باډیل کې پیدا شوه، خیټه یې څېرې شوې وه، او ګوردې او زړه یې هم ویستل شوي وو.»
نوموړي وویل سایره د درېیم ټولګي زده کوونکې او پلار یې ټکسې چلوونکی وو چې له هیچا سره یې شخصي بدي نه درلوده.
د همدې پېښې یوه عیني شاهد او د سیمې اوسېدونکی روح الله ساپی ازادي راډيو سره په خبرو کې له مسوولینو او رسنیو وغوښتل چې دغه قضیه په جدي توګه تعقیب کړي، څو په راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیول شي.
هغه وویل: «دا په کونړ کې څویمه پېښه ده چې کیږي، نه پوهیږو چې د دې ترشاه کومه مافیا ده او که څنګه خو ډېره بده او زړه بوږنونکی پېښه وه، په کونړ کې له دې مخکې یو ماشوم وژل شوی وو، زما هیله داده چې حکومت او رسنۍ دې موضوع ته جدي پام وکړي څو د دغه ډول پېښو مخه ونیول شي.»
له دې وړاندې د روان کال د مۍ په میاشت کې هم په کونړ کې د عثمان په نوم یو پنځه کلن ماشوم له ورکېدو څو ورځې وروسته وژل شوی و. هغه پېښه هم په ټولنیزو رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې وه.
که څه هم د هغه قضیې بشپړ جزییات لا نه دي خپاره شوي، خو دغه پېښو د خلکو ترمنځ د ماشومانو د ساتنې په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
د کونړ امنیتي چارواکو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم او غږ خپاره شي ازادي راډيو سره په خبرو کې په کونړ کې د ماشوم تښتونې د پېښې د زیاتېدو خبر تایید کړ خو ویل چې د وروستیو دواړو قضیو سره د تړاو په تور یو شمېر مشکوک کسان نیول شوي چې ځینو یې په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
هغه وویل په وروستۍ یوه اونۍ کې د کونړ د مرکز اسعد اباد د ګورګام او دغه راز سرکاڼو ولسوالۍ نه دوه ماشومان تښتول شوي چې لا یې هم درک نه دی معلوم شوی.
سرچینې دا هم وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې په کونړ کې د دوو ماشومانو د تښتولو هڅه شوې خو د سیمې د خلکو له خبرېدو وروسته تښتونکې له سیمې تښتیدلي او د پېښو مخه نیول شوې ده.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وايي تر هغه چې مجرمین د قانون منګولو ته ونه سپارل شي او د عدالت د پلي کېدو په اړه د خلکو باور پیاوړی نه شي، دا ډول پېښې به د خلکو اندېښنې ژوندۍ وساتي.
خو کورنۍ د خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره څه کولای شي؟
یو شمېر ټولنپوهان وايي، مور او پلار باید خپل ماشومان له لویانو پرته له کوره بهر پرېنږدي او د هغوی د تګ راتګ او ورځنیو فعالیتونو څارنه وکړي.
د ماشوم د تښتونې پېښې په ټوله نړۍ کې معمول دي، خو په نورو هیوادونو کې کورنۍ په خپلو ماشومانو ډېر پام کوي
له ډلې یې ایمل مړوند ازادي راډیو ته وویل: «په افغانستان کې معمولاً ماشومان د کورنۍ له مشرانو پرته له کورنو وځي، کوڅو کې لوبې کوي او ان له بازاره سودا راوړي، او زه فکر کوم دا ښه فرهنګ نه دی، د ماشوم د تښتونې پېښې په ټوله نړۍ کې معمول دي، خو په نورو هیوادونو کې کورنۍ په خپلو ماشومانو ډېر پام کوي او دغې مسلې ته ډېر جدي متوجې وي خو په افغانستان کې له بده مرغه داسې نه ده، زه هیله لرم چې مور او پلار ماشومانو ته وخت ورکړي، که هغوی غواړي بیرون لاړ شي باید حتما ورسره د کور یو غړی ووسي.»
نوموړي ټینګار وکړ چې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته لا ډېره پاملرنه وکړي او د هغوی د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
هغه دغه راز لارښونه کوي چې مور او پلار باید خپلو اولادونو ته وښيي چې په لارو او کوڅو کې د ناپیژانده کسانو له لاسونو هیڅ وانه خلي او د دې ترڅنګ ناپېژانده کسانو ته له ورنږدې کېدو ډډه وکړي.
په دې اړه نور:
په افغانستان کې د جنايی پېښو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنېد ماشومانو د خوندیتوب او په دې اړه د خلکو د اندېښنو په تړاو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د دې وزارت په اېکس پاڼه په خپرو شویو اعلامیو کې راغلي چې د تېرې مۍ له شلمې د جون تر شلمې پورې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو شاوخوا ۴۵۰ کسان نیول شوي دي.
د دغو اعلامیو له مخې، وسلهوالې غلاوې، انسان تښتونه او د مخدره موادو قاچاق هغه جرمونه دي چې په تور یې دغه کسان نیول شوي دي.
د امنیتي چارو کارپوهان وايي، که څه هم امنیتي ادارې د جنايي جرمونو په تړاو د سلګونو کسانو د نیولو خبر ورکوي، خو وروستیو پېښو د ډېرو کورنیو اندېښنې لا نه دي کمې کړې او خلک د خپلو ماشومانو لپاره د لا ډېر خوندیتوب غوښتنه کوي.